20/08/2025
د ګل پاچا الفت په یوه نثر کې متني انسجام
پوهنوال اسدالله وحیدي ........................................
سریزه
په متن کې د انسجام د څېړلو منظمه نظریه په چارواله ژبپوهنه کې مایکل هالېډې ته ورګرځي چې بیا ورسره د رقیه حسن نظریات هم یو ځای شوي دي. که څه هم دا تیوري په نړۍ کې عامه شوې ده او په ډېرو ژبو کې ادبي او علمي متون د همدې تیورۍ له مخې څېړل شوي دي، خو په پښتو په دې برخه کې لومړني ګامونه اخلي؟ که څه هم د متن ژبپوهنې تیوري ورو ورو واضح کېږي او په پوهنتونو کې د ماسټرۍ تدریسي نصاب ته داخله شوې، خو تطبیقي اړخ یې لا هم کمزوری دی. له یو دوو تیزسونو ورهاخوا په دې برخه کې کوم کار نه دی شوی. همدې اړتیا ته په پام سره زه په دې لیکنه کې د الفت صاحب یو نثر را اخلم او دا نظریه پرې تطبیقوم او ګورم چې د الفت صاحب په نثر کې انسجام په کومه کچه دی او د انسجام کوم توکي پکې زیات کارول شوې دي. له دې کبله چې دا نظریه نوې ده، نو په پیل کې یو څه په نظریه تم کېږم او بیا تطبیقي اړخ ته وګرځم. په دې لیکنه کې له طبیقي مېتود کار اخلم.
کلیدي وییونه: انسجام، متن، ارجاع، پیوند، تکرار، حذف
متن او د متن انسجام
د ژبې هر ویونکی کولی شي چې د غږونو په یو ځای کولو سره کلمې او د کلمو په یو ځای کولو سره جملې جوړې کړي. پر یوه ژبه پوهېدل انسان ته دا وړتیا هم ورکوي چې د یو مفهوم د بیان لپاره جملې سره یو ځای کړي. د جملو دا یو ځایوالی تر جملې پورته واحد دی چې متن ورته ویل کېږي. دا سمه ده چې متن له جملو جوړ وي، خو هالېډې او رقیه حسن متن هغه مانیز واحد ګڼي چې داخلي منطقي اړیکې ولري. اندازه یې هم متفاوته ده، ښايي یوه کلمه، یوه جمله او یا هم څو جملې وي: «کله چې موږ متن لیکو داسې ښکاري چې له کلمو او جملو جوړ دی، خو متن له مانا جوړ دی. البته چې مانا په جملو او جوړښتونو کې کوډ کېږي». (هالیډې، ۱۳۹۳، ۶۲مخ)
موږ دلته د متن پر تعریفونو ډېر تمرکز نه کوو، یوازې دومره وایو چې متن داخلي انسجام لري او یوه مانا یا د چاروالې ژبپوهنې په وینا نقش لري. آن دا هم پکې حتمي نه ده چې لیکلی دې وي، بلکې نالیکلې وینا هم متن کېدای شي. «هر ژبنۍ ټوټه متن ګڼلی شو او مهمه نه ده چې لیکلې ده او که نالیکلې، خو شرط پکې دا دی چې په واقعي موقعیت کې د اړیکو د ایجاد لپاره بیان شوې وي». (Bloor, 2004,p.5.6))
د متن د پېژندنې معیار د هغه د کارونې اوب او موقعیت دی. مثلاً؛ کله یوازې یوه کلمه (خطر!) د کارونې د موقعیت له کبله متن وي. خو متن معمولاً د جملو ټولګه وي چې یو له بل سره اړیکې ولري. د متن د جملو او فقرو ترمنځ اړیکه په متن کې بنسټیز رول لري او که دا اړیکه نه وي، نو متن نشته. په متن کې د جملو ترمنځ دې اړیکې ته (انسجام) وايي.
