اسلامی اوطبی معلومات

اسلامی اوطبی معلومات اسلامی اوطبی معلومات

10/02/2025
19/08/2022

يې ځل #درودشریف ضرور اولولې
∆بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْم∆

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ∆كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ•
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ∆ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ•

شير کول صدقه جاريه ده

06/07/2022

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجه شه!
۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.
۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!
د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا
د عرفې د ورځې ده.

۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر).
۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.
۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتما وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.
۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.
۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.
له نورو ملګرو سره يې د ثواب په خاطر شير کړئ!

24/04/2022

سکبیس دپوستکی یوډول ځانګړې ساری ناروغی ده
چی دsarcopty scabis پرازیټ څخه رامنځته کیږی.دا ناروغی امکان لری چی هر شخص ته انتقال شی مګر هغه خلک ورباندې ډیر اخته کیږی چی مشترک ډول یو اطاق کی ژوند کوی.هرکله چی دامیکروب یوکس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیداکیږی او ټول بدن یی خارښت پیداکوی.
نښې نیښانې یی:
①کله چی دامیکروب پوستکی ته داخل شی نوشخص ته شدید خارښت پیداکیږی داخارښت دشپې لخوا ډیر او دورځې لخواکم وی.
②په پوستکی باندی وړې وړې سرې دانې راخیژی چی کله دیر وګرول شی نو وینه کوی.
③اکثرا خارښت دتناسولی الې په شا اوخوا کې وی هم په ښځو اوهم په نارینو کی.
④په ماشومانو کی دپښو په تلو دلاسونو په ورغویو کی اوپه تناسولی برخو کی زیات لیدل کیږی.
دمخنیوی لارې یی؛
①که چېرته موپه په کورنی کی کوم شخص ته خارښت وو نو کوشش وکړی چی اطاق یی جدا کړی او دسکبیس تداوی ورته شروع کړی.
②کوشش وکړی چی لباسونه(جامې)مو سرچپه اوتو کړی.دورځې یی لمرته اچوی او دشپې لخوا یی ازاده هوا کی اچوی.
③کوشش وکړی خپله کمپله روجایی اوتوشک لمر ته واچوی او که په کور کی مو هر څومره وګړی په خارښت اخته وی نو ټولو تداوی په یوه ورځ شروع کړی.
درملنه یی: اړل باید خارښت ضدلاندې دواګانې توصیه شی تر څویی خارښت آرام شی.
1-Tab-Cetrizin
2-Tab-Lorotidin
3-Tab-Fexofenadin
پورتنی دواګانې موقت خارښت اراموی اوحقیقی تداوی یی به لاندې ډول ده:
1-Lice onil cream (Lindon)
داپورتنی ملهم باید دهر شخص لپاره دری دانې استعمال شی.
داستعمال طریقه یی:
①باید ځان په صابون ښه ومینځی.
②یو دانه ملهم له مری ښکته به ټول بدن ولګوی.
بله شپه بل ملهم ولګوی اودریمه شپه بل ملهم ولګوی.
په بله ورځ بیا خپل ځان ومینځی او پاکې جامې واغوندی.
نوټ؛ که پورتنی طریقه په درسته اوسمه توګه ونه کاروی شاید دا مرض تاسو سره تر دیره وخته پوری پاتې شی.په یاد ولری که په کورنی کی مونور کسان هم په دناروغی اخته وی بیاد هغوی هم په یوه ورځ تداوی شی.خصوصا ښځه او خاوند ځمه چی دامرض له یونه بل ته بیا انتقالیږی.

23/04/2022

دغه دُعا ډيره ښایسته ده، وې لوله او له زړه آمين ووايه او نورو ته یی وليږه.
کيداي شي د نورو په آمين سره ستاسو دُعا قبوله شي.

*⚡ای اللہ رب العزته

💧ای د ټول کائنات شهنشاہ
💧ای د ټول مخلوق ساتونکیه
💧ای د ژوند او د مرګ فیصلہ کونکيه

