محبت له اسلام سره/ love with islam

محبت له اسلام سره/ love with islam Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from محبت له اسلام سره/ love with islam, College & University, kabul, Kabul.

01/02/2026

(پنځم خلیفه)(3)
{بـسـم الله الـرحـمـن الـرحـیـم }
د پنځم خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمه الله عنه دسیرت دریمه (3) برخه :
عبدالملـک بن مروان د عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه سره ډیر ښه ؤو دهغه عزت او قدر یې کولو عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه هم د خپل تره قدر کولو او زړه کی یی ارزو لرله چـی د تره لور فاطمه بنت عبدالملک په نکاح کړی هماغه ؤو چې هغه خپله لور ورته په نکاح کړه فاطمه یوه ایمانداره غیرتی خوش أخلاقه پاک لمنی ښځـه وه .
دا چې عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د تک سپین مخ ښائسته غټو سترګو لوړ قد او نورانیت لروونکی ؤو نو په فاطمی هم زیات ګران ؤو فاطمه یواځینۍ بختوره ښځه وه چی پلار ورونه او میړه یی ټول خلیفګان تیر شوی .
په 93 هجری کی
عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د مدینې منورې د ولایت څـخـه لـری کړای شو کله چی له مدېنی منورې تللو نو ژړل ئـی خپل غلام مزاحم ورته وویل ولـی ژاړی ؟
هغه ورته وویل چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث را پیاد شو چـې فرمائـی .

أِنّ الْمَديْنَة تَنْفِي كُلَّ خَبِيْثُ مِنْهَا كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبثَ الْحَدِيْد وَلَا تَخْلَص إِلاَّ لِلطَّيِبِينَ :
مـدېنـه مـنوره له خپل ځان څخه خبیثان داسی وباسی او ځان تری پاکوی لـکه تارکُل چـی له اوسپني زنګ لـری کوی!
نه پاتی کیـږی مـدیـنه منوره کی مګر پاک خلک .
سره ددی چـی هغه یو بهترین عالم حافظ محدث ؤو خو بیا هم په خپلو أعمالو ویرېدلو او ورباندی غاوره نه وو له دغی ژړا وروسته دمشق ته لاړو او خپل تره سره شو .
کله چې عبدالملک وفات شو ځوی یې ولیدبن عبدالملک خلیفه شو هغه هم دخپل پلار په قدم قدم کېښود او عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه یې په مکـه مکرمه .مدېنه منوره .او طائف باندی والی وټاکلو دغه ولایت له ٨٦ هجری څخه شروع شو تر ٩٣ هجری پوری ؤو په کال ٨٩ او ٩٠هجری کی یـی د حجاجو مسؤل وټاکلو او دغه کلونو کی ېـی په منی مزدلفه او عرفات کی حاجیانو ته زیات سهولتونه برابر کړل او د ولایت په همدغه موده کې عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د مسـجـدنـبـوی .ﷺ د لوی والی او پراښتیا کار هم سرته ورسولو او د رسول الله ﷺ روضه مبارکه یی هم په مسجد کی دننه کړه .
کله چی سلیمان بن عبدالملک خلیفه ؤو یو وخت هغه په چکـر ووتلو یو ځای ته لاړو چی هرچاته پکی خیمی وهل شوی وی هر څوک خپلی خیمی ته لاړل او د عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه خیمه نه وه سلیمان بن عبدالملک ولټولو پیدا یی نکړو أمر یی وکړو چي راپیدا یی کړئ ـ
خلکو ډیری لری دیوی ونې دسویری لاندی پیدا کړو او سترګې ئـی له ژړا سری وی سلیمان بن عبدالملک ته یی راوستو پوښتنه ئـی تری وکړه چې ولی ژاړی؟
عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه ورته وویل کله چی ټول خلک خپلو خیمو ته لاړل زه پاتی شوم نو أخرت راپیاد شو چی هلته به هم ټولو خلکو له ځانه مخکی نیک اعمال لېـږلی وی جنت ته به لاړ شی او زه ګناهګار به په تش میدان پاتی شم .
نوربیا راسره اوسئ :
لیـک ژباړه او ترتیب :
(الحاج مولانا حبل الله المتین )
حیاة عمر بن عبدالعزیز 1/327_328
طبقات الکبری 3/253ْ:
الخليفة عمر بن عبد العزیر رحمت الله

