Kabul University - د کابل پوهنتون

Kabul University - د کابل پوهنتون تأسيس: ١٣١١ش/Established: 1932
(3)

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شود کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پو...
30/12/2025

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شو

د کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د مسلکي ټرینرانو له لوري ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنیزو څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو ارزښت، د تجربوي پلان جوړونه، د تجربوي څېړنو عناصر او اصول، د میخانیکي تېروتنو او سیالۍ اغېزې، د خاورې نیمګړتیا، د تجربوي پټیو نمونې اخیستل، سروې او د څېړنیزو
معلوماتو د بدلون ډولونه تر بحث لاندې ونیول شول.

همدارنګه په کې د احصائیوي آزموینو او تجربوي ډیزاینونو موضوعات؛ لکه t-test یو فکټوري، دوه فکټوري او درې فکټوري تجربې، LS, RCBD, CRD سپلیټ پلاټ او سټرېپ پلاټ ډیزاینونه، د درملنو اوسطونو پرتله، ګډ تحلیل، د کوارینس تحلیل، خطي ریګریشن او همبستګي او د star سافټویر عملي کارونه شامل وو.

ياد ورکشاپ د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت تر نظارت لاندې ترسره شو او په کې د هيواد د ٣٥ ا.ما.رتي پوهنتونونو د زراعت پوهنځیو استادان ګډونوال وو.
نېټه: سه شنبه
۱۴۰۴/ ۱۰/۱۰ هـ ش ـــ ۱۴۴۷/۰۷/۱۰ هـ ق
***

برگزاری ورکشاپ « دیزاین تجربی» تحقیقات زراعتی

ورکشاپ سه‌روزه تحت عنوان « دیزاین تجربی تحقیقات زراعتی» توسط ترینرهای مسلکی پوهنځی زراعت پوهنتون کابل برگزار گردید.

در این ورکشاپ موضوعاتی چون معرفی تحقیقات زراعتی، اهمیت تحقیقات بنیادی و تطبیقی، طراحی پلان‌های تجربی، عناصر و اصول تحقیقات تجربی، تأثیرات خطاهای میخانیکی و رقابت‌ها، نقایص خاک، نمونه‌گیری از پلات‌های تجربی، سروی و انواع تغییرات در اطلاعات تحقیقی مورد بحث قرار گرفت.

همچنان، موضوعات مربوط به آزمایش‌های آماری و طراحی‌های تجربی نیز شامل برنامه بود، از جمله آزمون t، تجربیات تک‌فکتوری، دو فکتوری و سه فکتوری، طراحی‌های LS، RCBD، CRD، اسپلیت پلات و استریپ پلات، مقایسه میانگین‌های تیمارها، تحلیل ترکیبی، تحلیل کوواریانس، رگرسیون خطی و همبستگی، و نیز کاربرد عملی نرم‌افزار STAR آموزش داده شد.

این ورکشاپ تحت نظارت معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل برگزار شد و استادان پوهنځی‌های زراعت از ۳۵ پوهنتون دولتی کشور در آن اشتراک داشتند.

تاریخ: سه‌شنبه
۱۰/۱۰/۱۴۰۴ هـ ش ــ ۱۰/۰۷/۱۴۴۷ هـ ق

ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د نومليکنې خبرتیا!اطلاعیه ثبت نام در برنامه های ماستری و دکتورا!
24/12/2025

ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د نومليکنې خبرتیا!
اطلاعیه ثبت نام در برنامه های ماستری و دکتورا!

د هايدروميترولوژي څانګې لپاره د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شود کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایدرومیترولوژي څانګې د ...
22/12/2025

د هايدروميترولوژي څانګې لپاره د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایدرومیترولوژي څانګې د استادانو په هڅو په دې پوهنځي کې د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو او د يوې غونډې په ترڅ کې يې پرانیستنه وشوه.

د محصلینو د عملي زده کړو پياوړتيا د یاد سټیشن د بيا فعاليدو له اساسي موخو څخه ده.

