04/05/2025
د ابن خلدون ژوری فکری خبرې چی د اقلیم، عدالت، سلطنت او ملتونو په باب له تاریخ نه اخستل شوی حقیقتونه بیانوی!
۱. شنه، ښايسته او لمدې ځمکې د انسانانو طبایع نرموي، خلک نرمخویه او لطیف فکره کوي.
۲. معتدل او یخ هوا خلک فعال، ژوند ته مینهوال، او صافمزاجه روزي.
۳. جابر او ظالم سلطنت د خلکو په زړونو کې وېره، ذلت او بېباوري خوروي خو بيا خلک یې د جګړې پر وخت یوازي پرېږدي.
۴. خلک په ارامي کې سره برابر وي، خو د ازمېښت پر مهال پېژندل کېږي.
۵. کله چې یو دولت د زور له لارې ځان قوي ښکاره کړي، دا د زوال تر ټولو ښکاره نخښه ده – لکه څراغ چې تر تېلو خلاصېدو وړاندې وروستی ځل ځان ځلوي.
۶. د دولت زړښت د هغه پای دی؛ که هر څومره واکمنان هڅه وکړي، بیا ځوان نه شي پاتي کېدلی.
۷. د غرونو خلک د مېړانې له مخې د ښاري خلکو نه لوړ وي، ځکه ښاري له راحت او تنبلي سره عادت شوي وي.
۸. محکوم ملتونه بد اخلاق پیدا کوي، او ټولنیز فساد پکې زياتيږي
۹. ظالم حاکم ته ولس په ښکاره وفاداري ښيي، خو زړونه یې له کرکې ډک وي، او کله چې هغه کمزوری شي، څوک ورسره نه درېږي.
۱۰. که دولت خپل سرحدونه له لاسه ورکوي، او واکمنان مال جمع کوي – پوه شه چې خطر نږدې دی.
۱۱. تمدن چې ډېر زيات او نعمتونو ته ورسي، نو له همدې ځایه زوال پیلوي، لکه د ژویو د عمر پای.
۱۲. که فساد عام شي، اصلاح د ګډوډی له لارې پېلېږي.
۱۳. عدالت د ملت عقل دی، که خلک عدالت ته بېباوره شي، خپل عقل له لاسه ورکوي – او ګډوډی خپرېږي.
د عبرت زنګونه تل ړندو ته نه، بلکې بیدارو ته غږ کوي.……