💧ای د آسمانونو او ځمکې مالکه
💧ای د غرونو او سمندرونو مالکه
💧ای د انسانانو او پيريانانو معبوده
💧ای د عرشِ اعظم څښتنه
💧ای د فرشتو معبوده
💧ای د عزت او ذلت خاونده
💧ای د رنځورانو شِفا کونکيه
💧ای د بادشاهانو بادشاہ
💧ای اللہ مونږ ستا گنهکار بندګان یو
💧ستا خطاکار بندګان یو
💦زمونږ گناهونه راته وبښه🙏
💦زمونږ خطاګانې را وبښه🙏
💦ای اللہ زمونږ د مخکنیو او وروستنیو، صغیرہ او کبیرہ ټولو گناهونو، خطاګانو او د نافرمانیو بښنه راته وکړه🙏
💦ای اللہ رب العزت مونږ له خپلو گناهونو څخه توبه کوو، زمونږ توبه قبوله کړه
💦ای اللہ مونږ گنهګاریو، سیاہ کاره یو ،بدکاره یو ستا د احکامو نافرمانه یو ناشُکره یو لیکن زمونږ معبود يواځې ته یی، ستا د توحید گواهي ور کوو.
💦ستا څخه پرته بل څوک د عبادت لائق نه وینو.
💦ستا څخه پرته بل څوک د بندگۍ لائق نه وینو،
💦ستا څخه پرته بلڅوک د تعریف لائق نه وینو
💦زمونږ معبوده زمونږ گناهونه ستا له رحمت څخه لوی نه دي.
💦ته مو په خپل رحمت سره زمونږ گناهونه را وبخښه🙏
💦ای اللہ مونږ د گمراهۍ له لارو څخه لرې او د صراط المستقیم په لار برابر کړه
💦ای اللہ مونږ ته د ښه لمونځ کولو توفیق راکړه
، په کوم لمونځ چې ته راضي کيږې.
💦 په ژوند کې مو د نیکو اعمالو توفیق راکړه،
په کوم اعمالو چې ته راضي کیږې.
💦 ای د کاینات مالکه مونږ ته په ايمان ژوند او په ایمان مرګ راکړه
💦ای اللہ مونږ ستا د احکامو فرمان برداره وګرزه وه، او ستا د ګران حبیب جنابِ محمد رسول اللہ(صلی للہ علیه وسلم) د نیکو او پاکیزہ آدابو پالونکي وګرزه وه.
💦ای اللہ له مونږ څخه پریشاني لرې کړه
💦ای اللہ څوک چې مریضان دي هغوی ته شفاءکامله ور نصيب کړه
💦ای اللہ څوک چې د قرضو له بوج څخه لاندې دي، هغوی د قرضو له بوج څخه ژر خلاص کړه
💦ای رب العزت له شیطان څخه مو په خپل رحمت کې وساته
💦ای اللہ د اسلام دښمنانو ته هدایت وکړه
💦ای اللہ د حلال رزق د ګټلو توفیق را په برخه کړه
💦ای پروردگارِ عالم مونږ له حرامو څخه لرې وساته
💦ای اللہ زمونږ ټول شرعي حاجتونه را پوره کړه
💦 ای متعال ربه زمونږ دُعاګانې په خپل رحم او کرم سره قبولې کړه

*"ای زما پروردگاره د خپل ګران محبوب حضرت محمدﷺ په شفاعت چې په ټوله دُنیا کې څومره مسلمانان مړه شوي، دي، هغوی ته د ګناهونو مغفرت وکړه، هغوی د قبرونو له عذاب څخه وساته.
*ای زما الله د خپل حبیبﷺ په شفاعت څوک چې همدا دُعا نورو ته لیږي د هغوي ټول ګناهونه ور وبښه، په هر کار کې یې برکت ور واچوه او نَصیبونه یې ور خلاص کړه.
یاالله (ج) هرچاچې دغه دعاماته رالیږلې د هغه ټول اسلامي حاجتونه ورپوره کڔه!
آمين،ثم امین.🙏🙏

22/04/2022

﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ۝ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ۝ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ۝ تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ ۝ سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ۝﴾
د قدر د شپې عبادت د زرو میاشتو (۸۳ کالو) د عبادت سره مساوي دئ. راځئ، دا مفت ثوابونه وګټو، شاید بلي روژې ته ژوندي نه یو.
د قدر شپه کله ده؟
ددې شپې د تعین په اړه د علماوو مختلف نظرونه دي، څوک یو او څوک بیا بل نظر لري. دا چي دا شپه کله ده قوي روایات په لاندي ډول دي:
دا شپه په اخرو لسو شپو کي ده:
دا شپه الله جل شانه د روژې په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژې و اخير ته ستړي وي او ډيرو عباداتو کمزوري کړي وي نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډير وکړي تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي.
په اخرو لسو کي بیا په طاقو شپو کي ده:
او په دا لسو شپو کښي ئې ځکه پر طاق شپه برابره کړه چي (ان الله وتر و يحب الوتر) يعني الله جل شانه طاق دئ او طاق خوښوي. يعني د ٢١، ٢٣، ٢٥، ٢٧ او ٢٩ شپې.

په اخرو لسو کي د طاقو شپو په منځ کي د ۲۷ په شپه ده:
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دئ، په دي هکله رئيس المفسرين حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم (٢٧) شپه د قدر شپه ده. ځکه که چيري وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او د ليلة القدر الفاظ ځکه حساب کړل سي (٩) حروف دي، اوس که چيري د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
یو بل دلیل:
د روژې اوويشتم شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي، چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي ؤ چي د شپې پيره داري به ئې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل، چي نه پوهېږم په کال کي يو وار د دا درياب تروې او ترخې اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پېښ سوې ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى، چي د شربتو په شان خوږې دي، نو ئې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي، چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب و کړ دا شپه د اوويشتم (٢٧) شپه وه.
الله جل شانه دي ددې شپې تر څنګ د ژوندانه د هري شپې او هري لحظي د عبادت، اطاعت او فرمانبردارى توان او توفيق راکړي. اللهم امين

19/04/2022

⭕ یـوازي تـه بـريـالـی شوي !

