لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی

لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی د لوړو زده کړو وزارت رسمي پانه
صفحه رسمی وزارت تحصیلات عالی

په پکتیکا پوهنتون کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۷۳۶ زره افغانیو په ارزښت د محصلینو لیلیې د جوړېدو پاتې چارې پیل شوېپه همدې م...
04/08/2026

په پکتیکا پوهنتون کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۷۳۶ زره افغانیو په ارزښت د محصلینو لیلیې د جوړېدو پاتې چارې پیل شوې
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي، د یاد پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د ولایتي ادارو یو شمېر استازو ګډون کړی و.
د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د افغانستان په تحصیلي مراکزو کې د رغونې او بیا رغونې کارونه، تعلیم او تحصیل ته د ا.ا.ا ژمنتیا وبلله او ویې ویل، چې د هرې ادارې مسؤلین او په ټوله کې نظام په دې هڅه کې دی، چې افغانانو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته سهولتونه ایجاد کړي.
هغه همداراز زیاته کړه: «اوس الحمدلله په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، په پوهنتونونو کې د مسلکي او تخصصي زده کړو ترڅنګ زموږ د بچیانو عقیدې، فکر او اسلامي روزنې ته هم پوره پاملرنه کېږي.»
همدارنګه د پکتیکا پوهنتون رئیس سید محمد داؤد اغا هاشمي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د لیلیې یاده پروژه په شپږ پوړونو کې جوړیږي، چې یوه تهکاوي، محصلینو لپاره ۱۵۰ اطاقونه، ۵ دهلیزونه او د اوسېدو نورې اړینې اسانیاوې لري او لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې پاتې چارې به د روان ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
به ارزش حدود ۳۰ میلیون و ۷۳۶ هزار افغانی، کار باقی مانده ساخت لیلیه محصلان در پوهنتون پکتیکا آغاز گردید

در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، والی پکتیکا، رهبری پوهنتون یاد شده، استاد و شماری از نمایندگان ادارات ولایتی شرکت کردند.

مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا، راه اندازی پروژه ‌های انکشافی و بازسازی در مراکز تحصیلی افغانستان را تعهد ا.ا.ا به تعلیم و تحصیل خوانده و گفت که مسئوولان تمامی ادارات و در مجموع نظام، در تلاش‌ اند تا سهولت ‌های لازم را برای مردم افغانستان، به‌ ویژه جوانان فراهم سازند.

وی همچنان افزود: « الحمدلله اکنون نظام اسلامی در افغانستان حاکم است، در کنار آموزش های مسلکی و تخصصی، به عقیده، فکر و تربیه اسلامی فرزندان مان در پوهنتون ها نیز توجه کامل صورت می گیرد.»
همچنان سید محمد داود آغا هاشمی، رییس پوهنتون پکتیکا، ضمن خیر مقدم گویی به مهمانان، معلوماتی را در مورد این پروژه ارایه کرد.

پروژه یاد شده لیلیه در شش

د فاریاب پوهنتون ۸ پوهنځيو له بېلا بېلو څانګو څخه ۷۳۶ تنه محصلین فارغ شولپه همدې مناسبت د فاریاب پوهنتون ورزشي جمنازیوم ...
04/08/2026

د فاریاب پوهنتون ۸ پوهنځيو له بېلا بېلو څانګو څخه ۷۳۶ تنه محصلین فارغ شول
په همدې مناسبت د فاریاب پوهنتون ورزشي جمنازیوم کې جوړې شوې فراغتغونډه کې د فاریاب ولایت مرستیال والي، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، علماء کرامو، د فاریاب پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د فارغو شویو محصلینو خپلوانو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د فاریاب مرستیال والي مولوي نصرت الله فیضاني پر دا ډول غونډو خوښي وښوده او له فارغو شویو محصلینو یې وغوښتل چې له خپلو زده کړو په استفادې په پوره صداقت او اېماندارۍ د خپل ملک او خلکو خدمت وکړي.
همدارنګه د فاریاب پوهنتون رئیس مولوي عبدالرازق شاکر وویل چې د نن ورځې فارغان د ملک ستره علمي پانګه ده او زیاته یې کړه چې فاریاب پوهنتون همېشه هڅه کوي چې ټولنې ته متعهد، متخصص او دینداره ځوانان وروزي، څو په راتلونکي کې خپل مسؤلیت ته ژمن وي.
د یادونې وړ ده چې په دغو فارغانو کې د ادبیاتو او انساني علومو، ښوونې او روزنې، حقوق او سیاسي علومو، انجنیري، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، شرعیاتو او کرنې پوهنځيو محصلین شامل وو.

