26/09/2026
د فارمسستانو نړیواله ورځ د علمي سیمینار په وړاندې کولو سره ونمانځل شوه!
۴ / میزان/ ۱۴۰۵ هـ.ش
د روښان پوهنتون فرهنګي کمېټې له لوري د فارمسستانو نړیواله ورځ د فارمسي پوهنځي محصلینو ته د علمي سیمینار په وړاندې کولو سره ونمانځل شوه.
د پروګرام پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو، وروسته د فارمسي پوهنځي رئیس، ډاکټر محمد طارق نور د پیل وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د فارمسستانو د نړیوالې ورځې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې فارمسي د روغتیايي نظام یوه مهمه برخه ده او فارمسستان د درملو د کیفیت، خوندیتوب، اغېزمنتیا او د درملو د سم استعمال په برخه کې مهم مسؤلیت لري. هغه زیاته کړه چې د مسلکي او ژمنو فارمسستانو روزنه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
د فارمسي پوهنځي رئیس همداراز د محصلینو پر علمي پرمختګ، مسلکي زدهکړو، څېړنې او د خپلې مسلکي دندې پر وړاندې د مسؤلیت په احساس ټینګار وکړ، له استادانو او محصلینو څخه یې وغوښتل، چې د فارمسي په برخه کې د نویو علمي معلوماتو او معیاري کړنلارو په زدهکړه او پلي کولو کې لا ډېر کوښښ وکړي.
ورپسې د فارمسي پوهنځي استاد سمیع الله جمال د فارمسستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت اړوند علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د موضوع بېلابېل علمي اړخونه تشریح کړل او د فارمسي په برخه کې یې د فارمسستانو د مسلکي مسؤلیتونو، د درملو د سم استعمال، د ناروغانو د خوندیتوب او د روغتیايي خدمتونو په بهیر کې د فارمسستانو د ونډې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د سیمینار له وړاندې کېدو وروسته د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.
وروسته د سیمینار ارزونه د فارمسي پوهنځي استاد، داود شیرزاد له لوري ترسره شوه. نوموړي د وړاندې شوي سیمینار علمي محتوا، د موضوع د وړاندې کولو طریقه او د پروګرام عمومي بهیر مثبت وارزاوه او د ورته علمي پروګرامونو د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
یاد پروګرام په دعا سره پای ته ورسېد.
درنښت
نشراتو آمریت