همدارنګه به له یاد سټیشن څخه د هوا پېژندنې ترڅنګ د باد د سرعت او د واورې او باران د ورښت د کچې په معلومولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۰۴/۱۰/۱ هـ ش ــ ۱۴۴۷/۰۷/۱ هـ ق
***
ایستگاه هواشناسی دیپارتمنت هایدرومیترورولوژی دوباره فعال شد

با تلاش اساتید پوهنځی زمین شناسی دیپارتمنت هایدرومیترورولوژی پوهنتون کابل، ایستگاه هواشناسی در این پوهنځی دوباره فعال و طی جلسه‌ای افتتاح شد.

تقویت آموزش عملی محصلین از اهداف اصلی فعال شدن مجدد این ایستگاه است.

این ایستگاه علاوه بر هواشناسی، برای تعیین سرعت باد و میزان برف و باران نیز مورد استفاده قرار خواهد گرفت.

تاریخ: دوشنبه
1/10/1404 ه ش - 1/07/1447 ه ق

د کابل پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا!اطلاعیه بست کادری علمی پوهنتون کابل!وېبسایټ:ku.edu.af‎واټساپ کانال:‪whatsapp.com/ch...
15/12/2025

د کابل پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا!
اطلاعیه بست کادری علمی پوهنتون کابل!
وېبسایټ:
ku.edu.af‎
واټساپ کانال:
‪whatsapp.com/channel/0029Va…‎‬
یوټیوب چینل:
‪youtube.com/…

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې کابل پوهنتون غړیتوب ترلاسه كړپه Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنت...
14/12/2025

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې کابل پوهنتون غړیتوب ترلاسه كړ

په Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب په رسمي توګه تایید او فعال شوی دی. دغه غړیتوب د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د دې زمینه برابروي چې د نړۍ د علمي او تخنیکي سرچینو یوې تر ټولو سترې او بډایې ټولګې ته لاسرسی ولري؛ داسې چې کاروونکي کولای شي د معتبرو نړیوالو خپرونکو؛ لکه JSTOR، Springer، Wiley، Taylor & Francis، Oxford University Press او نورو نامتو علمي خپرونکو له نشراتو او آثارو څخه برخمن شي.

***

عضویت پوهنتون کابل در دیتابیس بین‌المللی Research4Life

عضویت پوهنتون کابل در دیتابیس معتبر و بین‌المللی Research4Life رسماً تأیید و فعال گردیده است. این عضویت فرصت دسترسی اساتید و محصلان پوهنتون کابل را به یکی از بزرگ‌ترین و غنی‌ترین مجموعه‌های جهانی منابع علمی و تخنیکی فراهم می‌سازد که کاربران می‌توانند از نشرات معتبر ناشران بین‌المللی؛ مانند JSTOR، Springer، Wiley، Taylor & Francis، Oxford University Press و سایر ناشران برجسته‌ی علمی بهره‌مند شوند.

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شولد کابل پوهن...
30/11/2025

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې (ISC) له خوا انډېکس شوي دي. په دغه انډېکس کې شاملېدل به د يادو ژورنالونو نړیوال لید، د استناد کچه او علمي اغېز لا زیات کړي.
کابل پوهنتون له ټولو اېډېټرانو، ارزونکو، څېړونکو او همکارانو څخه مننه کوي، چې په دې لاسته ‌راوړنه کې یې ونډه اخیستې ده.
***
سه ژورنال علمی بین‌المللی پوهنتون کابل توسط مؤسسه نظارت و استناد علم و تکنالوژی جهان اسلام (ISC) ایندکس شدند

سه ژورنال علمی بین‌المللی پوهنتون کابل (ژورنال بین‌المللی علوم طبیعی، ژورنال بین‌المللی علوم اجتماعی و انسانی، و ژورنال بین‌المللی مطالعات اسلامی) به‌صورت رسمی از سوی مؤسسه نظارت و استناد علم و تکنالوژی جهان اسلام (ISC) ایندکس گردیدند. شامل شدن این ژورنال‌ها در این ایندکس باعث افزایش دید بین‌المللی، میزان استناد و تأثیر علمی آن‌ها خواهد شد.