انسجام هغه مانیز مفهوم دی چې د انسجامي نښو پر مټ د متن د اجزاوو ترمنځ مانیزه اړیکه جوړوي. انسجام هغه وخت رامنځ ته کېږي چې په متن کې د یوه توک مفهوم او تعبیر د متن په بل توک پورې تړلی وي، یعنې یو توک د بل توک مرجع شي، داسې چې مانا یې یوازې هغه مرجع ته په ارجاع کولو سره د پوهېدو وړ شي. په دې ډول انسجامي اړیکه جوړېږي. مثلاً: ( استاد محصل ته وکتل او هغه یې په سترګو کې پوه کړ چې ارام شي.) اوس دلته د «هغه» مانا هغه وخت د پوهېدو وړ کېږي چې «محصل» ته راجع شي او همدا اړیکه په متن کې د انسجام لامل کېږي. یعنې انسجام په متن کې له مخکنیو او یا وروستیو توکو سره د ځینو توکو پیوندول دي.
موږ چې کله په متن کې پر ارجاع بحث کوو، موخه مو د متن په دننه کې ارجاع ده، ځکه چې بهرنۍ ارجاع بیا د متن د انسجام په بحث کې نه راځي. په متن کې داخلي ارجاع کله مخکې وي او کله وروسته. په پورتني مثال کې لومړۍ مرجع راغلې ده او بیا وروسته ارجاعي توک راغلی دی، خو کله داسې هم کېږي چې لومړی ارجاعي توک راشي او بیا وروسته مرجع راشي؛ ( هغې چې ولیدم، سترګو یې له اوښکو ډکې شوې، ما ورته وویل مورې زه روغ یم، هېڅ اندېښنه مه کوه). په دې مثال کې «هغې» ارجاعي توک دی او مرجع «مور» ده چې وروسته راغلې ده.
د متن د انسجام دنده دا ده چې لوستونکی متن درک کړي. څومره چې د متن انسجام پیاوړی وي، همدومره متن په اسانۍ درک کېږي او د ناسم پوهاوي مخه نیول کېږي، خو څومره چې انسجام کمزوری وي، همدومره د متن په درک کې ستونزې پیدا کېږي. دا خبره بیا د انسجام تر ټیټې سطحې پورې رسېږي او کله چې تر صفر پورې ورسېږي، متن یو مخ له متنیت وځي او نور متن نه ګڼل کېږي. که څه هم خلک په طبیعي ډول د متن د انسجام نښې کاروي، خو د متنپوهنې په برخه کې څېړنو ښودلې چې که لیکوال په شعوري ډول د متن د انسجام نښې په مناسب ځای کې وکاروي، نو لوستونکی له متن څخه په اسانۍ مانا اخیستلی شي. د انسجام د نښو کار دا دی چې په متن کې منطقي اړیکې پیدا کړي او د یوې ټوټې په شان یې کړي، چې د انسان ذهن بیا د خورو ورو عناصرو په پرتله یوه ټوټه او منظم متن ښه درک کوي.
دلته یو بل بحث هم مهم دی او هغه دا چې د متن به بېلابېلو ډولونو کې انسجام توپیر کوي. په ادبي متونو کې چې تصویرسازي پکې ډېره وي، انسجامي نښې کمې وي، ځکه چې هلته انسجام تر ډېره د تصویر پر مټ جوړېږي، خو په علمي متن کې بیا د انسجام نښې زیاتې وي. د شعر په ډولونو کې هم انسجام توپیر کوي، مثلا په قصیده کې انسجام ته ډېره اړتیا لیدل کېږي او د بیتونو ترمنځ باید انسجام وي، خو په غزل کې بیا په عمودي ډول دا انسجام کم او یا هم نه وي او تر ډېره د هر بیت د دوو نیم بیتونو ترمنځ انسجام وي.
د انسجام ډولونه
د انسجام ډولونه په دوو لویو برخو ویشل کېږي چې ګرامري انسجام او کلامي انسجام ورته ویل کېږي. موږ به دلته په هره یوه لنډې خبرې وکړو.
