Amir Ali Sher Navoyi University

Directions Website

Amir Ali Sher Navoyi University امیر علي شیر نوایي پوهنتون

په لوړ کیفیت زده‌کړو سره د ذهنونو د ځواکمنتیا او پرمختګ لپاره ژمن.

27/09/2026
نیټه: ۳۱/۶/۱۴۰۵ د اقتصاد پوهنځي د مالي او تجارت څانګې له لوري د يادې څانګې محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د « د نشه‌ ...
24/09/2026

نیټه: ۳۱/۶/۱۴۰۵
د اقتصاد پوهنځي د مالي او تجارت څانګې له لوري د يادې څانګې محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د « د نشه‌ یي توکو سره د مبارزې لارې چارې» تر عنوان لاندې يو علمي سمينار وړاندې شو.
د مالي او تجارت ديپارتمنت له لوري د محصلینو او ګډونوالو د پوهاوي د لوړولو په موخه د ( د نشه‌ یي توکو سره د مبارزې لارې چارې) تر سرلیک لاندې یو علمي سمینار جوړ شو. د سمینار موخه دا وه چې ګډونوالو ته د نشه‌ یي توکو د ناوړه اغېزو، د دې پدیدې د رامنځته کېدو د عواملو، د فرد، کورنۍ او ټولنې پر وړاندې د زیانونو، او همدارنګه د نشه‌ یي توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په لارو چارو کې لازم معلومات وړاندې شي.
د سمینار پروګرام د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د تلاوت وروسته د مالي او تجارت ديپارتمنت آمر نامزد پوهنیار توریالی یوسفزي د غونډې د پیل وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د نشه ‌یي توکو ستونزه د فردي او ټولنیز ژوند لپاره یوه جدي ننګونه وبلله او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې د کورنۍ، ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو، ټولنې او اړوندو ادارو ګډو هڅو ته اشاره وکړه. همدارنګه یې پر دې ټینګار وکړ چې د نشه‌ یي توکو د زیانونو په اړه د ځوانانو او محصلینو پوهاوی لوړول د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
وروسته د سمینار وړاندې کوونکي استاد ارشاد شینواري له لوري د ( د نشه‌ یي توکو سره د مبارزې لارې چارې) تر عنوان لاندې تفصیلي علمي پریزنټېشن وړاندې شو. په سمینار کې د نشه‌ یي توکو مفهوم، ډولونه، د استعمال لاملونه، پر انسان د نشه‌ یي توکو ناوړه اغېزې، د کورنۍ او ټولنې پر وړاندې یې زیانونه او د ځوانانو پر راتلونکي یې منفي اغېزې تشریح شوې. همدارنګه د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي، سالمې کورنۍ روزنې، زده‌کړو، مثبتو ټولنیزو فعالیتونو، د ځوانانو د سالمې بوختیا، د اړوندو ادارو د همکارۍ او د قانون پلي کېدو پر اهمیت بحث وشو.
په سمینار کې ګډونوالو ته څرګنده شوه چې د نشه‌ یي توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د یوې ادارې یا یوه فرد مسؤلیت نه دی، بلکې کورنۍ، ښوونیز او تحصیلي بنسټونه، ټولنه، رسنۍ او اړوندې دولتي ادارې باید په ګډه د مخنیوي او پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي. په ځانګړې توګه د ځوانانو د سالمې روزنې او هغوی ته د زده‌ کړو او مثبتو ټولنیزو فعالیتونو د فرصتونو برابرول د دې ستونزې په مخنیوي کې مهم رول لري.
د سمینار په پای کې د ګډونوالو له لوري د موضوع اړوند پوښتنې او نظریات مطرح شول او د وړاندې کوونکي له خوا ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د چاپېریال ککړتیا او د مخنیوي لارو چارو تر عنوان لاندې د سیمینار راپورد امیرعلي شیر نوایي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي او کار...
23/09/2026

