06/03/2025
د حamس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند ابو عبeده په تازه څرګندونو کې ویلي چې، اسلامي امت به هېڅکله په پښو ونه درېږي او نه به یې تر هغې کوم حیثیت وي، ترڅو چې دا مبارکه ځمکه (د فلsطین خاوره) د اشغaلګرو له ناپاکۍ څخه پاکه نهشي.
نوموړي د غzې د مظلومو خلکو ستونزو او وروستیو ننګونو ته په اشارې د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي: «مسلمان ولس ستاسو د سترګو پر وړاندې له لوږې او د جبري کډوالۍ له ګواښ سره مخامخ دی.»
ابو عبeده د خبرو پر دوام، په سoریه او لبنان کې د صhیونیستي رژیم وروستیو حرکاتو ته په اشارې د نړۍ مسلمانانو ته ویلي: «مخکې تر دې چې د ظالمانو لاسونه ستاسو تر کورونو در ورسي تاسې د خپل عزت د ساتنې لپاره څه کړي دي.»