Al-Taqwa University - Computer Science Faculty

Directions Website

Al-Taqwa University - Computer Science Faculty This is an official page of Computer Science Faculty of Al-Taqwa University.

د From Beginner to Programmer: Building Your Coding Skills تر سرلیک لاندې پنځه اوونیزه عملي روزنیزه برنامه پیل شوه!د الت...
20/10/2026

د From Beginner to Programmer: Building Your Coding Skills تر سرلیک لاندې پنځه اوونیزه عملي روزنیزه برنامه پیل شوه!

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري، د مسلکي پرمختیا امریت په همکارۍ، د سافټویر انجینرۍ څانګې د لومړي سمستر محصلینو ته د پروګرام جوړونې د بنسټیزو او عملي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د «From Beginner to Programmer: Building Your Coding Skills» تر سرلیک لاندې پنځه اوونیزه عملي روزنیزه برنامه پیل شوه.

یاده روزنیزه برنامه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنيار بختیار حليمي، د برنامې د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه. نوموړي د محصلینو د علمي او مسلکي ودې په برخه کې د عملي زده‌کړو ارزښت مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې نظري زده‌کړې هغه مهال لا اغېزمنې تمامېږي چې له عملي تمرینونو او تجربو سره مل وي. نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړ چې التقوی پوهنتون به د محصلینو د علمي اړتیاوو او د معاصرې ټکنالوژۍ د غوښتنو په پام کې نیولو سره، د ورته عملي او مهارت‌محوره روزنیزو برنامو د پلي کولو لړۍ ته دوام ورکړي.

ورپسې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، استاد محمد صابر نیازی، د برنامې د موخو، محتوا او روزنیز بهیر په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. نوموړي د پروګرام جوړونې په برخه کې د کوډ لیکلو، منطقي تفکر، مسئلې‌حلولو او عملي تمرینونو پر اهمیت خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول چې د برنامې له روزنیزو فرصتونو څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي.

د دې برنامې له لارې به محصلین وکولای شي چې د پروګرام جوړونې له بنسټیزو مفاهیمو سره بلدتیا پیدا کړي، د کوډ لیکلو لومړني مهارتونه ترلاسه کړي او خپله نظري پوهه د عملي تمرینونو او تجربو له لارې لا پیاوړې کړي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د ځانګړې روزنیزې برنامې دريم درس وړاندې شو!د التقوی پوهنتون د کمپیوټر...
17/10/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د ځانګړې روزنیزې برنامې دريم درس وړاندې شو!

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د (Essential IT & Programming Skills for Computer Science Students) تر سرلیک لاندې د شپږ اونیزې ځانګړې روزنیزې برنامې دريم درس وړاندې شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې درېیم درس د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استادانو، نامزد پوهنيار زین‌الله احمدزي او نامزد پوهنيار حیات ‌الله صافي، له لوري په عملي بڼه وړاندې شو. د دغه درس موخه د محصلینو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د بنسټیزو او عملي مهارتونو پیاوړتیا، د هغوی د مسلکي وړتیاوو لوړول او د زده‌کړو په بهیر کې د عملي مهارتونو د کچې ارتقا وه.

د دريم درس په ترڅ کې لاندې موضوعات په تفصیل سره تشریح او اړوند عملي تمرینونه ترسره شول:

• Advanced IP Camera Configuration and Management
• NVR & DVR Advanced Configuration
• CCTV Network Design and IP Addressing
• PoE Switch Configuration and Power Management
• Video Compression Technologies (H.264, H.265 & H.265+)
• Advanced CCTV Troubleshooting and Maintenance

یاده شپږ اونیزه روزنیزه برنامه د کمپیوټر ساینس پوهنځي او مسلکي پرمختیا آمریت (PDC) په ګډه همکارۍ ترسره کېږي، چې د محصلینو د عملي IT مهارتونو د پیاوړتیا، تخنیکي وړتیاوو د لوړولو او د مسلکي زده‌کړو د لا اغېزمنتیا په موخه به په راتلونکو اونیو کې هم دوام ولري.

د نشراتو او ټوليزو اړيکو امريت

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه!التقوی پوهنتون له لورې د دولسمو ټولګيو...
09/10/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه!

التقوی پوهنتون له لورې د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه د کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير انجينرۍ څانګې اختصاصي کانکور ازموينه د پوهنتون د رهبرۍ، د ننګرهار پوهنتون او امنيتي ارګانونو د څارونکو پلاوو په شتون کې واخيستل شوه.

د ازموینې د بهیر پر مهال د التقوی پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار بختیار حلیمي، د سافټویر انجینرۍ څانګې د اختصاصي کانکور ازموینې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له دې امله وستایل چې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه یې التقوی پوهنتون د خپل علمي او تحصیلي سفر د پیل لپاره غوره کړی دی.

نوموړي د علم او زده کړو پر ارزښت او اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې، د ازموینې ګډونوال یې خپلو راتلونکو علمي او مسلکي مسؤلیتونو ته متوجه کړل او د زده کړو د بریالي بهیر لپاره یې یو لړ اړینې سپارښتنې ورسره شریکې کړې.

ښاغلي حلیمي خوښي څرګنده کړه چې التقوی پوهنتون د علمي او تحصیلي معیارونو له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی او د محصلینو د اغېزمنې روزنې لپاره یې په خپل تشکیل کې د لوړو علمي رتبو او تحصیلي درجو لرونکي استادان، معیاري تحصیلي نصاب، مناسب تدریسي چاپېریال او اسانتیاوې، او د عملي زده کړو اغېزمن او ګټور مرکزونه او سیستمونه برابر کړي دي.