ګرامري انسجام (Grammatical cohesion)
په دې کې انسجامي نښې ګرامري دنده لري. په دې انسجام کې اراجاع، ځایناستی، حذف او کله هم پیوند راځي چې دلته یې په هر ډول لنډې خبرې کوو:
ارجاع: ارجاع د مرجع او ارجاعي توک ترمنځ مانیزه اړیکه ده، داسې چې یو توک د هغه مرجع ته په ارجاع سره د درک وړ کېږي. ارجاع د شخصي، اشاروي او مبهمو ضمیرونو، ځینو قیدونو، لکه؛ همدا اوس، اوس، وروسته، مخکې، تېر، راتلونکې او نورو پر مټ کېږي. د ارجاعي توکو په اړه استاد اجمل وايي: «په ژبه کې داسې توکي، چې له نورو هغو سره له رجوع پرته يې د مانا درک شونی نه دی؛ دې توکيو ته ارجاعي توکي وايي، چې يوې مرجع ته ارجاع کوي، چې يو څېز وي». (ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۳ مخ).
په ارجاع کې مهم شی د ارجاعي توک او مرجع ترمنځ اړیکه ده چې همدا د انسجام سبب کېږي. په دې اړه ډاکټره راحله حمیدزۍ لیکي: «د ارجاعي توکي او مرجع تر منځ اړېکې ته ارجاعي اړېکه وايي. مرجع ښايي ذيشعور وي يا ناذيشعوره، شی وي، پديده، پېښه، مکان يا زمان وي». (حميدزۍ، ۱۳۹۸، ۱۷۳ مخ).
ارجاع په یو ډول له لنډوالي سره هم مرسته کوي، ځکه چې کله د یوه اوږده نوم او یا موضوع پر ځای یوازې یو اشاري توک کارېږي چې ارجاع کوي. په دې اړه پېټر فاوسټ لیکي: «ژبه تل له تکرار څخه ډډه کوي او دا کار کله د ارجاع په مرسته کوي او ارجاعي توک د اوږده ژبني توک پر ځای کاروي». (fawcett, 2003, p.222)
ځایناستی: د یوه توک پر ځای د بل توک ځایناستی دی. دا ښايي د کلمې په بڼه وي او یا هم د عبارت، فقرې او جملې په بڼه. لکه:
احمد: سهار په خیر
محمود: ستا هم
په پورته بېلګه کې «ستا هم» د «ستا دې هم سهار په خیر وي» ځایناستی شوی دی.
خذف: حذف هم یو ډول ځایناستی دی، خو داسې چې د یوه ژبني توک ځایناستی صفر وي. یعنی د ځایناستي لپاره څه ته اړتیا نه وي، نو ځکه نه خپله هغه توک تکرارېږي او نه یې هم ځایناستی راځي. مثلا:
په ورور پسې خپه یم او په خور پسې هم.
په دې بېلګه کې په پای کې «... خپه یم)» حذف شوی دی.
دوکتور اجمل ښکلي حذف تر ډېره له مکالمې سره تړلی: « حذف بالعموم په مکالمه کې ډېر کارېږي، چې کله پوره غونډ او کله يې توک دوه حذفېږي.
لومړنی: احمد راغلی؟
دويم: نه.
د دويم کس په ځواب کې تر «نه» وروسته «نه دی راغلی» حذف شوی». (ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۵ مخ).
پیوند: پیوند پخپله د انسجام لامل نه دی، بلکې له دې کبله چې متن ته ځانګړې مانا ور زیاتوي، نو په نامستقیم ډول د انسجام لامل کېږي. پیوند د متن یوه برخه له بلې برخې سره له مانیزه اړخه تړي. هالېډې او رقیه حسن پیوند له مانیز اړخه څلور ډوله ګڼي: « زیاتونکی، تبایني، علي او زماني». ( ۱۹۷: ۲۳۸)
زیاتونکی پیوند: دا ډول تر ډېره برابرې جملې سره نښلوي. او معمولاً د: ( او، سربېره، هم، یا...)، وییوکو په مرسته راځي چې کله جوړه راځي( هم... هم...، یا... یا...، نه... نه). لاندې بېلګو ته پام وکړئ:
- احمد راغی او محمود ولاړ.
- ورور مې خپه و، پر دې سربېره یې زنګ راته وکړ.
