اهل السنة والجماعت

اهل السنة والجماعت Religious information

په اختر کي د چا لاس مچ (ښکلی) کړم؟د لاس، پښو او تندي د مچلو شرعي حیثیتعبدالغفار جُبیرلیکنه ضرورو ولولئ او شیر یې کړئ!د ل...
01/05/2022

په اختر کي د چا لاس مچ (ښکلی) کړم؟
د لاس، پښو او تندي د مچلو شرعي حیثیت
عبدالغفار جُبیر
لیکنه ضرورو ولولئ او شیر یې کړئ!
د لاس او پښې په مچولو کي د فقهاء کرامو اختلاف دئ خو په مستندو احادیثو او د صحابه وو له اثارو څخه ددې جواز ثابت دئ، دغه مچول پر څو ډوله دي:
۱: د نفسي خواهشاتو لپاره مچول، چي دا صرف د خپلې مېرمنې یا مینځې (وینځې) څخه ماسوا د فقهاء په اتفاق سره حرام دى، هغه که د نر مچول وي، د ښځې مچول وي، پر لاس مچول وي، پښه، مخ یا بل اندام وي دا حرام دئ.
۲: د شفقت مچول دي، لکه چي مور او پلار د خپل او لاد پر سر لاس تیروي او یا یې مچوي دا جائز دئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت حسن رضی الله عنه بدن مچ کړ، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خپله لور ام المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها پر مخ مچ کړه، چي کله د هغې تبه وه (کما اخرجه ابوداؤد) همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت جعفربن ابی طالب رضی الله عنه پر تندي مچ کړ، (کما اخرجه ابوداؤد) د شفقت له کبله مچول په دې کي د علماء اختلاف نسته دا جائز دئ.
په مبسوط کي راغلي دي:
که چیري یوه ښځه خپل اولاد، یا خور او ورور لاس مچوي باید د شهوت خطره نه وي، نه د نر له لورې او نه هم د ښځې له لورې بیا جواز لري، که چیري خطره وي قطعاً حرام کار دئ. (مبسوط ص: ۱۴۹ ج: ۱۰)
۳: د تکریم او تعظیم مچول دي، لکه د علماء، مشائخ، استاد، عادل پاچا او نورو لاس مچول دا هم جائز دئ، په دغه صورت کي که دیني شرف نه وي د تکریم او تعظیم له کبله مچول حرام دي، صرف د جواز صورت یې د دیني شرافت او فضلیت درلودونکو لپاره دئ او بس.
فقهاء کرام رحمة الله علیهم وايي چي د مور او پلار ماسوا د عالم، مرشد پښې مچول ښه نه دي چي د خلکو عقائد خرابیږي او دا په تعظیم کي زیاتوب (غلو) ده، او خلک به داسي ګمان کوي چي خلک و دغه کس ته سجده کوي. (فتاوی محمودیه ټوک: ۱۹، پاڼه: ۱۳۳)
۱: په ابوداؤد او د امام بخاري په الادب المفرد کي د حضرت ذابح رضی الله عنه څخه روایت دئ چي د خلکو یو وفد و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حاضر سو، په دې روایت کي راغلي دي چي کله موږ مدینې منورې ته ورسېدو ژر ژر له سپرلیو څخه کښته سو و د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک لاس مو مچ کړ. همدارنګه دغه کیسه په ابوداؤد کي د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه نقل کوي او وايي:
قال فدنونا من النبی صلی الله علیه وس

سوال: د اعتکاف څخه د وتلو افضله وخت کوم یو دی؟ځواب: عبدالغفار جُبیرکله چي د رمضان اخري عشره پوره سوه، افضله خبره داده چي...
30/04/2022

سوال: د اعتکاف څخه د وتلو افضله وخت کوم یو دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کله چي د رمضان اخري عشره پوره سوه، افضله خبره داده چي کله يې عیدګاه وکړه بیا دي کورته ولاړ سي. البته په شریعت کي چي کله د کوچني اختر میاشت ولیدل سوه اعتکاف پوره سو، خو لومړی صورت یې د افضلیت دی.
(الفقه الاسلامیة والادلته: ۳/ ۱۷۷۳ دارالفکر)

