24/10/2022
لاهور خطاب پر خلاف په مشر منظور پښتین ریاست یو ځل بیا د غدارې نوې مقدمې جوړې کړې دی.
پی ټی ایم د محکومو او مظلومو پښتنو په حق کې تل مبارزه کړې ده او کوی به ئې، په دې لار کې د تحریک ملګرو د شهادتونو نه راوخله تر جیلونو، بریدونو او بندیزونو پورې هر څه په ځان تیر کړی دی خو د مباریزې نه پر شا شوی نه دی او نه به پر شا شی.
د پښتون وطن بربادی پښتانه هیس کله چاته نه معاف کوی، حساب کتاب او انصاف به حتماً کیکی.
ته به د زړه په وطن لوبې کوې
او هنګامه او انقلاب به نه وی؟
اندیش شمس القمر