13/09/2026
د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې سه شنبه (۲۴/۶/۱۴۰۵) نېټه د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي د انرژۍ څانګې، کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې، د لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي د اوبو زیرمو او چاپېریال ساتنې څانګې او د کندوز پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي (اطفال، اورتودونسي، پروستودونتکس، امراض دهن و جوف او پریدونتولوژي) څانګو د ژبې ازموینه او چهارشنبه (۲۵/۶/۱۴۰۵) نېټه مسلکي ازموینه واخیستل شي.
یادونه: د ژبې ازموینه د سهار په اته نیمو بجو ژبو او ادبیاتو پوهنځي او مسلکي ازموینه د سهار په اته نیمو بجو کرنې پوهنځي کې اخیستل کېږي.
د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
درنښت
ننګرهار پوهنتون اداره