اقتصاد پوهنځۍ

اقتصاد پوهنځۍ زده کړي به مو د سیالانو سیال کړي.

د لوی څښتن په سپیڅلی نامه.
د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۹ کال کی د اقتصاد پوهنځی ایجاد او په فعالیت یی پیل وکړ. د اقتصاد پوهنځی د مجربو او مسلکی ماستر او لیسانس استادانو په درلودلو سره د ټولنی لپاره د اقتصاد په بخش کی علمی او مسلکی کدورونه روزی.
د اقتصاد پوهنځی رهبری په خپل ټول وس او توان سره هڅه کوی تر څو اوسنی عصر د غوښتنو او هیواد اقتصادی شرایطو ته په کتو سره د ټولنی لپاره د اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کی پوه، بااحساسه، ملی، او متخصصه معنوی کاری قوه چمتو او د ټولنی د خدمت لپاره یی وګماری.

23/04/2022

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا لیکي:
وضاحت راسره په سړه سينه ولولئ!
درنو!
کابل پوهنتون د خپلو اکاډميکو چارو د تنظيم په موخه پيشنهاد وکړ، چې د اختلاط د مخنیوي له امله په اکاډميکو چارو کې د پېښې ګډوډۍ د رفع کولو په خاطر طرح لري، که ومنل شي. البته دا طرح يوازې د کابل پوهنتون لپاره ده او د ټولو پوهنتونونو لپاره د وزارت پرېکړه نه ده.

ګډوډي څه ډول وه؟
سهار خويندې او ماسپښين ورونه وو. همدا ډول د خويندو او ورونو ماښامني تدريسي پروګرامونه هم وو. استادان به له سهاره تر ماښام ناوخته پر تدريس بوخت ول. ښه دوی به له تدريس پرته نور اکاډميک خدمات څه وخت کوي؟ خپل تحقيقي کارونه به څه وخت کوي؟ د محصلينو اساينمټونو، پروجيکټونو او لارښوونو ته به کوم وخت ورکوي؟ د سبا درس لپاره به څه ډول او کوم وخت کې ځان تياروي؟
د پوهنتون د ترفيعاتو چارې به څه ډول تنظیموي؟ له خپل پوهنتون پرته د هغو لسګونو ولایتي پوهنتونونو چارې چې دوی پورې تړلي، څه ډول تنظيموي؟
تېره ورځ د کابل پوهنتون علمي معاون پوهاند شريفي په مجلس کې د استادانو په ستړيا غټې غټې اوښکې توی کړې، ځکه چې دغه حال دی!

پاتې شول محصلين
سهار خويندې راځي، يوولس نيمې رخصتيږي او تر دولس نيمو بايد پوهنتون پرېږدي، چې ورونه راځي. ښه دوی به کتابتون ته څه وخت ځي؟ استادانو ته به اساينمټتونه او پروجيکتونه څه وخت وړاندې کوي؟ لارښوونې به يې څه وخت اخلي او د استادانو پورتني حال ته په کتو به استادان دوی ته څومره وخت ورکوي؟
ورونه په همدې شکل ستونزه لري. د ورځې پروګرامونو پسې ماښامني پروګرامونه پيليږي او همدا ډول دوام کوي، چې استادان، محصلانې او محصلين له صنف تعقيبولو پرته بل هېڅ فرصت نه لري.

بناءً
د پوهنتون پيشنهاد و، چې يوه ورځ دې خويندې راځي او يوه ورځ ورونه. چا چې د ورځې دوه کرېډټه لرل، څلور دې شي. چا چې درې لرل، شپږ دې شي. پر دې ورځ دې هر څوک کتابتون ته، اساينمنټونو او پروجکيټونو ته، ګروپي کارونو او خپلو ټولو فعاليتونو ته په پراخه سينه او خپله خوښه رسيدګي وکړي.
استادان به هم ماسپښين وخت ولري، چې له تدريس پرته نور اکاډميک کارونه تنظيم کړي. د ستړيا د رفع کولو وخت به ولري. د ماښامنيو پروګرامونو لپاره به انرژي اخلي او کار به کوي.
له خپل پوهنتون سربېره چې د نورو لسګونو ولايتي پوهنتونونو او ان خصوصي پوهنتونونو د تقرريو او ترفيعاتو مسئوليت هم لري، په ښه ډول يې سمبالولی شي.

