30/11/2015
"Sayedaimal Ashna
داچه تشریف ښکلو مخونو ته وړی
دازړه ځان خپله دوزخونو ته وړی
لکه ستا مړاوی سترګی مړاوی به شی
دا چه تصوبر دی خیال ګلونو ته وړی
اوس به د څړیکو او دردونو وار شی
داغم چه شپه زړو یادونو ته وړی
لکه کابل کی چه ننګرار کیږدی
ژبه د سرو شونډو سرونو ته وړی
څوک یی د درد او غم ملګری نه وی
لیونیان ښه کی چه شپه غرونو ته وړی
د ناز خندا دی تصور کی راغله
لکه چه ما لګه پرهرونو ته وړی
تود ی تودی اوښکی ځه ښه مزه کا
له لیمو ښکلی ګریوانونوته وړی
داهرارمان پری لکه ګل رژیږی
دا زړه چه ژبه تصویرونو ته وړی
کله چه روح می په ښکلا کی ډوب شی
پناه غمونو او وهمونو ته وړی
سپیره نصیبه زما چیرته ورک یی
وخت درنه ښکلی نصیبونو ته وړی
اشنا ارزو به د یو ښکلی تنکی
ځان سره زړه کی جنتونو ته وړی"