- اختر دې مبارک شه، د کورنۍ او دوستانو دې هم.
- غلی اوسه، یا سمې خبرې وکړه.
- که ته راځې هم ستونزه نشته او که نه راځې هم.
- یا ویده شه او یا مطالعه وکړه.
- نه کور ته راځي او نه زنګ راوهي.
په پورته مثالونو کې د انسجام پیوندي نښې بولډ شوې دي.
تبایني پیوند: په دې پیوند کې د جملو مانا د مانیز اختلاف یا مانیز تضاد یا تفاوت په بڼه سره نښلول کېږي. ددې لپاره ( خو، له دې سره سره، له دې ټولو سره سره، پر دې سربېره، بیا هم...)
- زړه مې غوښتل چې راشم، خو کارونه مې ډېر وو.
- له هغه سره یې ډېر خیانتونه وکړل... خو له دې سره سره هغه ترې خپه نه دی.
علي پیوند: دلته د جملو ترمنځ د علت او معلول اړیکه وي او کومې نښې چې د علت او معلول لپاره کارول کېږي، علي پیوند جوړوي. ( نو، پر دې اساس، پر دې بنسټ، ځکه، چې، ځکه چې، په دې دلیل، ...).
- منډې وهي، چې ژر ورسېږي.
- زنګونه یې ډېر ووهل، ځواب یې ور نه کړ، نو دده هم زړه ترې تور شو.
- زه بېړه لرم، ځکه وایم ژر یې راته ولیکه.
- ماشوم تېروتنې کوي او باید تېروتنې یې سمې شي، پر همدې اساس باید په پېنسل لیکل وکړي.
زماني پیوند: په دې پیوند کې د نښو کار دا دی چې په متن کې جملې او توکي له زماني اړخه سره وتړي. په دې پیوند کې دا نښې ډېرې کارول کېږي: « وروسته، له هغه وروسته، مخکې له هغه، وروسته له هغه، تر هغو...).
- لومړی یې هر څه ته په ځېر وکتل، وروسته یې خبرې پیل کړې.
- ټول کورني کارونه یې وکړل، له هغه وروسته یې کور پرېښود.
- پرله پسې یې لمنځونه کول، تر هغو چې د سهار اذان وشو.
کلامي انسجام
کلامي انسجام پراخه اویجه لري او یو له بل سره د اړوندو کلمو له انتخاب څخه رامنځ ته کېږي. دوه ډوله دی: (تکرار او خواناستی)
۱- تکرار: هغه دی چې د انسجام لپاره یوه کلمه په بېلابېلو بڼو تکرار شي. تکرار خپله ډولونه لري. چې لنډ یې تشریح کوو:
بیا وینګ: کله تکرار د یوې کلمې کټ مټ تکرار یا بیا وینګ وي. لکه؛ «انسجام د متن د مانا له لېږد سره مخامخ تړلی دی. له انسجام پرته یو متن مانا نه شي لېږدولی». په دې متن کې «انسجام» کلمه دوه ځایه کټ مټ تکرار شوې ده.
همانیزتوب: په دې کې د کلمې تکرار نه راځي، بلکې پر ځای یې هممانا او یا مترادفه کلمه راځي. لکه؛ « مطلقه واکمني ددې لامل کېدای شي چې فساد رامنځ ته کړي. نو د مطلق حاکمیت سره باید یو ځواک وي چې د فساد مخه ونیسي». په دې متن کې د «واکمنۍ» پر ځای مترادفه یا هممانا کلمه «حاکمیت» راغلې ده.
مانیز ګډون: د تکرار بل ډول مانیز ګډون دی. په دې کې تکرارېدونکې کلمې داسې وي چې یوه یې د بل جز یا برخه وي. مثلا؛ « همدا چې رمه په وچو غرو کې له اوږده مزله وروسته پر شنه دښته ور ګډه شوه، ستړی شپون بې غمه څملاست، ځکه چې مېږو او وزو له ځمکې سر نه پورته کاوه». په دې متن کې (مېږې او وزې) په (رمه) کې راځي او اجزا یې دي.
