07/07/2024
په قلبي صدري او وعایي ناروغیو انسټيټيوټ کې نرسانو ته د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوه
د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۱۴مه نېټه د کابل طبي علومو اړوند په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کې د دغه انستیتیوت له لوري نرسانو ته د ظرفیت لوړونې او مهارتونو د انتقال په موخه د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوه.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې یو شمېر استادانو او متخصص ډاکټرانو هم ګډون کړی و.
د صدري او قلبي وعایي ناروغیو انسټيټيوټ سرطبیب پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ د دغه ورکشاپ د پیل په غونډه کې وویل: چې دغه ډول ورکشاپونه د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت کچې د لوړوالي په موخه تر سره کېږي.
نوموړي زیاته کړه: چې د نرسانو لپاره دغه ډول روزنیز ورکشاپونه به د متخصصانو له لوري په یاد انسټيټيوټ کې دوام ولري.
په دغه ورکشاپ کې چې یو شمېر روغتیایي کارمندانو (نرسانو) ګډون درلود، د جدي مراقبت څانګې سر پرستار بنیامین امین له لوري د نرسنګ برخې اړوند مسایلو په اړه معلومات وړاندې شول.
ــــــ
روند ورکشاپ های آموزشی در انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی آغاز یافت
روند ورکشاپ های آموزشی به هدف ارتقای ظرفیت و آموزش مهارت لازم مربوط به بخش نرسنگ برای کارمندان صحی(نرس ها) روز پنج شنبه 14 سرطان سال جاری از سوی این انستیتوت طی محفلی افتتاح و شروع شد که در محفل افتتاحیه این ورکشاپ شماری از استادان و داکتران نیز شرکت کرده بودند.
پوهنیار دوکتور احمد فواد وردک سرطیب انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی می گوید که این نوع ورکشاپ ها به منظور سطح بلند بردن ظرفیت علمی پرسونل صحی موثر می باشد. وی افزود ورکشاپ های آموزشی برای نرس ها از سوی متخصصین در این انستیتوت ادامه خواهد داشت.
در این ورکشاپ که شماری از کارمندان صحی(نرس ها) اشتراک کرده بودند از سوی بنیامین امین سرپرستار بخش مراقبت های جدی مسایل مربوط به بخش نرسنگ آموزش داده شد.
قابل ذکر است که این نوع ورکشاپ ها و کنفرانس های علمی در این انستیتوت ادامه داشته و هفته یک بار برگزار خواهد شد.