ورپسې، د ننګرهار پوهنتون د پلاوي په استازیتوب، د یاد پوهنتون د کیفیت لوړونې او اعتبار ساتنې آمر، پوهندوی حنیف‌الله باوري، د ازموینې ګډونوالو ته د وینا پر مهال سپارښتنه وکړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې خپلو زده‌کړو ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه، د نوموړي په وینا، هېواد په اوسنیو شرایطو کې مسلکي، وړ او متخصص کاري ځواک ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري او د ازموينې ګډونوالو ته يې د ازموينې د شفافيت په اړه بشپړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د التقوی پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال محمد يعقوب خپلواک د ازموينې د پروسې څرنګوالي، د پايلو د اعلان او کتلو او د سمستر د پيل په اړه له نوماندانو سره بشپړ معلومات شريک کړل.

په پای کې د پوهنتون د رهبرۍ، د ننګرهار پوهنتون او امنيتي ارګانونو د پلاوي او د ازموينې د ګډونوالو د استازو په شتون کې د پوښتنو صندوق پرانيستل شو او ازموينه پيل شوه.

د نشراتو او ټوليزو اړيکو امريت

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د ځانګړې روزنیزې برنامې دويم درس وړاندې شو!د التقوی پوهنتون د کمپیوټر...
09/10/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د ځانګړې روزنیزې برنامې دويم درس وړاندې شو!

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د (Essential IT & Programming Skills for Computer Science Students) تر سرلیک لاندې د شپږ اونیزې ځانګړې روزنیزې برنامې دويم درس وړاندې شو.

په دې روزنیز پروګرام کې دويم درس د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، استاد محمد صابر نیازی، له لوري په عملي بڼه وړاندې شو، چې موخه یې د محصلینو د بنسټیزو او عملي معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی د مسلکي وړتیاوو لوړول دي.

د دويم درس په ترڅ کې لاندې موضوعات په تفصیل سره تشریح او اړوند عملي تمرینونه ترسره شول:

• Advanced PBX Telephone Systems
• Call Routing & Dial Plans
• Voicemail & Call Recording
• PBX Networking & Security
• PBX Integration & Automation
• Troubleshooting & System Maintenance

یاده شپږ اونیزه روزنیزه برنامه د کمپیوټر ساینس پوهنځي او مسلکي پرمختیا آمریت (PDC) په ګډه همکارۍ ترسره کېږي، چې د محصلینو د عملي IT مهارتونو د پیاوړتیا، تخنیکي وړتیاوو د لوړولو او د مسلکي زده‌کړو د لا اغېزمنتیا په موخه به په راتلونکو اونیو کې هم دوام ولري.

د نشراتو او ټوليزو اړيکو امريت

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

سبا، د جمعې په ورځ هم د نومليکنې فرصت لرئ!که مو تر اوسه د اختصاصي کانکور ازموینې لپاره نوم‌لیکنه نه وي کړې، نو اندېښنه م...
08/10/2026

سبا، د جمعې په ورځ هم د نومليکنې فرصت لرئ!

که مو تر اوسه د اختصاصي کانکور ازموینې لپاره نوم‌لیکنه نه وي کړې، نو اندېښنه مه کوئ؛ سبا د جمعې په ورځ، د ازموینې تر پیلېدو مخکې هم کولی شئ خپله نوم‌لیکنه بشپړه کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

يوازې يوه ورځ تر کانکور ازموينې!که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقوی...
08/10/2026

يوازې يوه ورځ تر کانکور ازموينې!

که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقوی پوهنتون د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او د کانکور ازموينې لپاره خپله نومليکنه بشپړه کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

يوازې دوه ورځې تر کانکور ازموينې!که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقو...
07/10/2026

يوازې دوه ورځې تر کانکور ازموينې!

که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقوی پوهنتون د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او د کانکور ازموينې لپاره خپله نومليکنه بشپړه کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

يوازې درې ورځې تر کانکور ازموينې!که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقو...
06/10/2026

يوازې درې ورځې تر کانکور ازموينې!

که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقوی پوهنتون د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او د کانکور ازموينې لپاره خپله نومليکنه بشپړه کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

يوازې څلور ورځې تر کانکور ازموينې!که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التق...
05/10/2026

يوازې څلور ورځې تر کانکور ازموينې!

که تر اوسه مو نومليکنه نه وي کړی، نو بيړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ. همدا اوس د التقوی پوهنتون د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او د کانکور ازموينې لپاره خپله نومليکنه بشپړه کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

د نوم ليکنې فرصت له لاسه مه ورکوئ!التقوی پوهنتون د سافټویر انجینرۍ په څانګه کې د معیاري زده‌کړو، عملي مهارتونو او مسلکي ...
04/10/2026

د نوم ليکنې فرصت له لاسه مه ورکوئ!

التقوی پوهنتون د سافټویر انجینرۍ په څانګه کې د معیاري زده‌کړو، عملي مهارتونو او مسلکي روزنې لپاره غوره او ارزښتمن فرصتونه وړاندې کوي. په دې څانګه کې محصلین د پروګرام جوړونې، سافټویر پراختیا، اپلېکېشن جوړونې، نوې ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې له علمي زده‌کړو سره یوځای عملي مهارتونه هم ترلاسه کوي او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره اړینې وړتیاوې پیاوړې کوي.

بیړه وکړئ! خپله نوم‌لیکنه بشپړه کړئ، له دې علمي او مسلکي فرصت څخه ګټه واخلئ او د روښانه راتلونکي پر لور خپل ګام پورته کړئ.

اختصاصي کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د ميزان میاشتې په ( ۱۷ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!

ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان

د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788

التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور

Address

Nangarhar, Jalalabad City, Gulay Araban
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al-Taqwa University - Computer Science Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share