Department of English, Nangarhar University

Call Directions Website Contact the university

Department of English, Nangarhar University This department has established in Nangarhar University, Languages and Literature Faculty in 1992.

13/09/2026

د کادري ازموینې خبرتیا!
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې سه‌ شنبه (۲۴/۶/۱۴۰۵) نېټه د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي د انرژۍ څانګې، کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې، د لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي د اوبو زیرمو او چاپېریال ساتنې څانګې او د کندوز پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي (اطفال، اورتودونسي، پروستودونتکس، امراض دهن و جوف او پریدونتولوژي) څانګو د ژبې ازموینه او چهارشنبه (۲۵/۶/۱۴۰۵) نېټه مسلکي ازموینه واخیستل شي.
یادونه: د ژبې ازموینه د سهار په اته نیمو بجو ژبو او ادبیاتو پوهنځي او مسلکي ازموینه د سهار په اته نیمو بجو کرنې پوهنځي کې اخیستل کېږي.
د ازموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه او وخت ازموینې ته حاضر شي.
درنښت
ننګرهار پوهنتون اداره

13/05/2026

ننګرهار پوهنتون کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو د ژبو د زده کړې اړوند په بېلابېلو موضوعاتو د ترسره کړیو څېړنو پایلې د پوسټر په شکل نندارې ته وړاندې کړې.

په همدې پار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو او اداري او مالي چارو مرستیالانو سربېره په کې د یاد پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیـ/خ انعام الله مدني د غونډې پرانیستې وینا پر مهال وویل، څېړنه د علمي پرمختګ اساس دی او هغه محصلین چې د تحقیق، مطالعې او ابتکار روحیه ولري، راتلونکي کې کولی شي چې ملک او خلکو ته ګټور خدمتونه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار پوهنتون اداره او لوړو زده کړو محترم وزارت د محصلینو علمي فعالیتونو، څېړنیزو پروژو او نوښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هغوی لپاره د عملي زده کړو مناسب فرصتونه برابروي.

د پوهنتون رئیس محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یوازې په نظري زده کړو اکتفا ونه کړي، بلکې په عملي څېړنو، مطالعې او ابتکار خپل استعدادونه لا وغوړوي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال پوهندوی هدایت الله حکیمي او د جوړ شوي نندارتون لارښود استاد پوهندوی احمد تسل حضرتي د غونډې نور ویناوال وو، چې د جوړې شوې برنامې په اړه یې معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د محصلینو له خوا د ترسره شويو تحقیقاتو پایلې د پوسټرونو په بڼه وړاندې کول د هغوی د علمي وړتیاوو، هڅو او نوښت ښکاره څرګندونه کوي.

په پاى کې څېړونکو محصلینو د اسلام له پلوه د بلې ژبې زده کړې، د ژبې په زده کړه کې د ارواپوهنې رول، د زیاتو ژبو زده کولو اهدافو، د ژبو زده کړې میتودونو، تیوریانو، مهارتونو، سیستمونو، اړینو برخو او اړوندو ستونزو د حل لارو چارو په اړه د خپلو ترسره کړو څېړنو پایلې د پوسټر پریزنټېشن له لارې د غونډې برخوالو سره شریکې کړې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلینو ترمنځ د ویناوالۍ یوه رقابتي سیالي ترسره شوه. یاده سیال...
27/12/2025

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلینو ترمنځ د ویناوالۍ یوه رقابتي سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي، چې د انګلیسي څانګې د دریم او څلورم ټولګیو محصلینو په نوښت جوړه شوې وه، د پوهنتون د مسلکي او پرمختیایي چارو د مرکز په ودانۍ کې ترسره شوه.

د غونډې پرانیسته د قرآن عظیم‌الشان په مبارکو آیتونو وشوه. ورپسې، د ننګرهار پوهنتون قدرمن رئیس، شیخ انعام الله مدني، ټولو ګډونوالو ته د علم، پوهې او دا ډول رقابتي برنامو په اهمیت وینا وکړه. نوموړي وویل چې دغه ډول سیالۍ نه یوازې د محصلینو علمي مهارتونه غښتلي کوي، بلکې د هغوی د بیان او جرأت ځواک هم پیاوړی کوي.

په دوهم قدم کې، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، پوهنیار حافظ سید قاسم هاشمي، راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د محصلینو د هڅونې په برخه کې یې د دې پروګرام ارزښت ته اشاره وکړه.

وروسته له دې، د محصلینو له‌خوا په ټاکل شویو موضوعاتو بحثونه وشول. شپږو تنو محصلینو په نوبت سره خپلې برابرې شوې ویناوې وړاندې کړې. له دوی څخه درې تنه د سیالۍ ګټونکي اعلان شول، او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له‌خوا په نغدي ډالیو ونازول شول.

غونډه د عربي څانګې د آمر، مولوي رضوان الله صاحب، په دعا سره پای ته ورسېده.

27/11/2025

د انټرویو عملي مهارتونه
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي, انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو د مرکې (Interview) مهم مهارتونه په عملي ډول تمرین کړل.
له دې وړاندې محصلینو سي وي (CV) او وظیفې غوښتنلیک (Job Application Letter) ترتیب کړی وو، د همدې اسنادو پر بنسټ د مرکې مهارتونه تمرین کړل.
د پروژې په پیل کې زده‌کوونکو ته لارښوونه وشوه چې څنګه په انګلیسي ژبه د وظیفې لپاره مسلکي مرکه ترسره کړي. وروسته په مختلفو ګروپونو کې د مرکې پر مهال د پوښتنو او د پوښتنو د ځوابولو جرأت په ښه ډول وازمویل.
په پای کې د پروګرام د ښه‌والي لپاره د محصلینو نظریات او د پروګرام ارزونه هم ترسره شوه.
یو بریالی، ګټور او عملي فعالیت!

Address

Nangarhar University Main Campus
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93787083887

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Department of English, Nangarhar University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Department of English, Nangarhar University:

Shortcuts

Share