23/01/2022
د فلسطین په یو ښوونځي کې یوې ښوونکې له شاګردانو صنفي ازموینه واخیسته او ورته یې وویل چې هر چا لوړې نمرې واخیستې نو هغې ته به یو جوړ کالي او یو جوړ بوټان انعام ورکول کېږي، کله چې ازموینه واخیستل شوه نو د ټولو زده کوونکو نمرې مساوي وي نو ښوونکې د پچې اچولو ( قرعه کشۍ ) پیشنهاد وکړ او ټولو زده کوونکو ته یې وویل چې هر یو خپل نوم ولیکئ او په دغه قوطي کې یې واچوئ، ښوونکې ټول کاغذونه ګډوډ کړل او له منځ ځنې یې یو کاغذ راجګ کړ، کله یې چې کاغذ خلاص کړ د وفا عبدالکریم نوم پرې لیکل شوی و، دغه یتیمې انجلۍ چې کله انعام تر لاسه کړ نو له ډېرې خوشحالۍ یې سترګو کې اوښکې راغلې، کله چې ښوونکې کور ته لاړه او خاوند ته یې کیسه کوله نو هم ډېره خوشحاله وه او هم یې ژړل ، کله یې چې ترې خاوند پوښتنه وکړه نو ښوونکې ورته وویل چې خوښه پر دې یم چې یوې یتیمې انجلۍ کالي او بوټان تر لاسه کړل او اوښکې د خپلې بې حسۍ لپاره تویوم، ځکه کله مې چې د قرعه کشۍ د قوطي نور کاغذونه ولیدل نو په هر یو کاغذ د وفا عبدالکریم نوم لیکل شوی و، هغه مجبوریت چې د وفا عبدالکریم کوچنیو ټولګیوالو حس کړی ، ولې تر اوسه ما نه و حس کړی؟
#د اردو ژبې د یوې صفحې د لیکنې څخه لنډیز
Mohammad Khalid Karimi
کاپی