سوال: که چیري معتکف  استمناء بالید (جلق) وکړي، اعتکاف یې څنګه دی؟ځواب: عبدالغفار جُبیرد مسنون او واجب اعتکاف لپاره روژه ...
30/04/2022

سوال: که چیري معتکف استمناء بالید (جلق) وکړي، اعتکاف یې څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د مسنون او واجب اعتکاف لپاره روژه نیول شرط ده، کله چي شرط له منځه ولاړئ مشروط خپله له منځه ځي، داچي په استمناء بالید سره منی خارجیږي او روژه ماتیږي نو اعتکاف هم فاسد سو، که چیري په مسنون او واجب اعتکاف کي روژه په هر شي سره فاسده سوه اعتکاف خپله فاسدی دی، نو یاید معتکف په اعتکاف کي داسي ناوړو کړنو څخه ډډه وکړي.

سوال: په پیسو سره اعتکاف کول څنګه دي؟ځواب: عبدالغفار جُبیراعتکاف د کليوالو ذمه ده، که چیري یو کلیوال هم اعتکاف ته داخل ن...
30/04/2022

سوال: په پیسو سره اعتکاف کول څنګه دي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
اعتکاف د کليوالو ذمه ده، که چیري یو کلیوال هم اعتکاف ته داخل نسي دا ټوله ګناهکاره دي او داسی معتکف چي ورته ووایاست چي موږ دومري پیسې درکوو او تاسی زموږ مسجد کي اعتکاف وکړئ دغه اعتکاف او دغه پیسې ورکول دواړه ناجائز دي دا ځکه چي خپله اعتکاف عبادت دی او عبادت په پیسو باندي ناجائز عمل دی، که چیري د یوه معتکف سره کلیوال ښه وکړي، شی ورکړي دا جائز دی.

روژه په اسلام او ساینس کي (۳۴)لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیرروژه او شنډوالی (بې اولادی)په نړیواله توګه، د مېرمنو پر شنډ...
30/04/2022

روژه په اسلام او ساینس کي (۳۴)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
روژه او شنډوالی (بې اولادی)
په نړیواله توګه، د مېرمنو پر شنډوالي باندي د(۱۹۹۰-۲۰۰۰) میلادي کاله پورې ډېرې تجربې وشوې، چي په پای کي دجاپان په اکيټاپوهنتون سنډايی(The Akita University Sendia North Tokyo Japan) کي د مېرمنو پر شنډوالي(Sterility) باندي یونړېوال کانفرانس دائرشو، چي په کي دجاپان یووتلی ډاکټرتادایوشي هاسیجاوای(Dr. Tadayoshi Hasegawai) وویل:
شنډوالی (بې اولادي) ددرملنې وړدی، هغه مېرمنې چي چاغې وي، دهغولپاره یواځې د وچوالی سبب ددوی شحمیات دي اوددوی درملنه په روژې سره کيدای شی، ماپرعقیمو(شنډو) شپږو مېرمنو باندي تجربې وکړلې او په دوی مې په اسلامي طرېقې سره روژې ونیولې چي له شپږوڅخه څلورمېرمنې حمل داره شوې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې. دوی ځکه حمل داره شوې چي روژه پر(Pituitary Glands) یعنې هغوغدوچي دمغزوپه قاعده کي پرتې دي اودبدن مهم هارمونونه تولیدوي، ډېرې ژورې اغیزې کوي، چي په دې اغیزوکي په ښځوکي میاشتنۍ ناروغي (حیض) هم پیداکيږي.
په دې مېرمنو کي یوه داسې مېرمن وه چي په ټول عمرکي حیض نه ؤ پرې راغلی اوڅلورنورې دچاغښت له کبله عقیمې (وچي) وې، چي دمبارکې روژې په برکت اونیولوسره يې داټولې ناخوالې ختمې اودهیلوغوټۍ يې وغوړېدلې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې.
نور بیا...