01/02/2026

( پنځم خلیفه ) – (۲)
{ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ }
د پنځم خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه د سیرت دوهمه (۲) برخه:
د عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه پرورش او روزنه لاندې ډول ده ،
کله چې عمربن عبدالعزیز رحمه الله لږ په ښه او بد پوه شو، هغه د خپلې مور د کاکا عبدالله بن عمر رضي الله عنهما سره ډېره مینه لرله.
هميشه د هغه په مجالسو کې کېناسته د هغه له علمي خبرو به یې ډېر خوند اخېست.
یوه ورځ یې مور ته وویل:
زه غواړم ستاسو د تره ( کاکا) عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په شان عالم شم.
مور یې ډېره خوشحاله شوه، او په مدینه منوره کې یې د خپل کاکا سره د هغه په علمي مجالسو کي د کېناستو اجازه ورکړه.
کله چې عمربن عبدالعزیز د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد، نو پلار یې د مصر والي شو. خپل زوی او ښځه یې ځان پسې وغوښتل، تر څو په مصر کې ورسره وي. کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خبر شو چې پلار یې غوښتی لږ پریشانه شو چې علم به تري پاتې شي ،
نو مور یې خپل تره عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ته ولاړه، تر څو اجازه واخلي.
خو هغه خپلې ورېرې ته وویل:
عمربن عبدالعزیز رحمه الله له ما سره پرېږده، تر څو علم حاصل کړي، دا ډېر ذهین او وړ هلک دی.
هغې هم پرېښود.
کله چې هغه مصر ته ورسېده، نو عبدالعزیز ترې پوښتنه وکړه:
عمر چیرته دی؟
هغې ورته وویل:
هغه غواړي عالم شي، ما د خپل کاکا سره د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.
عبدالعزیز رحمه الله علیه ډېر خوشحاله شو، او خپل ورور عبدالملک بن مروان ته یې وویل:
هره میاشت د خرچې لپاره ورته زر (۱۰۰۰) دیناره ورولېږه.
عبدالملک هم هره میاشت زر (۱۰۰۰) دیناره ورلېږل.
څه وخت وروسته عبدالعزیز بن مروان خپل ځوي ځان پسې وغوښت، او عمربن عبدالعزیز رحمه الله هم ورغی. خو بیا لږ وخت وروسته عبدالعزیز بن مروان فکر وکړ چې کېدای شي یوه ورځ دا واک د هغه زوی ته پاتې شي، او که وړتیا ونه لري، نو ستونزه به وي. نو بېرته یې مدینې منورې ته ولېږه، تر څو علم بشپړ کړي.
او عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه رښتیا هم یو با تجربه، تقوا لرونکی او متقي عالم جوړ شو. خو دا ځل چې مدينې منوري ته راغی، د ځوانانو مجلسونه یې پرېښودل، يوازې به د صحابه کرامو رضي الله عنهم او سپینږیرو عالمانو سره کېناسته، او علم به یې ترې زده کاوه.
هر چا به چې ورته وویل:
فلاني صحابي سره یو حدیث دی!
نو سمدستي به ورغی، حدیث شریف به یې زده کړ او ولیکه.
عمربن عبدالعزیز رحمه الله په ماشوموالي کې قرآن کریم حفظ کړی و. بیا یې د پلار پوره یقین راغی چې زوی یې اوس رسېدلی عالم دی، نو د ادب د علم د زده کړې لپاره یې مشهور ادیب صالح بن الکیسان رحمه الله ته ولېږه. هلته یې د ادب علم زده کړ.
بیا عبدالعزیز بن مروان له مصر څخه حج ته ولاړ. له حج کولو وروسته مدینې منورې ته راغی. هلته به د مدینې منورې په لارو او کوڅو کې ګرځېده، له خلکو به یې پوښتنه کوله:
عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه څنګه ځوان دی؟
په ټوله مدینه منوره کې داسې څوک نه و، چې د هغه صفت یې ورته نه ؤو کړي په دې کار عبدالعزیز ډېر خوشحاله شو، او د خپل زوی راتلونکي ته خوشبین شو.
د سلیمان بن یسار رحمه الله څخه روایت دی چې هغه یوه ورځ د عمربن عبدالعزیز رحمه الله له مجلسه ووت. یو چا ترې پوښتنه وکړه:
ته خو پوره عالم یې، د تابعینو په مشهورو کسانو کې یې، او محدث یې؛ له ده به څه یاد کړي؟
هغه وویل:
د عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه علم تر هر چا زیات دی.
د مجاهد رحمه الله څخه روایت دی چې هغه عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه ته ورغی، تر څو څه ترې زده کړي، نو له هغه یې ډېر څه یاد کړل.
همدارنګه ځینو علماوو هغه ته د علماوو استاد ویلی دی.
امام شافعي رحمه الله هغه ته پنځم خلیفه ویلی، او دا لقب یې ورته ورکړی دی.
د فاطمې بنت علي بن أبي طالب رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه:
عمربن عبدالعزیز رحمه الله علیه څنګه سړی دی؟
هغې وفرمایل:
که ژوندی پاتې شي او مړ نه شي، نو د علم په برخه کې بیا بل چاته اړتیا نه پېښېږي؛ د هر څه علم ورسره دی.
دا لړۍ دوام لري، راسره اوسئ…
ژباړه، لیک او ترتیب:
مولانا حبل الله المتین ،