مجبوريت
دا چې پوهنتونونه "بايد" روان وي، اختلاط "بايد" نه وي، ټولې اکاډميکې چارې "بايد" منظمې وي، د نورو پوهنتونونو او ان خصوصي هغو کارونه هم "بايد" ځنډ نه شي، د استادانو او محصلينو چارو ته هم "بايد" په ښه ډول رسيدګي وشي، پوهنتون دا ښه وګڼله چې يوه ورځ دې خويندې، بله ورځ دې ورونه وي.
بيا هم يادوم چې درسي مکلفيت به بشپړ اداء کيږي، عملي کارونو ته به همداسې رسيدګي کيږي، د استادانو نور اکاډميک خدمات همداسې، کتابتون او ګروپي فعالیتونه همداسې او په ټوله کې دا د پوهنتون خپل پيشنهاد وي او وزارت يې يوازې د همدوی لپاره ورسره ومني، څه بدي ده.
تر څو چې وضعيت تماماً نورمال کيږي، لږ به سره زغم کوو.
له داسې چارې تاسې بې غمه اوسئ، چې خدای مه کړه، په تحصيلي بهير کې کوم لوی درز پيدا شي!

لیکنه: ښاغلی نقيب احمد عزیزيکيونیټ QNET ځنځيري غلا؛د پيسو او اعتبار هلاکت، زما يوه خاطره او درې ټوکې____________________...
22/04/2022

لیکنه: ښاغلی نقيب احمد عزیزي
کيونیټ QNET ځنځيري غلا؛
د پيسو او اعتبار هلاکت، زما يوه خاطره او درې ټوکې
______________________________________
کيونيټ په افغانستان کې يوه خيالي سوداګريزه شبکه ده، د جعل او پراډ له لارې ځينې ځوانان او پېغلې په دام کې کېباسي او پيسې يې لوټي. يوازې پيسې نه، کيونټ مو د پانګې، فکر، شخصيت او اعتبار په اغواء لاس پورې کوي.
کيو نيټ شبکه د غير واقعي ثروت د ګټلو خيال‌بافي ده او ډېر سيسټماټيک درواغ وايي. د دوی کارمندان داسې روزل شوي چې نوي ور جلبېدونکي کسان په سيسټماټيکه بڼه داسې برين واش کړي چې ان په قرض پيسې پيدا کړي خو دوی ته يې ورکړي.
لکه نړيوالې ټروريسټي شبکې چې انسانان د برين واش له لارې خونړيتوب ته تياروي، دوی يې اقتصادي هلاکت ته ننباسي چې بيا راوتل ترې سخت دي. کله چې پکې کښېوتې د بقا يوازېنۍ لاره دا ده چې بیا ته نور هم په ورته برخليک اخته کړې. مجبورېږې چې نور هم هغې کندې ته در کش کړې چې ته پکې لوېدلی يې.
اکثره معلومات تاييدوي چې دغه کاروبار افغانستان د ايراني او ترکي جعلکارو په لاسونو را غځول شوی او دلته په ترينینګ کې نويو راتلونکو کسانو ته وايي چې په هنګکانګ، ماليزيا او د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې فعاليت لري. د شبکې عمومي ډونران Vijay Eswaran او Joseph Bismark دي.

کيونيټ مو لومړی څنګه کېباسي؟
کيونيټ په کابل کې په بېلابېلو ځايونو کې ځينې مخفي دفترونه لري او په سازماني بڼه کار کوي. د دوی کارمندان په هيڅ ډول خپل راز نه افشا کوي، يوازې هغه وخت خبرېږې چې کله د دوی د ترينینګ کابو وروستۍ مرحلې ته ورسېږې. له بده مرغه په دې دام کې هم تر ډېره حده اطرافي پښتانه ځوانان او کم‌سواده کسان ښکېل شوي دي چې د ګټو ارماني، خو بې‌تجربې او له نړيوالو اطلاعاتي سرچينو محروم وګړي دي. نوي کسان چې کومه پوښتنه لري او دوی يې ځواب نه لري، وايي په بله مرحله کې به يې ځواب کړو. دوی ځینې خلک تشویق کړي چې په استخاره ورته راشي.