د چاپېریال ککړتیا او د مخنیوي لارو چارو تر عنوان لاندې د سیمینار راپور
د امیرعلي شیر نوایي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي او کارموندنې او مشوره ورکوونې مرکز په ګډه همکارۍ، محصلینو ته د «چاپېریال ککړتیا او د مخنیوي لارې چارې» تر عنوان لاندې یو علمي او پوهاوییز سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د سیمینار د پیل وینا د اقتصاد پوهنځي رئیس نامزد پوهنیار سهیم الله قلم دوست وکړه او د سیمینار پر اهمیت او د موضوع پر ارزښت یې خبرې وکړې.
وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد شبیر احمد امین له خوا د «چاپېریال ککړتیا او د مخنیوي لارې چارې» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو. په سیمینار کې د چاپېریال ککړتیا مفهوم، ډولونه، لاملونه او پر انسانانو، حیواناتو او نباتاتو یې ناوړه اغېزې په تفصیل سره تشریح شوې.
همدارنګه د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي په موخه د کثافاتو د سم مدیریت، د ونو او بوټو د کرلو او ساتنې، د اوبو او هوا د ککړتیا د مخنیوي، د پلاستیکي توکو د بې‌ځایه استعمال د کمولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي د زیاتولو په اړه مهمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د سیمینار موخه محصلینو ته د پاک او سالم چاپېریال د ارزښت په اړه د پوهاوي ورکول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د هغوی د مسؤلیتونو روښانه کول وو.
په پای کې، سیمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې علمي شورا ترسره شوه!۳۱/۰۶/۱۴۰۵د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې عل...
22/09/2026

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې علمي شورا ترسره شوه!

۳۱/۰۶/۱۴۰۵

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس، دوکتور عبدالواحد میاخېل** په مشرۍ او د شورا د غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون رئیس د علمي او تدریسي چارو د لا پیاوړتیا، د تدریس د کیفیت لوړولو او د پوهنتون د علمي بهیر د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې.

وروسته د علمي شورا منشي د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق راپور وړاندې کړ او د ترسره شویو علمي فعالیتونو او اړوندو چارو په اړه یې معلومات شریک کړل.

په غونډه کې د اجنډا له مخې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو. د شورا غړو د موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د بحثونو په پایله کې د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې نوبتي اداري شورا ترسره شوه!۱۴۰۵/۶/۲۹ هـ.شد امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبل...
20/09/2026

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې نوبتي اداري شورا ترسره شوه!

۱۴۰۵/۶/۲۹ هـ.ش

د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د سنبلې میاشتې نوبتي اداري شورا د پوهنتون د رئیس، دوکتور عبدالواحد میاخېل، په مشرۍ او د بېلابېلو برخو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون رئیس د اداري چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او په چارو کې د چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي د کارکوونکو له هڅو او ژمنتیا څخه مننه وکړه او د راتلونکو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې د ګډ کار پر ارزښت ټینګار وکړ.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کېدو څرنګوالی تشریح کړ. همدارنګه، په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو بحث وشو، چې د ځینو موضوعاتو د تأیید ترڅنګ، د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

یاده شورا د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون

ځوانان د وطن هېلي دي، له نشې ورته پاک ژوند غواړو!
17/09/2026

ځوانان د وطن هېلي دي، له نشې ورته پاک ژوند غواړو!

د «مشورې ارزښت او فضیلت» تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شود امیرعلي شیرنوایي پوهنتون محصلینو ته د «مشورې ارزښت او فضیلت» ت...
16/09/2026

د «مشورې ارزښت او فضیلت» تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو
د امیرعلي شیرنوایي پوهنتون محصلینو ته د «مشورې ارزښت او فضیلت» تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کارموندنې او مشوره ورکوونې دفتر او دعوت او ارشاد امریت په ګډه همکارۍ جوړ شوی و، چې د دعوت او ارشاد امریت مسؤول مولوي بلال احمد ابوي له خوا وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې محصلینو ته د مشورې پر ارزښت، فضیلت، د ښو مشورو پر اغېز او په ورځني ژوند کې د مشورې پر اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د امارتي کانکور د واجد شرایطو کاندیدانو د پام وړ!د امارتي کانکور ازموینې ټولو هغو درنو کاندیدانو ته، چې خصوصي پوهنتونونو...
15/09/2026

د امارتي کانکور د واجد شرایطو کاندیدانو د پام وړ!