پوهنتون کابل از تمام ویراستاران، ارزیابی کننده ها، محقیقین و همکارانی که در این دستاورد علمی سهم گرفته‌اند، صمیمانه سپاس‌گزاری می‌نماید.

د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا!اطلاعیه بست های کادری علمی پوهنتون کابل!وېبسایټ:ku.edu.af‎واټساپ کانال:‪whatsapp...
30/11/2025

د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا!
اطلاعیه بست های کادری علمی پوهنتون کابل!
وېبسایټ:
ku.edu.af‎
واټساپ کانال:
‪whatsapp.com/channel/0029Va…‎‬
یوټیوب چینل:
‪youtube.com/…

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شود کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځ...
27/11/2025

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید علي موسوي له لوري ترسره شو، چې د بیلابیلو پوهنځیو ګڼو استادانو په کې حضور درلود.

د ورکشاپ موخه دا وه چې په اکاډمیکو مراکزو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زده کړې، څېړنې، محتوا ترتیب او په ورته نورو علمي برخو کې سالمه او اغېزناکه ګټه پورته شي او له ناسالمې او هغه ډول کارونې څخه يې ډډه وشي چې د څېړنې د کمزورۍ لامل کيږي او د ذهني ودې او علمي پرمختګ مخه نيسي.

نېټه: پنجشنبه
۱۴۰۴/۹/۶ هـ ش ـ ۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق

برگزاری ورکشاپ در مورد استفاده از هوش مصنوعی

ورکشاپی یک‌روزه تحت عنوان «تسهیلات هوش مصنوعی در تحقیقات علمی و چالش‌های آن در چارچوب اخلاقی» از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل برگزار گردید. این برنامه توسط ترینر مسلکی پوهنتون پوهنیار سید علي موسوي پیش برده شد و شماری زیادی از استادان پوهنځی های مختلف در آن حضور داشتند.

هدف این ورکشاپ، ترویج استفاده سالم، مؤثر و مفید از هوش مصنوعی در مراکز علمی به‌ویژه در زمینه‌های آموزش، تحقیق، تنظیم محتوا و سایر عرصه‌های علمی بود. همچنان تأکید شد تا از استفاده نادرست یا غیراخلاقی از این فناوری جلوگیری شود؛ چرا که چنین استفاده‌هایی می‌تواند سبب تضعیف کیفیت تحقیقات، کاهش رشد فکری و ایجاد موانع در مسیر پیشرفت علمی گردد.

تاریخ: پنجشنبه
۱۴۰۴/۹/۶ هـ ش ـ ۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق

بسم الله الرحمن الرحیم《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن...
22/11/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور》[ آل عمران: 185]

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د متقاعد استاد ارواښاد ډاکټر محمدا جان حقپال د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له ادبیاتو پوهنځي او په ټوله کې له هېوادوالو سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.

ارواښاد ډاکټر حقپال په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.

د افغانستان په علمي ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.

د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د ادب په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جل‌جلاله څخه ورته د جنت‌الفردوس غوښتنه کوو، آمين.

د کابل پوهنتون رهبري

د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوهد کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقي...
19/11/2025

د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقيقو څېړنیز کنفرانس" د وړاندې کولو سیالي ترسره شوه.

د دې سيالۍ په وروستي پړاو کې شلو تنو محصلينو د يو ساعت په ترڅ کې د زراعت اړوند په شلو بيلابيلو موضوعګانو بحث وکړ او د ارزوونکي هيئت لخوا يې ارزونه وشوه.

د دې سيالۍ موخه دا وه چې د لیسانس دورې په محصلينو کې دا وړتيا او مهارت پياوړی شي چې پر ټاکلو موضوعګانو څېړنې ترسره او په ټاکلي وخت کې يې په اړه کنفرانس وړاندې کړي.