کيونيټ ته د ننوتلو مرحلې
۱. د بلنې مرحله
کيو نيټ ته چې بلل کېږئ، هرو مرو به خپل يو ډېر نږدې پېژندوی کس زنګ درته وهي. د انټرويو تر پيل پورې تاسې ته يو ټکی معلومات هم نه وي او نه يې درکوي چې دا دفتر د څه شي دی او څه ته را بلل شوي ياست. اشنا کس هم معلومات نه درکوي، وايي دوی پخپله کار درته تشريح کوي. له ورتګ سره سم انټرويو درسره پيلېږي چې اصلي موخه يې ستاسې د هوش، تمايل او د بې‌کاري د کچې معلومول وي.
له ځينو ابتدايي ټکو وروسته يوه کتابچه درته را اخلي چې د عکسونو البم ته ورته ده، هلته د کمپنۍ لوګوګانې او عکسونه در ښيي، کمپنۍ دومره لويه او په ډېرو هېوادونو کې فعاله درته معرفي کوي چې زړه مو هوا وکړي او هک پک شئ. د ځينو سوداګريزو توکو انځورونه در ښيي چې ګواکې دا زموږ د کمپنۍ د خرڅلاو توليدات دي.

۲. د تخنيکي بحث مرحله
په تخنيکي بحث کې دوی د خپل کاروبار تر تشريح مخکې د نړۍ نور ټول کاروبارونه نفې کوي. تر ننه چې تاسې هره دنده يا تحصيل کړی، هيڅ يې ګڼي. هر کارمند يې ځان له خپله کاره مطلق راضي بولي. دوی د تودو او سړو اعلاناتو بحث (دا په بازارموندنه کې مهم بحث بلل کېږي) پيلوي. له دوی سره د کار تر پيلولو وروسته مو ژوند ډېر رنګين او له راحت او ګټې مالامال درته انځوروي. درته وايي چې کيونټ شبکه د تودو اعلاناتو مېتود کاروي، ۹۰ کاله قرارداد درسره لاسليکوي، دوامداره اړيکې درسره پالي او غواړي خوشبخته شئ.

۳. د انګېزې د کتابونو او ويډيوګانو مرحله
د تخنيکي بحث په وخت کې چې دوی د کار ډول تشريح کړي او د دوو نږدې نفرو د راوستلو درته ووايي، وروسته کتابونه او ويډيوګانې در ښيي چې ناداره خلکو اخېر خپل ويده بخت څنګه بیداره کړ. (ځنګه ميليونر شو؟)، (نېستمن پلار، شتمن پلار)، د (بابل خان) يا (څنګه د خپل بخت چونګښه مچ کړو؟) هغه کتابونه دي چې دوی يې د مشتريانو د تشويق لپاره کاروي او د خپلې شومې مخې ښکار کوي يې. ويډيوګانې يې هم جوړې کړې او نويو کسانو ته يې ښيي چې په بېلابېلو هېوادونو کې کيونټ څه ډول فعاليت کوي. په ويډيوګانو کې اکثره يې بې‌کيفيته وي او ځينې د مشهورو ويناوالو او کتابونو د ليکوالو ليکچرونه او سياسي کنفرانسونه وي. په ويډيوګانو کې چې کومې غونډې، لوبې يا پارټيانې در ښيي، د کيونټ لوګو ګانې لګېدلې وي او خلک خوشالۍ کوي.
که کيونټ پر نړيواله کچه يوه قانوني کمپنۍ هم ومنو، په افغانستان کې يې په نامه جوړ شوي دفترونه هيڅ نه شي ثابتېدای چې له دوی سره تړاو لري. د کيونټ پر نړيوال اعتبار او هغو بنديزونو چې په بېلابېلو هېوادونو کې پرې لګېدلي، وروسته خبرې کوو.

۴. د ټرينينګ د پای مرحله
د ټرينينګ په پای کې که مو سر کار وکاوه؛ نو له شره به يې خوندي شئ. که په دې مرحله کې هم پر شا د را ګرځېدو ځواک درکې پيدا نه شو، پنځمې او وروستۍ مرحلې ته به ننوځئ. دوی داسې چلند کوي لکه بلک ميلينګ چې کوي.