په دې کې ځیني عام کلمات هم شته چې کله په کلامي انسجام کې راځي او که هم په ګرامري انسجام کې؛ لکه: « خلک، انسان، شخص. سړی، ښځه، ماشوم، هلک، نجلۍ، شی، دنده، کار...» لاندې مثالونه وګورئ.
- جمیل اویا کلن دی، خو بیا هم پیسې ټولوي. انسان څومره له دنیا سره مینه لري.
- د قبرونو کیندل سړي ته هره ورځ مرګ ور یادوي. په دې دنده کې به هره ورځ نوي نوي سړي ته قبر کیندې.
- زوی مې ټوله شپه ژړلي دي. د ماشوم لویول هم ډېره حوصله غواړي.
په پورته جملو کې تکرار کلمې بولډ شوي او ښيي چې عامې کلمې دي.
دویم: خواناستی: ځینې کلمې یو له بل سره یو نسبت لري. کله تضاد وي، کله تقابل وي، کله مانیز شمول وي او کله هم بل تناسب. مثالونه
- شپه د دمې لپاره پیدا شوې، شپه کې ارامي وي، خاموشي وي او تیاره وي. ورځ بیا د تحرک لپاره پیدا شوې، چې انسانان باید پکې وخوځېږي، فعال وي او کار وکړي.
په پورته متن کې د شپې او ورځې اړیکه د تضاد اړیکه ده. د ارامۍ او خاموشۍ اړیکه بیا د همانیز توب ده، د تحرک، خوځېدو او کار بیا یو له بل سره مترادف کېدای شي. کله چې یوه راشي، بله ورسره راځي.
د الفت صاحب په یوه نثر کې انسجام
د انسجام د تیورۍ له لنډې تشریح وروسته اوس د ګل پاچا الفت په یوه نثر «جګ برجونه» کې انسجام څېړو او ګورو چې انسجام پکې په کومه کچه دی او الفت صاحب د انسجام کومې نښې ډېرې کاروي. دلته لومړی د الفت صاحب دغه نثر راوړو:
جګ برجونه
د كلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ وو، د كلا شاوخوا ته خندق ډېر ژور و، له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالى تړلى و او د لوړتيا راز په همدغه كنده كې پټ و، تر څو چې يو ځاى ډېر ژور نه شي د چا برجونه نه جګيږي. ديوه لوړېدل او د بل ټيټېدل يو له بله تړلي دي، دا جګ برجونه هر چا له لرې ليدل مګر دا لويه كنده له لرې چا نه ليده او د نژدې خلكو هم ډېر پام ورته نه و.
زموږ سترګې له ډېر لرې ځايه لوړ څلي او جګ برجونه ويني مګر ژورې څاګانې او لويې كندې څو قدمه هغه خوا نه ويني.
د دې هسكو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټيټ ځايه اخيستل شوې ده، دا خټه د سنډا له پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلكو په لتو ووهله بې له دېنه دا دېوالونه او برجونه نه لوړېدل.
يوه لوړ مقام ته رسېدل دغه راز كارونه په مخكې لري او ټيټ همدغسې جګيږي، د دنيا جاه و جلال عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سرګذشت يې له ډېر ټيټ ځايه شروع كيږي.كوم سر چې د ډېرو خلكو په مخكې په تعظيم ټيټ نه شي نور سرونه ورته په احترام نه ټيټيږي، هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ نور ورته لاس په نامه نه دريږي، دا هغه پور دى چې سړى يې يوه ته وركوي او له بل نه يې غواړي.
كه دا خبره تاسو منلې نو راشئ، د خان نوكران وګورئ! هغه چې د خان په مخكې خپل سر ډېر ټيټوي په نورو باندې تفوق لري او درجه يې لوړه ده هغه آس چې د ارباب د سپرلۍ د پاره په كمند كې ولاړ دى له نورو اسونو نه ډېر قدر لري او ميتران يې ډېر ښه خدمت كوي.