01/02/2026

زېری د بیدارو زړونو او روڼو فکرونو او سپيڅليو أتلانو مينوالو ته!
په تاریخ کې داسې شېبې شته
چې واک د زور په مټ نه،
بلکې د تقوا په زور ولاړ وي !
او داسې نومونه شته
چې د تخت له زرو نه،
د عدل له وزن پېژندل کېږي.
د امیرالمؤمنین عمربن عبدالعزیز رحمه الله سیرت
په ۱۸ پرله‌پسې ادبي برخو کې
ستاسو مخې ته ږدو.
دا یوازې د یوه خلیفه کیسه نه ده،
دا د زړونو د اصلاح،
د واک د امانت
او د امت د درد د احساس ژوره کیسه ده.
هره برخه به
د زهد یو څرک،
د انصاف یو انځور
او د تاریخ یو ژوندی درس له ځان سره ولري.
که مو زړونه د حق تږي وي،
نو دا لړۍ مه پرېږدئ!
او که مو وجدان بیدار وي،
نو دا پیغام له نورو سره هم شریک کړئ.
منتظر اوسئ!
کله چې خلافت د تقوا جامه واغوندي
( پنځم خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمه الله )
{ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ }
د پنځم خلیفه او دوهم امیرالمؤمنین عمربن عبدالعزیز رحمه الله د سیرت لومړۍ (۱) برخه:
نوم: عمر
لقب: أبو حفص
شهرت: امیرالمؤمنین
د پلار نوم: عبدالعزیز
د نیکه نوم: أبي العاص بن أمیه
د مور نوم یې لیلٰی و، چې په أمّ عاصم مشهوره وه.
هغه د عاصم بن عمر بن الخطاب رضي الله عنه لور وه.
ایا پوهېږئ چې د عمربن عبدالعزیز رحمه الله مور، لیلٰی، څوک وه؟
دلته یې ولولئ:
یوه شپه عمر رضي الله عنه د شپې د وروستۍ برخې په مهال، د خپل عادت مطابق، ګشت کاوه، چې د یوه کور څخه د مور او لور خبرې واورېدل شوې. مور خپلې لور ته وویل:
لورې! نن د غوا شیدې لږې کړه، اوبه ور ګډې کړه، تر څو زیاتې شي او و یې پلورو.
لور ورته وویل:
مورې! دا کار خو امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه منع کړی نه دی؟
مور وویل:
امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته څه معلومېږي چې ته اوبه ور ګډې کړې؟
لور وویل:
که امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه موږ نه ویني، نو الله جل جلاله خو مو ویني، کنه؟
بیا یې وویل:
مورې! زه دا کار نه شم کولای.
امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه به د شپې ګشت کاوه، تر څو د خپل رعیت احوال واخلي. تصادفاً په همدې وخت کې د هغې مور او لور د کور د دروازې ترڅنګ تېرېده، او د هغوی خبرې یې واورېدې. د هغې پېغلې تقوا یې ولیدله، ډېر خوشحال شو، دروازه یې وټکوله. له دننه آواز راغی:
څوک یې؟
له بهره ورته وویل شول:
عمر بن الخطاب رضي الله عنه یم.
د پېغلې مور په بیړه دروازه پرانیستله، له وېرې رپېدله.
عمر رضي الله عنه ورته وویل:
مه وېرېږه، ما ستاسې خبرې واورېدې.
بیا یې وویل:
دا راته ووایه، دا لور دې چاته په نکاح ورکړې ده که نه؟
هغې وویل:
نه.
عمر رضي الله عنه وویل:
که مناسب ځای پیدا شي، ورکوی یې؟
هغې وویل:
هو، چې ته یې مناسب بولې، ماته منظور ده.
عمر رضي الله عنه خپل زوی عاصم رضي الله عنه راوغوښت، پېغله یې هم حاضره کړه، دواړو ته یې وویل:
یو بل ته وګورئ.
هغوی یو بل ته وکتل. بیا عمر رضي الله عنه پېغلې ته وویل:
ایا ته راضي یې؟
هغې موسکۍ شوه، مخ یې پټ کړ، سر یې ښکته کړ. مور یې خوشحاله شوه او ویې ویل:
یا امیرالمؤمنین رضي الله عنه! لور مې راضي ده.
بیا عمر رضي الله عنه خپله لور عاصم رضي الله عنه ته په نکاح کړه.
له همدې ښځې او عاصم بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهما څخه لیلٰی وزېږېده، او له هغې څخه عمربن عبدالعزیز رحمه الله وزېږېد.
عمربن عبدالعزیز رحمه الله تابعي و، او ډېر صحابه کرام رضي الله عنهم یې لیدلي وه !
راتلونکې، زړه ته تسکین ورکوونکې شیبې مه هېروئ !
لیک، ژباړه او ترتیب:
الحاج مولانا حبل الله المتین
حیاة عمر بن عبدالعزیز: 1/327–328
طبقات الکبری: 3/253
الخلیفة عمر بن عبدالعزیز

Address

Kabul
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when محبت له اسلام سره/ love with islam posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share