Pharmacy Faculty of Rokhan University

Directions Website

Pharmacy Faculty of Rokhan University روښان؛ ستاسې د روښانه راتلونکي لپاره غوره ټاکنه!

روښان پوهنتون د فارمسی پوهنځی د وزارت تحصیلات عالی لخوا تائید شوی نصاب.
10/05/2026

روښان پوهنتون د فارمسی پوهنځی د وزارت تحصیلات عالی لخوا تائید شوی نصاب.

21/04/2026

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو محصلینو ستاینغونډه تر سره شوه!

۱۲/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار حبیب الرحمن سربلند د پرانیستې وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د ممتازو محصلینو هڅې، زحمتونه او لاسته راوړنې وستایلې. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول ستاینغونډې د محصلینو د لا هڅونې او علمي پرمختګ لپاره مهم رول لري او له نورو محصلینو یې هم وغوښتل، چې له ممتازو محصلینو څخه الهام واخلي او د بریالیتوب په لور هڅې وکړي.
ورپسې د پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر، مولوي عبدالحق درویش وینا وکړه، نوموړي د علم پر ارزښت، د محصلینو پر مسؤلیتونو یې خبرې وکړي همدا راز یې محصلین وهڅول چې د علم تر څنګ اخلاقي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ممتازو محصلینو ته د هغوی د ښو تحصیلي پایلو، نه ستړې کېدونکو هڅو او زیار په درناوي ستاینلیکونه ورکړل شول.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

نشراتو آمریت

21/04/2026

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

۱۶ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې، د روښان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي حضرت بلال ظریفي د پیل وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول هوکړه لیکونه کولی شي د محصلینو په ورزشي او فزیکي روغتیا برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
وروسته، د افغان جیم ټو کلب مسؤل ښاغلي صفت الله حمیدي هم وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د هوکړې له مخې به خپلې ټولې ژمنې په بشپړه توګه عملي کوي او د ورزش په برخه کې به د محصلینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هوکړه لیک له مخې د روښان پوهنتون محصلینو ته د افغان جیم ټو کلب لخوا به په فیس کې %۵۰ تخفیف کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیک د روښان پوهنتون د سپورټ کمېټې مسؤل، رئیس خان دانش او د افغان جیم ټو کلب مسؤل صفت الله حمیدي له لوري لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه لوري په ګډه د محصلینو ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

21/04/2026

هغه څوک چې نشه کوي، نه یوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې د خپلې کورنۍ هیلې او ارمانونه هم له خاورو سره خاورې کوي.
که موږ غواړو یوه سالمه او پرمختللې ټولنه ولرو؛ نو باید د نشه‌یي توکو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو.

21/04/2026

له ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

۲۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون او د ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د محصلینو عملي کار لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د پیل وینا د روښان پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار حبیب الرحمن سربلند وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د درمل جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو دا ډول هوکړه لیکونه یې د علمي او عملي پرمختګ لپاره ارزښتمن وبلل. هغه همدارنګه د ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې له روښان پوهنتون سره یې د ګډ کار هوډ کړی دی او محصلینو ته یې د عملي کار زمینه برابره کړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حضرت بلال ظریفي او د ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې مسؤل ښاغلي حامد مشواڼي لخوا د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې د علمي او مسلکي همکاریو تر څنګ به په یاده فابریکه کې محصلین هم عملي کارونه تر سره کړي.

21/04/2026

د فارمسي پوهنځي محصلینو ته "د فارمسي ارزښت" په اړه علمي سیمینار وړاندې شو!

۲۶/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون د فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلینو ته "د فارمسي ارزښت" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد طارق نور د پیل وینا وکړه. نوموړي د فارمسي په ارزښت، د ټولنې په روغتیايي نظام کې د دې څانګې رول او د مسلکي درمل جوړونکو د اړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه یې محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې روښان پوهنتون د فارمسي په برخه کې د معیاري زده کړو لپاره ټولې لازمې درسي اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د فارمسي پوهنځي استاد ښاغلي سمیع الله جمال یاد سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د فارمسي د ارزښت، د درملو د سم استعمال، د درمل جوړونې د پرمختګونو، او د دې مسلک د راتلونکو فرصتونو په اړه تفصیلي بحث وکړ.
د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو وروسته یاد سیمینار په دعا سره پای ته ورسید.

21/04/2026
د فارمسي پوهنځي محصلینو د عملي کار دوره پیل شوه!۳۱/ حمل /۱۴۰۵ هـ.شد روښان پوهنتون او ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې تر م...
20/04/2026

د فارمسي پوهنځي محصلینو د عملي کار دوره پیل شوه!

۳۱/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون او ویل کوالټي درمل جوړولو فابریکې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د روښان پوهنتون د فارمسي پوهنځي محصلین د عملي زده کړو په موخه یادې فابریکې ته معرفي او خپله عملي دوره یې پیل کړه.
دغه عملي پروګرام، چې د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د نظري زده کړو د عملي کولو په موخه طرحه شوی، د دواړو بنسټونو تر منځ د علمي همکارۍ مهمه برخه بلل کېږي. محصلین به د دې پروګرام له لارې د درمل جوړونې په برخه کې عملي تجربې څخه برخمن شي او خپل علمي مهارتونه به لا پیاوړي کړي.
محصلینو هم د روښان پوهنتون له رهبرۍ څخه خوښ ول او مننه یې وکړه، چې د خپلو ژمنو سره سم یې هغوی ته د زده کړو مناسب چاپېریال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او یاد فرصت یې د مسلکي راتلونکي لپاره ارزښتناک وباله او ژمنه یې وکړه، چې له دې فرصت څخه به اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې روښان پوهنتون تل هڅه کوي څو د خپلو محصلینو لپاره د عملي زده کړو مناسب فرصتونه برابر کړي، ترڅو دوی وکولای شي د خپل مسلک په برخه کې پوره وړتیا او تجربه ترلاسه کړي او د هېواد د روغتیايي سکتور په وده کې اغېزناک رول ولوبوي.

Address

The 3rd District
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 06:00 - 17:00
Tuesday 06:00 - 17:00
Wednesday 06:00 - 17:00
Thursday 06:00 - 17:00
Saturday 06:00 - 17:00
Sunday 06:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pharmacy Faculty of Rokhan University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share