۵. د بدبختۍ وروستۍ مرحله
وروستۍ مرحله د TC د پرانيستلو ده. دلته د دوی منګولې نورې ستاسې جېب ته په رسېدو وي. د اکاونټ د پرانيستې په پلمه شاوخوا پنځه زره افغانۍ در نه غواړي چې ګواکې بل ډول نه جوړېږي. که دغه وخت مو هم ځان و نه شوای ژغورلای، نوره مو ورځ اسانه نه شي رڼېدای.

د ټولو مرحلو په وخت کې به تاسې په ټينګار ځينې پوښتنې مطرح کړئ، په تېره بيا و به پوښتئ چې څومره پيسې په کار دي، خو دوی به حال درته و نه وايي.
وروسته په ډېر مهارت يو لک افغانۍ يا شاوخوا زر يا دولس سوه ډالر غواړي. دوی ظاهراً دا پيسې داسې نه ښيي چې ګواکې در نه اخلي يې، بلکې داسې ذهنيت درکوي چې دا د دوی د توکي قيمت دی چې درکوي يې او تاسې يې اخلئ. د محصولاتو په باره کې هم معلومات پټ ساتي، وايي زموږ محصولات له دوبی راځي او کيو نيټ کمپنۍ دلته سټور/دوکان نه لري. توکي په الوتکه کې راوړل کېږي چې له ۱۵ تر ۴۰ پورې ورځې نيسي. که ورته وواياست چې شيان ولې وار له مخه نه دي راوړل شوي، ځواب نه لري.

که وپوښتئ چې پيسې ولې بايد د توکي تر را رسېدو مخکې درکړو؟ وايي تر هغو اکاونټ نه پرانيستل کېږي او د شي ارډر هم ستاسې له اکاونټه کمپنۍ ته ورکول کېږي، مګر که تاسې دوه کسان نور ورته راوستل، ستاسې کمېشن د خرڅلاو د توکي تر را رسېدو مخکې درکوي او هغه نفر به نور نفر راولي. په اصل کې لا شی پر ميدان موجود نه وي، خو دلته بيا ډېرې پيسې لاس په لاس شوې وي. هر لومړی راغلی کس باید دويم او درېيم کس احمق کړي چې خپل غچ وکښلای شي. حال دا چې د کمېشن پيسې ۲۰۰ ډالر دي، مګر د توکي بیه تر دې څو چنده لوړه ده. دا هم معلومه نه ده چې په څو مياشتو کې خلک استحمار يا احمقولای شې؟

د دوی لپاره چې تاسې خپله دوه باوري دوستان بدبخته کړئ، بیا دوی تاسې بختور ګڼي او په اصطلاح بازارموندونکی يې يې. د جعل دا کاروبار په ځنځيري بڼه مخې ته ځي او ستاسې ښي او چپ اړخ ته د هرو دوو کسانو له زياتېدو سره نفر ډېرېږي.
ستاسې په ځنځيري ليکه کې چې د معرفي شويو کسانو شمېر ۱۲۸ تنه ته ورسېږي، تاسې به تقاعد شئ او کمپنۍ به هره مياشت ۲۷۲۰۰ ډالر درکوي، خو که دا محاسبه وغځول شي، پایله یې داسې کېږي:

"که داسې فکرو وکړو چې کیونیټ ته تاسې هر یو په یوه میاشت کې دوه نور کسان راولئ او هغوی هر یو بیا دوه دوه نور راولي.

کسان - میاشت
0 -------> ته
1 -------> 2
2 -------> 4
3 -------> 8
4 -------> 16
5 -------> 28
6 -------> 64
7 -------> 28
8 -------> 254
9 -------> 512
10 ------> 1024
11 ------> 2048
12 ------> 4,096
13 ------> 8,192
14 ------> 16,384
15 ------> 2,768
16 ------> 65,536
17 ------> 131,072
18 ------> 262,144
19 ------> 524,288
20 ------> 1,048,576
21 ------> 2,097,152
22 ------> 4,194,304
23 ------> 8,388,608
24 ------> 16,777,216
25 ------> 33,554,432
په ۲۵ میاشتې کې د افغانستان ټول نفوس خلاصېږي او په ۳۳ میاشتې کې د نړې ټول نفوس تمامېږي. په دې سره به په اخېر کې ټولو کسانو چې تر ۹۰٪ هم زیات دي ټولې پیسې بایللې وي او یا به یې تر خپل سر کمې پیسې ګټلې وي. د وروستۍ میاشتې کسانو به یوه روپۍ هم نه وي تر لاسه کړې، ځکه نور به څوک نه وي چې ډوپه یې کړي." (دا محاسبه له یوې لیکنې اخیستل شوې.)