د امارتي کانکور ازموینې ټولو هغو درنو کاندیدانو ته، چې خصوصي پوهنتونونو ته واجد شرایط ګڼل شوي دي، خبر ورکول کېږي چې کولی شي د خپلې امارتي کانکور ازموینې د پایلې پر بنسټ، په امیر علي شیر نوایي پوهنتون کې په لاندې پوهنځیو کې د لوړو زده‌کړو لپاره شمولیت ترلاسه کړي:

۱ ـ انجینري پوهنځی
۲ ـ اقتصاد پوهنځی
۳ ـ حقوقو پوهنځی

که غواړئ خپلې لوړې زده‌کړې په یوه معیاري، باکیفیته او علمي چاپېریال کې پیل کړئ؛ نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ.

د نوم‌ لیکنې، شمولیت او نورو اړینو معلوماتو لپاره د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د محصلانو چارو مدیریت ته مراجعه وکړئ.

د اړیکو شمېرې:
۰۷۹۹ ۷۶ ۷۲ ۳۰
۰۷۷ ۰۰۰ ۱۲ ۴۰

پته: جلال‌اباد ښار، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ لوېدیځ لوری، امیر علي شیر نوایي پوهنتون.

درنښت
د نشراتو آمریت

نشه يي توکي زمونږ دملت پټ قاتلين دي !
14/09/2026

نشه يي توکي زمونږ دملت پټ قاتلين دي !

روښان ګروپ په خپلو ټولو تحصیلي بنسټونو کې له پاکستان څخه راستانه شويو افغان محصلینو ته د طبي رشتو په برخه کې د وړیا زده‌...
10/09/2026

روښان ګروپ په خپلو ټولو تحصیلي بنسټونو کې له پاکستان څخه راستانه شويو افغان محصلینو ته د طبي رشتو په برخه کې د وړیا زده‌کړو ځانګړی فرصت برابر کړی!

د روښان ګروپ د عمومي رئیس محترم رفیع‌الدین شاهد د لارښوونې له مخې، روښان ګروپ د هېوادنۍ مینې، همدردۍ او علمي مسؤلیت له مخې په دې سختو شرایطو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ درېږي او د افغان ځوانانو د علمي راتلونکي د خوندي کولو لپاره یې ځانګړی وړیا تحصیلي فرصت د‌ لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې برابر کړی دی.

د پاکستان حکومت له لوري د افغان زده‌کړیالانو پر وړاندې د هغه غیرمسؤلانه چلند له امله، چې په پایله کې یې یو شمېر افغان محصلین او زده‌کړیالان له خپلو تحصیلي مرکزونو او د زده‌کړو له دوام څخه بې‌برخې او په اجباري ډول له پاکستان څخه ایستل کېږي، روښان ګروپ د خپلو هېوادوالو د علمي راتلونکي د ملاتړ په موخه دا ځانګړی پروګرام عملي کوي.

یاد وړیا تحصیلي فرصت په طبي او روغتیايي علومو برخو کې، د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې تطبیقېږي.

د دې پروګرام له مخې، هغه افغان زده‌کړیالان چې په پاکستان کې یې د وروستیو رامنځته شویو شرایطو له امله زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې یا یې د زده‌کړو د دوام زمینه له ستونزو سره مخ شوې ده، کولی شي د روښان ګروپ په اړوندو طبي او روغتیايي علومو برخو کې خپلې لوړې زده‌کړې په بشپړه توګه وړیا ترسره کړي.

په شرایطو وړ زده‌کړیالان کولای شي د خپلو مخکنیو زده‌کړو له مخې په مناسب تحصیلي ټولګي/سمستر کې جذب او خپلې پاتې زده‌کړې له خپل تحصیلي پړاو سره سمې ترسره کړي.

که تاسې له هغو افغان زده‌کړیالانو څخه یاست، چې په پاکستان کې مو زده‌کړې د وروستیو شرایطو له امله اغېزمنې شوې دي او د لوړو زده‌کړو د دوام په شرایطو برابر یاست؛ نو له دې ځانګړي وړیا تحصیلي فرصت څخه استفاده وکړئ.

دا خبر له خپلو ملګرو، محصلینو او هغو هېوادوالو سره شریک کړئ، چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره دې فرصت ته اړتیا لري.

۰۷۹۹۷۶۷۲۳۰- ۰۷۷۰۰ ۱۲ ۴۰

پته: جلال‌اباد ښار، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ لوېدیځ لوری، امیر علي شیر نوایي پوهنتون.

درنښت
د نشراتو آمریت

Address

جلال اباد ښار، ننگرهار/افغانستان
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Amir Ali Sher Navoyi University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share