سوال: که چیري ښځې ته په اعتکاف کي حیض راغئ اعتکاف یې څنګه دی؟ځواب: عبدالغفار جُبیرد حیض له کبله یې اعتکاف فاسد دی، ښځه د...
29/04/2022

سوال: که چیري ښځې ته په اعتکاف کي حیض راغئ اعتکاف یې څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د حیض له کبله یې اعتکاف فاسد دی، ښځه دي له اعتکافه ووځي او کله چي ناروغي یې ختمه سوه یوه ورځ او یوه شپیه دي د قضاء په نیت سره اعتکاف وکړي روژه دي نیسي.
(بدائع الصنائع: ۲/ ۱۱۶)

د روژې فقهي مسائل (۴۷)ځواب: عبدالغفار جُبیر۱۸۲ سوال: زما پر خاوند باندي د روژې په میاشت کي ، چي روژه یې هم په خوله وه، د...
29/04/2022

د روژې فقهي مسائل (۴۷)
ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱۸۲ سوال: زما پر خاوند باندي د روژې په میاشت کي ، چي روژه یې هم په خوله وه، د ورځې پر لس بجې باندي د زړه حمله راغله او بې هوښه سو، تر ماخستن پورې بې هوښه وو، ایا دغه روژه یې صحیح ده.
ځواب: په پورتنۍ مسئله کي ستاسو د خاوند روژه درسته ده، دا ځکه په بې هوښۍ سره روژه نه ماتیږي.
(من اغمی علیه فی رمضان لم یقض الیوم الذی حدث فیه الاغماء لوجود الصوم فیه وهو الامساک المقرون بالنیة.
(الهدایة: ۱/ ۲۲۳، کذا فی البحر الرائق: ۲/ ۲۹۰ ، کوئټه و حاشیه الطحطاوی علی الدر: ۱/ ۳۶۸، کوئټه، والجوهرة النیرة: ۱/ ۱۷۷)
و یشترط لصحة ادائه ثلاثة شرائط: النیة فی وقتها لکل یو... الوقت بالنسبة لاداء رمضان بعد الغروب الی قبیل الضحوة، ففی ای جزء منه وجدت صح.... فان الجنون اذا طرأ بعد النیة و بقی الی الغروب صح صومه.
ومن جن او اغمی علیه بعد النیة (ای صح صومهما) و انما لم یصح صومهما فی الیوم الثانی لعدم النیة. وفی الطحطاوی: قوله بعد النیة ای بعد مانواه فی محل النیة (الدرالمختار مع حاشیه الطحطاوی: ۱/ ۴۴۰، کوئټه)
(فتاوی درالعلوم زکریا ج۳، ص: ۲۷۰/ حضرت مولانا مفتی رضاء الحق صاحب، جنوبی افریقا/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷
۱۸۳ سوال: که غوږ ته تېل (روغن) ور واچول سي ایا روژه ماتوي که یا؟
ځواب: که په روژه کي و غوږ ته اوبه داخلي سي روژه نه فاسدوي او که چیري تېل (روغن) ور واچول سي روژه فاسدوي.
((اقطر فی اذنه... افطر) واطلق فی الاقطار فی الاذن فشمل الماء و هو فی الدهن بلاخلاف، و اما الماء فاختار فی الهدایة عدم الافطار به. و صححه فی المحیط، وفی فتاوی قاضیخان، وفی فتح القدیر (البحر الرائق: ۲/ ۲۷۸، کوئټه، کذا فی الشامی: ۲/ ۳۹۶ ، سعید)
و من احتقن او استعط او اقطر فی اذنه افطر لقوله علیه السلام الفطر مما دخل، و لوجود معنی الفطر، و هو وصول ما فیه صلاح البدن الی الجوف و لا کفارة علیه لانعدامه صورة ولو اقطر فی اذنیه الماء او دخلهما لایفسد صومه.
(الهدایة: ۱/ ۲۲۰، باب مایوجب القضاء الکفارة، هکذا فی الفتاوی الهندیه: ۱/ ۴۰۲، حاشیه الطحطاوی علی مراقی الفلاح: ۶۷۲ قدیمی، ، امداد الفتاوی: ۲/ ۱۲۸، وفتاوی رحیمیه: ۲/ ۷۱ و ایضاح المسائل: ۸۴)
نور بیا...

