د افغانستان پوهنيزي پرمختیا خوځښت

Directions

د افغانستان پوهنيزي پرمختیا خوځښت د افغانستان د با استعداده ځوانانو د پیژندنی پاڹی ته ښه ?

Elum News ایلم نیوز
18/07/2026

Elum News ایلم نیوز

ستاسې خبر، ستاسې اثر!
WhatsApp: +44 7949 885429

05/07/2026

څرک دې دَ رڼا په خپل لوټ شوي ښار کې پاتې وای
درېغه ستوریه!ته خو چې‌په خپل مدار کې پاتې واې

موږ یؤ وخت په علمي ډګر کې نورو ته د علم او عمل لار ښوده او ډېر مو هڅول خو نن د هغه لارې په نیمه کې ولاړ پاتې یو او موږ ته اړتیا ده چې ومو هڅؤل شو...

افسوس پر دې چې ها وخت مو غوښتل چې موږ ټول په ګډه د تاریخ پاڼې واړوو مګر داسې ښکاري چې موږ خپله یؤ څو بې قدره او د سوءن وړ پاڼې جوړې شؤ...!

موږ مو یاد یو/وو؟

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت داسلامي معلوماتو څانګه د جمعې مبارکه شپه ده چې درود شریف مو هېر نشي
03/09/2020

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت داسلامي معلوماتو څانګه
د جمعې مبارکه شپه ده چې درود شریف مو هېر نشي

د غوره کمینټ ګټوونکې:ګران او باداستعداده ورور     د حدیث شریف په ویلو سره د نن ورځې ګټوونکې شو. مبارک دي وې. د لا بریا پ...
30/08/2020

د غوره کمینټ ګټوونکې:
ګران او باداستعداده ورور د حدیث شریف په ویلو سره د نن ورځې ګټوونکې شو. مبارک دي وې. د لا بریا په هیله!

30/08/2020

غوره کمینټ
سلامونه احترامات! ټول ملګرو ته یو ښه خبر: هر چا چې لس ویناوې وکړي او ډیر لایکونه یې واخیستل نو زموږ اداره په پلان کې لرې چې په یوه ځانګړي تحفه او ستاینلیک یې وه ناځوې.
په درنښت: محمد ابراهیم امین.

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت  اسلامي معلوماتو څانګه دجنت لنډه خاکه امام غزالی رحمه الله فرمایې:جنتیان به خوشاله، تا...
30/08/2020

