29/09/2026
د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت د زړه ناروغیو په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو
د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت، د زړه ناروغیو او د هغو د مخنیوي لارو چارو په اړه د رڼا پوهنتون او ګلوبل روغتون په ګډې همکارۍ، د یاد روغتون په ودانۍ کې د پوهاوي سمینار ترسره شو.
په دې پروګرام کې د رڼا پوهنتون یو شمېر محصلانو ګډون کړی و, چې د ګلوبل روغتون روغتیايي متخصصانو له لوري ورته د زړه ناروغیو د خطر عواملو، سالمې تغذیې، فزیکي فعالیتونو، د وینې فشار، سګرټ, تنباکو، ذهني فشار، د ناروغۍ خبرداري نښو او د مخنیوي لارو په اړه لازم معلومات ورکړل.
دغه راز، محصلانو ته فرصت برابر شو، چې خپلې پوښتنې له روغتیايي متخصصانو سره مطرح او په اړه یې علمي ځوابونه ترلاسه کړي.
رڼا پوهنتون د دا ډول پروګرامونو جوړول د محصلانو لپاره اغېزمن ګام بولي او ډاډ ورکوي, چې په راتلونکي کې به ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
رڼا پوهنتون د ګلوبل روغتون له همکارۍ او مېلمهپالنې او همدارنګه د دغه روغتون له محترمو روغتیايي متخصصانو څخه د زړه له کومې مننه کوي.
---------------------------
سمینار آگاهیدهی در مورد امراض قلبی به مناسبت روز جهانی قلب
بهمناسبت روز جهانی قلب، سمینار آگاهیدهی در مورد امراض قلبی و راههای پیشگیری از آن با همکاری پوهنتون رنا و شفاخانه گلوبل در آن شفاخانه برگزار گردید.
در این برنامه، شماری از محصلان پوهنتون رنا با حضور در شفاخانه گلوبل، از معلومات و رهنمودهای متخصصان صحی در زمینه عوامل خطر بیماریهای قلبی، تغذیه سالم، فعالیتهای فزیکی، فشار خون، دخانیات، استرس، علایم هشداردهنده و راههای پیشگیری بهرهمند شدند.
همچنان، محصلان فرصت یافتند تا پرسشهای خود را با متخصصان صحی مطرح کرده و پاسخهای علمی و کاربردی دریافت نمایند.
پوهنتون رنا برگزاری و اشتراک در چنین برنامههای آگاهیدهی را گامی مؤثر در راستای ارتقای سطح آگاهی صحی محصلان و ترویج فرهنگ پیشگیری از بیماریها میداند.
از همکاری و میزبانی شفاخانه گلوبل و متخصصان محترم این شفاخانه صمیمانه سپاسگزاریم.