دغه پاڼه اصل نلري د عُمري قضایي لمونځونو راګرځول په شریعت څنګه دي؟دلته یوه پاڼه خپره شویده چي پکښې لیکلي دي چي د عُمري ق...
29/04/2022

دغه پاڼه اصل نلري
د عُمري قضایي لمونځونو راګرځول په شریعت څنګه دي؟
دلته یوه پاڼه خپره شویده چي پکښې لیکلي دي چي د عُمري قضايي لمونځومونو لپاره د روژې د اخیري جمعې په ورځ دي دوه رکعته د قصدي عُمري قضايي لمونځ په نیت سره وشي او په اول رکعت کي دي تر الحمدلله وروسته ۱۵ ځلي انا اعطینک الکوثر وویل شي او په دوهم رکعت کي دي هم دغه سورت ۱۵ ځلی وویل شي او په پای کي دي تر سلام وروسته ۱۱ ځلي درود شریف وویل شي، بس دغه دوه رکعته لمونځ د ټول عمر د قضایي قصدي لمونځونو لپاره کفایت کوی. تاسی څه وایاست؟
ځواب: عبدالغفار جُبير
حامداً ومصلیاً:
دغه پاڼه چي خپره شویده، و ماته ډیرو ملګرو راولیږل، دغه پاڼه د شریعت له نګاه څخه حقیقت نلري، که چیري دا درسته شي بیا د۵ لمونځونو کول څه معنا لري؟ هر سړی دي یوه روژه او بله روژه دوه رکعته کوي بیا به خلاص وي العیاذ بالله
ددې حل داسي دی:
۱: که چیري یو څوک مړشوی وي او یو لمونځ یې هم نه وي کړی نو د هغه د ټول عُمر د قضایي لمونځونو فدیه دي وارثان ورکړي.
۲: که چیري اوس یوچا ۴۰ کاله لمونځ نه وي کړي او اوس یې شروع په کړې وي دی به داسی کوي چي د هر لمانځه مخکی او وروسته دي د هغه وخت د قضایي لمونځ راګرځوي، د بیلګي په ډول د سهار د لمانځه څخه مخکي او وروسته دي د۴ سهارو فرض قضاء اداء کوي، همداسی ماپښین او نور... کله چي یو کال تیر شي او همدا لړۍ جاري وساتي دغه کس په یوه کال کي د۴ کلونو قضايي لمونځونه راو ګرځول، او که یې ډیر په وس کي وه ډیر ډیر دي کوي دایې طریقه ده.
۳: که چیري یو کس اوس شیخ فاني وي او هیڅ لمونځونه یې نه وي کړي نو حساب دي ورته وشي د هغه د لمانځو فدیه دي ورکړي دایې قضایي لمونځونه خلاص
له دې ماسوا بله هیڅ لاره نلري.
(کفایت المفتی ټوک: ۳ پاڼه: ۳۸۶/ لیکوال: مسک الهند محمد کفایت الله الدهلوی رحمة الله علیه)

روژه په اسلام او ساینس کي (۳۳)لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیرروژه د وينې سره کُرويات (Red Blood Cells) زياتويپه عمومي ډو...
29/04/2022

روژه په اسلام او ساینس کي (۳۳)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
روژه د وينې سره کُرويات (Red Blood Cells) زياتوي
په عمومي ډول سره دوینی سره کرویات د5mm څخه تر15mm پورې دی اوروژه داشمیرزیاتوي اوکله چي په وینه کي سره کُرویات زیات شی، نو لاندې ګټې ورڅخه لاسته راځي:
۱: دناروغیودیرغل مخه نیسي.
۲: که دانسان دودې نظام سست وي، هغه سموي.
۳: په بدن کي دزهرواوزهري موادو مخه نیسي.
۴: دالتهاب مخنیوی کوي.
اوکه چيرې دانسان دوینې سره کُرویات کم شي، نو دا انسان دوینې له کموالي(Anemia) سره مخامخ او حساسیت (Allergy) پکښې وده کوي اودتورې غاړې (Whooping Cough) ښکار کیږي.
په ساینس نیوز (Science Nwes/October 19/2017/ Springer) کي راغلي دي:
هر هغه څوک چي تر ۱۶ اونیو پورې روژه په مسلسل ډول سره ونیسي، همدغه روژه د چاغوالي سره پوره مقابله کوي، چاغوالی له منځه وړي او انسان خپل عادي او صحتمند حالت ته راولي، ددې ګروپ څېړنکو مشري ښاغلی هونکي سونګ (Hoon- Ki Sung) کوله، ښاغلي سونګ زیاته کړه:
((د روژې د نیولو په حالت کي میتابولیزم صورت نیسي، د بدن شحمیات ګرمیږي بالاخره سوځي.))
Khoung- Han Kim & Yun Hye Kim/ Journal Cell Research
By: Springer Nature
نور بیا...