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت اسلامي معلوماتو څانګه
دجنت لنډه خاکه
امام غزالی رحمه الله فرمایې:
جنتیان به خوشاله، تازه او روښانه وي او له سربندو بوتلو به جنتي شراب پرې څکل کېږي.
هغوی به تازه او سپینو مرغلرو نه جوړو شویو خېمو کې د سرو یاقوتو په ممبرونو ناست وي.
په خېمو کې به د شنو قالینو فرش خور وي، د نهرونو په غاړه به تکیه ګانې پرتې وي، خېمې به له خدمتګارانو ډکې وي.
له شرابو او شاتو نه به خوندونه اخلي، خېمو کې به پیمخې او غټو غټو سترګو والا حورې ګرځي.
هغه به داسې ښځې وي، لکه یاقوت چې پړقېږي، چې نه به پېري لاس وروړی وی او نه انسان.
هغوی به جنت کې په ناز او ادا ګرځي او له هغوی چی کومه یوه روانه شي، نو اویا زره هلکان به د هغې لباس اوچتوي، داسې سپینې لوپټې به یې په سر وي، چې سترګې به ورته حیرانیږي، د هغوی په سرونو به د یاقوتو او مرغلرو تاجونه وي، په سترګو به یی سورمې وي، خوشبویې به یې لګولي وي.
زوړتوب او مفلیسي نه به بې خوف وي، د هغې محل به د ښایسته باغونو مینځ کې وي، چی په مینځ کې به د شرابو ښایسته جامونه ګردش کوي، چی د څکونکو لپاره به د لذت نه ډک وي، دا شراب به د لالونو غوندې ښایسته خدمتګاران ګرځوي.
دا شراب به دوی د اعمالو په صله ورکول کیږي، په مخونو به یې خوشالی او تازه ګي وي. له ذلت او رسوایۍ سره به یې هیڅ سروکار نه وي، بلکې د عزت مندو بنده ګانو په څیر به جنت کې اوسیږي او د خپل رب نه به رنګ رنګ تحفې اخلي، د زړه د خوښې شیانو کې به همیشه اوسیږي. نه به ورباندې څه ډار وي او نه غم او مرګ نه محفوظ جنت کی به عیش کوي او د جنت میوې او غذا وي به خوري او هغه د نهرونه نه به شیدې، شات، او شراب څکي، د هغو نهرونو ځمکه به د سپینو زرو وی او خاوره به د مشکو وی او ګیا به یې د زعفرانو وی او د هغې د وریځو نه به د کافور په غونډیو د نسرین باران وریږي.
هغوی ته به د سپین زرو پیالې ورکول کیږي چې لالونه اومرغلری به ورباندې لګیدلي وي، چې هغه به د سلسبیل شرابو نه ډکی وي، چې سور رنګ به یې له ورایه ښکاري او دا د به داسې نوکرانو په لاسونو کې وي چې مخونه به لکه لمر ځلیږي؛ مګر په لمر کې هغه ښایست چیرته کوم ښایست چې په دې نوکرانو کی وي زونږ په هغه شخص تعجب کیږی د دې لږ لږ صفاتو لرونکو کورونو باندی ایمان لري او دا یقین لري چی ددې کور خاوندانو ته به مرګ نه راځي او نه به څه مصیبت ورباندې راځي له دې سره سره څنګه دې کور سره زړه لګوي چې د تباهی فیصله یی شوی ده؛ نو غوره داده چې دا فاني دنیا پریښودل شی او جنت ته پرې ترجیح ورکرل شي، ځکه ددې ختمیدل یقیني دي، نو پریښودل یې ډېر ضروری دي، ځکه جنت والا د هرې ویرې نه بې فکره بادشاهان دي، د هر قسم لذتونو او خوشالیو نه به برخمن وي، هغوی دپاره به جنت کې هر هغه څه وي، چې د دوی زړه یې غواړي او هرره ورځ به د عرش الهی لاندې د خپل رب کریم دیدار کوي، هغوی ته به د الله رب العزت دیدار کې دومره خوند حاصلېږي، چې بل هیڅ شي کې به نه وي، هغوی به همیشه په دغو لذتونو او نعمتونو کې وي او ددې د زوال نه به بې فکره وي.
حضرت ابوهریره رضی الله عنه د نبی علیه السلام ارشاد نقل کوي: یو اعلان کونکی به اعلان وکړي، ای اهل جنته!
تاسو به همیشه تندرسته یاست، کله به هم نه ناروغه کېږئ، ژوندي به یئ او مرګ به درته نه راځي، ځوانان به یی زړیږئ به نه، نعمتونو کی به یی مفلس کیږی به نه.

د امام غزالی رحمه الله علیه له احیاءالعلوم کتاب څخه ژباړه

غوره کمینټیوه ښایسته وینا مو کمینټ کړي. د هر چا وینا چې زیات لایکونه واخیستل نو عکس او وینا به یې پوسټ کیږې.نوټ: خپلې وی...
29/08/2020

غوره کمینټ
یوه ښایسته وینا مو کمینټ کړي. د هر چا وینا چې زیات لایکونه واخیستل نو عکس او وینا به یې پوسټ کیږې.
نوټ: خپلې وینا لایک هم ورکولاې شی.
نتیجه سبا معلومیږی.

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت داسلامي معلوماتو څانګه دنبی اکرمﷺ ارشادمبارک دی: چی کله دمعراج په شپه ما دحضرت ابراهیم...
28/08/2020

د افغانستان پوهنيزي پرمختيا خوځښت داسلامي معلوماتو څانګه
دنبی اکرمﷺ ارشادمبارک دی:
چی کله دمعراج په شپه ما دحضرت ابراهیم (ع) سره وکتل، نو هغوئ وفرمایل، ای محمد (ص) خپل اُمت ته زماسلام وایه او دا ورته اوایه چی د جنت ډیره سپیڅلی خاوره ده او ډیری ښی اوبه یی دی خو هغه بلکل هوار میدان دی او د هغی ونی اوبوټی(سُبحَانَ الله وَالحَمدُالله وَلاَاِلهَ اِلالله وَالله اَکبَر)دی، څومره چی دچا زړه غواړی هغومره باغ دی جوړکړی

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان پوهنيزي پرمختیا خوځښت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share