د کندز پوهنتون ۷ پوهنځيو ۲۶ څانګو څخه ۵۵۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شولپه همدې مناسبت په کندز پو...
04/08/2026

د کندز پوهنتون ۷ پوهنځيو ۲۶ څانګو څخه ۵۵۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول
په همدې مناسبت په کندز پوهنتون کې جوړې شوې فراغتغونډه کې د کندز ولایت والي الحاج مولوي نصرالله مطیع، د امام قتیبه بن سعید دیني جامعې رئیس، د علماوو شورا غړي، د ولایتي ادارې یو شمېر مسؤلینو، د کندز پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د کندوز ولایت والي مولوي نصرالله مطیع وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او تعلیم ‌یافته ځوانان د ملک د راتلونکي اصلي پانګه ده او ویې ویل چې ځوانان باید په خلکو کې د یووالي او اتفاق روحیه پیاوړې وساتي.
همدارنګه د کندز پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت وویل چې د پوهنتون هڅه دا ده، څو محصلان د دیني او عصري علومو په رڼا کې وروزي، چې د ملک د پرمختګ او ټولنې د خدمت لپاره چمتو شي. هغه زیاته کړه چې پر محصلانو د بیت ‌المال بودیجه مصرف شوې، نو له همدې امله د ټولنې او خلکو پر وړاندې دروند مسئولیت لري.
د یادونې وړ ده چې په دغه فراغتغونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې، زراعت او وترنري پوهنځیو محصلین شامل وو.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او کونړ ولايت د پنځو بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ‌ليکونه لاسلیک شول...
04/08/2026

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او کونړ ولايت د پنځو بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ‌ليکونه لاسلیک شول.

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځو بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیکونه د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه په حضور کې د یاد پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري لاسلیک شول.

د دغو هوکړه لیکونو پر اساس به یادې ادارې د یو بل له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې فرصت پیداکړي او د پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو زمينه به برابره شي.

یاد هوکړه لیکونه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ ولایت د علماوو شورا، جهادي مدرسې، د ارشاد، حج او اوقافو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت او د اطلاعاتو او کلتور رياستونو تر منځ لاسلیک شول.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تفاهم‌نامه‌های همکاری مشترک میان پوهنتون سید جمال‌الدین افغانی و پنج اداره مختلف ولایت کنر به امضا رسید.
به‌ منظور ارتقای ظرفیت‌های علمی و مسلکی محصلان این پوهنتون، تفاهم‌ نامه‌های همکاری دوجانبه میان پوهنتون سید جمال‌الدین افغانی و پنج ریاست مختلف ولایت کنر، با حضور داشت الحاج مولوی قدرت‌الله ابوحمزه، والی ولایت کنر، توسط الحاج مولوی عبدالواسع منصور رئیس این پوهنتون، به امضا رسید .
بر اساس مواد این تفاهم ‌نامه‌ها، طرفین فرصت خواهند یافت تا از امکانات و ظرفیت‌های یکدیگر استفاده نموده و زمینه را برای فراگیری آموزش‌های عملی و کسب تجربه‌های لازم برای محصلان پوهنتون فراهم گردد.
قابل ذکر است که این تفاهم ‌نامه‌ها میان پوهنتون سید جمال‌الدین افغانی، ریاست‌های شورای علمای ولایت کنر، مدرسه جهادی، ریاست ارشاد، حج و اوقاف، ریاست تعقیب و نظارت بر فرامین و احکام، و ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت به امضا رسیده است.

Address

Kabul
Kabul

Telephone

0767621257

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share