د سيالۍ په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، مرستیالانو، د زراعت او نورو پوهنځیو استادانو او محصلینو ګډون درلود. ويناوالو په سيالۍ کې برخه اخيستونکي محصلين مزيد وهڅول او د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي ستاينه يې وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې يې په لومړی ځل "د درېو دقيقو څېړنيز کنفرانس" سيالۍ ترسره کولو ابتکار وکړ.

د غونډې په پای کې د سيالۍ ټولو ګډونوالو محصلینو او بالخصوص د لوړو نومرو ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۰۴/۸/۲۸ هـ ش ـ ۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق
***
برگزاری رقابت "کنفرانس تحقیقاتی سه‌دقیقه‌ای"

از سوی پوهنځی زراعت پوهنتون کابل، رقابت علمی تحت عنوان "کنفرانس تحقیقاتی سه‌دقیقه‌ای" میان محصلین این پوهنځی برگزار گردید.

در مرحله نهایی این رقابت، بیست تن از محصلین طی مدت یک ساعت درباره بیست موضوع مختلف مربوط به زراعت بحث نمودند و ارائه‌های آنان از سوی هیئت داوران مورد ارزیابی قرار گرفت.

هدف این رقابت، تقویت توانایی و مهارت محصلین دوره لیسانس در زمینه انجام تحقیقات علمی روی موضوعات مشخص و ارائه‌ی کنفرانس در زمان معین بود.

در این برنامه، رئیس پوهنتون کابل داکتر اسامه عزیز، معاونین، استادان پوهنځی زراعت و سایر پوهنځی‌ها و همچنان محصلین حضور داشتند. سخنرانان، محصلین اشتراک‌کننده را بیشتر تشویق کرده و از ابتکار پوهنځی زراعت این پوهنتون تمجید نمودند که برای نخستین بار در سطح پوهنتون های افغانستان رقابت "کنفرانس سه‌دقیقه‌ای تحقیقاتی" را برگزار نموده‌اند.

در پایان برنامه، برای همه اشتراک‌کنندگان، به‌ویژه محصلینی که بالاترین نمرات را کسب کرده بودند، جوایزی اهدا گردید.

تاریخ: چهارشنبه
۱۴۰۴/۸/۲۸ هـ ش ـ ۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شولپه کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه...
18/11/2025

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق او د کار زده کړې په برخو کې برابر شوي وو.

ویناوالو د یاد درسونو پر اهمیت خبرې وکړې او د مسلکي درسونو ترڅنګ یې دا هم اړین وبلل او همدارنګه محصلینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل درسي بهیر ترڅنګ دې ته ورته نور پروګرامونه هم تعقیب کړي، څو د هېواد د خدمت وړ اشخاص وګرځي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۰۴/۸/۲۷ هـ ش ـ ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
****
صدها تن از محصلین از کورس‌های ارتقای ظرفیت فارغ شدند

در پوهنتون کابل، شمار زیادی از محصلین از کورس‌های کوتاه‌مدت چهارماهه ارتقای ظرفیت فارغ گردیدند. این کورس‌ها در بخش‌های زبان عربی، زبان انگلیسی، کمپیوتر، سخنرانی، ریموت سنسنگ، گرافیک دیزاین، تحقیق علمی و مهارت‌های کاری تنظیم شده بودند.

سخنرانان در مورد اهمیت این برنامه‌های آموزشی صحبت کردند و آن را در کنار دروس تخصصی، برای رشد حرفه‌ای ضروری دانستند. همچنان به محصلین توصیه شد که در کنار روند آموزشی‌شان، برنامه‌های مشابه را نیز دنبال کنند تا به افراد شایسته‌ای برای خدمت به کشور مبدل شوند.

تاریخ: سه‌شنبه
۱۴۰۴/۸/۲۷ هـ ش – ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق

Address

Kart-e/Char , Kabul
Kabul
1001

Telephone

+93202512865

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul University - د کابل پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Kabul University - د کابل پوهنتون:

Share