د روژې فقهي مسائل (۴۶)ځواب: عبدالغفار جُبیر۱۷۸ سوال: په روژه کي د ویکسو (Vicks) استعمال څنګه دئ؟ځواب: د ویکسو اثر دماغ ت...
28/04/2022

د روژې فقهي مسائل (۴۶)
ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱۷۸ سوال: په روژه کي د ویکسو (Vicks) استعمال څنګه دئ؟
ځواب: د ویکسو اثر دماغ ته رسیږي خو خپله ویکس نه رسیږي، له همدې کبله روژه نه په ماتیږي، لکه رانجه چي اثر یې حلق ته رسیږي خو رانجه نه رسیږي او داسي نور...
(مراقی الفلاح ص: ۲۳۸ باب مالا یفسد الصوم، بیروت: لا یکره الاکتحال بحال، و هو شامل للمطیب و غیره ولم یخصه بنوع منه، و کذا دهن الشارب ولو وضع فی عینیه لبنا او دواء مع الدهن فوجد طعمه فی حلقه لا یفسد صومه اذا لا عبرة بما یکون من المسام، و هکذا: بدائع الصنائع: ۲/ ۹۳ سعید، وهکذا: الهندیة: ۱/ ۲۰۳)
(کتاب الفتاوی: ۳/ ۳۹۴، فتاوی دارالعلوم زکریا ج: ۳ ص ۲۷۵/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله خالد/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷
۱۷۹: سوال: زه ناروغه وم، یوې زنانه ډاکترې زما په مخصوص اندام (قُبل) کي د شپې دوا کښېښول سهار مي روژه کړه، ایا دغه روژه مي درسته ده که یا؟
که چیر د روژې په حالت کي د ښځې په مخصوص اندام کي دوا کښېښول سي د علماء په اتفاق سره یې روژه ماته ده، او داچي تاسو د شپې دوا ایښې وه او سهار دي روژه کړه همدغه روژه دي درسته ده هیڅ مشکل نلري.
(الاقطار فی اقبال النساء یفسد بلا خلاف و هو الصحیح، الهندیة: ۱/ ۲۰۴، الدر المختار عی هامش رد المحتار: ۳/ ۳۶۹، کتاب الفتاوی ج۳: ص: ۳۸۱ لیکوال: مولانا خالد سیف الله خالد/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷
۱۸۰ سوال: ما د شپې پېشلمی وکړ، د ورځې ماپښین میاشتنۍ ناروغي (حیض) راته پیداسو، ایا زه روژه وخورم او که امساک وکړم؟
ځواب: ښه خبره داده چي په دغه وخت کي امساک وسي، کله چي ناروغه، مسافر او یا حائضه ښځه د ورځې په نیمايي یا اخره کي په روژه کي له مشکل سره مخ سي باید امساک وکړي.
( قال العلامه ابن عابدین: (قوله کمسافر اقام و حائض)... والاصل فی هذه المسائل ان کل من صار فی اخر النهار بصفة لو کافی اول النهار علیها للزمه الصوم فعلیه الامساک... و کذا کل من وجب علیه الصوم لوجود سبب الوجوب والاهلیة ثم تعذر علیه المضی... فانه یحب علیه الامساک الخ.(رد المحتار علی هامش الدر المختار ج۲، ص ۱۱۶ مطلب فی جواز الافطار بالتحری کتاب الصوم)
(فتاوی فریدیه: ج۲، ص: ۱۰۷/ محدث کبیر مفتی اعظم مفتی محمد فرید صاحب/ دارالعلوم صدیقیه زروبی ضلع صوابی/ ۲۰۰۷
۱۸۱ سوال: یو څوک د روژې په میاشت کي د ماښام وروسته بې هوښه سو د سبا د رو

Address

143yd
Kabul
DRTS

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اهل السنة والجماعت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to اهل السنة والجماعت:

Share