كه موږ حقيقت ته ځير شو عزت ډېر ځله په ذلت ګاټه شي او باداري د غلامۍ نتيجه ده، ډېر خلك شته چې د شخصيت د ګټلو د پاره خپل شخصيت له پښو لاندې كوي او د عزت د پاره عزه النفس قربانوي.
څنګه چې دهقانان غنم په خاورو كې شيندي او بيا د غنمو درمندونه اخلي دوى هم عزت او شخصيت له خاورو لاندې كوي او دې ته يې منتظر وي.
په دنيا كې ډېر لږ كسان دي چې خپل فطري او طبيعي لوړوالى په بل شان ساتي او د لوړو برجونو غوندې نه دي بلكې د غرو له جګو څوكو سره شباهت لري.
په پورتني نثر کې انسجام
الف: ارجاعي توکي
د الفت صاحب په دې نثر کې تر ټولو ډېر د انسجام لپاره ارجاع کارېدلې ده او ارجعا یې هم تر ډېره د ضمیرونو پر مټ کړې ده. په دې متن کې د ارجاع بېلابېل توکي (۲۰) ځله کارېدلي دي:
• “هغه” (۴ ځله)
• “دې” (۳ ځله)، دا (۳ځله)
• “یې” (۵ ځله)
• “دغه” (۳ ځله)، همدغه (۱ځله)، دغسې ( ۱ځله)
ب: پیونديتوکي
ربط کونکي ټکي لکه “او”، “تر څو چې”، “مګر”، “که”، “چې”، او “بلکې” په متن کې کې (۱۹) کارول شوي:
• “او” (۱۰ ځله)
• “تر څو ” (۱ ځله)
• “مګر” (۳ ځله)
• “که” (۲ ځله)
• “چې” (۳ ځله)
• “بلکې” (۱ ځله)
ج: تکرار
د ځینو کلیمو کټ مټ تکرار:
• “جګ” (۵ ځله)
• “ټيټ” (۴ ځله)
• “برجونه” (۳ ځله)
• “کلا” (۲ ځله)
همداسې، لوړوالی، ژوروالی، عزت، ذلت، دیوال... نور هم تکرار شوې دي:.
د : د مترادفو کلمو تکرار
• جګ/لوړ، ټيټ/کم، عزت/ذلت
• جګ/ټيټ، لوړ/ ژور، خان/نوکر
موندنې
• استاد الفت په متن کې د انسجام لپاره تر ټولو ډېره تکیه پر ضمیرونو کړې ده، چې لوړه اندازه ښيي.
• له ارجاعي توکو وروسته تر ټولو ډېر تمرکز بیا پر پیوندې توکو دی چې نږدې له ارجاعي توکو سره برابرېږي.
• استاد الفت د انسجام لپاره پر کټ مټ تکرار هم ډېر تمرکز کړی دی او دا تکرار ډېر پر ځای دی.
• په پورته نثر کې مترادفونه او همانا کلمې هم راوړل شوې چې د متن د ښکلا ترڅنګ یې د متن له انسجام سره هم ډېره مرسته کړې ده.
پایله
د ګل پاچا الفت نثر “جګ برجونه” د انسجام له پلوه قوي دی. نوموړی ضمیرونه، ربط کونکي ټکي، تکرار او مرادفونه په منظم او اغېزمن ډول کارولي دي. د نثر د انسجام سطحه او کیفیت پکې لوړ دي او د ضمیرونو، پیوندي ټکو، تکرار، مرادفونو او موضوعي تسلسل په مرسته د متن روښانه او روانه معنا وړاندې کوي. د ګل پاچا الفت نثرونه د انسجام له پلوه د لوستونکو لپاره جالب او اغیزناک دي او د لوستونکي پام ځان ته را اړوي. دا څېړنه ددغه نثر انسجام ښیي او ثابتوي چې ګل پاچا الفت په خپل نثر کې د انسجام عناصر په اغېزناکه توګه کارولي دي. ښايي د نورو لاملونو تر څنګ یو بنسټیز لامل دا هم وي چې د ګل پاچا الفت نثرونه د پښتنو د هرکلي سبب شوي او ډېر لوستونکي او مینهوال لري.