◀ کله چې يو صحتمند نارينه د خپلې مېرمنې سره يو ځای شي ، د دغه نزديکت له کبله چې کوم رطوبت يا مني
د نارېنه نه د مېرمنې بدن ته داخلېږي تقریبا څلور سوه 400 ميلیونه سپرم پکې موجود وي . د منطق پر بنياد که دغه ټول سپرم د مېرمن رحم ته لار پيدا کړي ، څلور سوه ميلیــونه بچي به وزېږوي ، خو داسې نه کېږي .

◀ د سپرم دغه څلور سوه 400 ميلیوني لښکر.چې کله د مېرمن بدن ته داخل شي ،.ټول د لېونيانو غوندې د تخمی په لور منډې وهي . دغه ستره سيالۍ کې يوازې درې سوو نه تر پنځه سوو سپرمو پورې ځان تر رحمه رسولی شي ، او نور يې لاره کې د مرګ خولې ته ورځي . په دغه درې يا پنځه سوو سپرمو کې بیا ځلې سيالۍ ترسره کېږي . په دغه سيالۍ کې يوازې يو مضبوط او قوي سپرم په تخمی کی داخلیږی او پکې نشست کوي او نور ټول له منځه ځي .

⭕ آی انـسانه ! ته پوهېږې چې دغه قوي ، فاتح او نېکمرغه سپرم څوک دی ؟ دغه نېکمرغه ، خوشبخته او مضبوط سپرم ته يې ، چې دا ليکنه لولې او دغه ستره او عظيمه سیالۍ دې ګټلې .

◀ آيا تاسو کله د دغې سترې سيالۍ په هکله فکر کړی ؟

◀ کله چې ته د نارينه نه د ښځې وجود ته داخل شوې . سترګې ، لاسونه ، پښې او سر دې نه درلود . خو بيا هم په دغه ستره معرکه کې بريالی شوې . کله چې تا مبارزه کوله د عقل او دماغ په نوم دې څه نه لرل خو بيا هم ګټونکی شوې . همدا رنګه تاسو تعليم نه درلود چا درسره مرسته کوله ، خو ته بريالی وې . ستا يوازېنی هدف هغه منزل و چې ميليونونو سپرمونو يې په لور د تلو تکل کړی وو .

◀ په ميليونونو سپرمونو کې يوازې تا ځان هدف ته ورساوو . وروسته بيا ډېر ماشومان د ميندو له رحم نه وغورځېدل خو ته بچ شوې او نهه مياشتې دې هلته پوره کړې . ډېر ماشومان د زېږون پر وخت تلف شول خو ته تلف نشوې .

◀ وروسته بیا ميليونونه انسانان د ژوند په کږلېچو کې له منځه لاړل ، خو ته لا ژوندی يې اوس نو ولې له دغه تکراري پېښو ډارېږي او ورخطا کېږې ، او د مايوسيو غېږ ته پناه وړې ؟ تاسو ولې فکر کوئ چې د ژوند لوبه مو بايللې ؟ تاسو ولې خپل اعتماد له لاسه ورکړ ؟

◀ اوس خو له تاسره ورور ، خور ، بهترين دوست او د ژوند ټول امکانات شته . اوس ته لاسونه او پښې لرې . د تعليم په زېور سنبال انسان يې . د ژوند د تنویر او تدبير لپاره عقل او منطق لرې . که مرستې ته اړتيا پيدا کړې خلک درسره مرسته کوي خو بیا هم ته له ژونده نا هیلی ښکارې حال دا چې تا خو د ژوند په لومړيو ورځو کې شکست ونه مانه .

↩ ستاسي د روغتیا په هیله !

⭕ پورته لیکنه که مو خوخه شوه نشر share یی کړئ !

☜ که لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه .

25/03/2022

واقعی ډیر ښه خوند کوی
مــــحــمــد

ﷺﷺﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺﷺﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺﷺ ﷺ
ﷺ ﷺﷺ




ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺﷺﷺ

ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺﷺﷺﷺ

ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺﷺﷺﷺﷺﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺﷺ





🌹🌹🌹
وایاست یی او پسی مخته ځی
ځکه ډیر په مینه لیکل سویدی

ﷺﷺﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺﷺﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺﷺ ﷺ
ﷺ ﷺﷺ




ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺﷺﷺ

ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺﷺﷺﷺ

ﷺ ﷺ

ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ

ﷺﷺﷺﷺﷺﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ



ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ


ﷺ ﷺ
ﷺ ﷺ
ﷺﷺ





ته یی هم واستوه

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلامی اوطبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share