دوی ځانونه ډېر متدين هم معرفي کوي او د پانګې د شريفانه مصرف توصيې درته کوي چې مثلاً خيرات به کولای شې، حج او دويم، درېيم يا څلورم واده.

زما خپله تجربه
ما ته يوه د مکتب د وخت ټولګيوال زنګ وواهه. دی ما ډېر کلونه نه وو ليدلی. په کابل کې کاروبار کوي.
نه پوهېږم دی به چا په دې ډُوله کې اچولی وي، په تليفون کې يې راته وويل چې زما ملګري دي، شرکت لري، ورسره کښېبنو. په مارکيټينګ کې کسانو ته ضرورت لري. ما ورته وويل، کومه ورځ به ووينو، خبرې به وکړو.
ده ټينګار وکړ چې وخت مې درته اخيستی او زه هم ستا لپاره درسره ځم. زه زهير شوم چې دا سړی خو شناخته دی او ځان يې په عذاب کړی، ورشه. په تلواره مې ځان برابر کړ او په موټر کې کېناستم.
په کوټه‌سنګي کې يې يوه اپارتمان ته ودرولم چې ما مخکې هم ليدلی و. ډېر معمولي ځای دی لکه يو کور په دويم منزل کې دفتر و. ده ته پر لاره وايم چې دا څنګه تجارت او کاروبار دی؟ وايي ته راځه هلته به يې دوی درته تشريح کړي.
ما تر دې مخکې د بيټ کوين، ون کوين او ويژن له مارکيټرانو سره هم ميټيڼګونه کړي وو. له ستوري خان سره هم کېناستلی وم چې د بابوجي خبره، زموږ د يوه ملګري ۷۵۰ ايرو يې دوړه دباو کړل. لومړی مې فکر وکړ چې همدا کيسه ده، خو وروسته يو کس راغی، پوښتنه يې راسره وکړه او هماغه د عکسونو البم ته ورته کتابچه يې راوړه. بیا مې وويل، خیر اورېدل خو منل دي، وا به ورم.

د دوی د کارمندانو رويه په ډېرو افراطي ـ تمثيلي اخلاقو ولاړه ده، مثلاً په هرو لسو دقيقو کې درته وايي چې خسته خو نه يې؟ ستړی خو به نه يې، اماده يې؟
زه د درېيمې او څلورمې مرحلې ترينينګ ته د روژې پر شپاړسمه (۲۰۲۲/۰۴/۱۷) ورغلی وم، کله چې به يې راته ويل خسته خو نه يې؟ ما به ويل خسته يم. وايي ولې خسته يې، صحابه کرامو به داسې سختۍ تېرولې. ورته کړه مې چې صحابه کرام خو صحابه کرام وو، موږ خو د مقر يو!
هر د خوښې خلاف ځواب ته به يې وخندل او بیا به د کار پر تشريح خبرې شروع شوې.
کوم ملګری چې تاسې کيونټ ته بیايي، ته د هغه لومړی يا دويم نفر راځې او لږ ګټه ده ته هم ځي. زما ملګری تر پايه په ما پسې څڅوړی و، هغوی چې به د دوی په اصطلاح ترينينګ کې خبرې کولې، ده به سترګې په ما کې دومره خښې کړې وې چې ځنې په تکليف به شوم. د دې لپاره به مې ور وکتل چې دی بلې خوا ته وګوري.

ما چې جريان وليد چې د بيټ کوين يا ون کوين يا بلې هرې جعلکارې شبکې سره يو شان دی؛ نو مې لږ په عذابول شروع کړل. دوی دفترونه هم ژر ژر بدلوي، و مې پوښتل چې د کوټه‌سنګي دفتر مو ولې پرېښود؟ وايي، دلته تراويح يو ځای کوو. ملګري ټول دلته سره راځي. هغه قاري صاحب پرون چکچکې هم بندې کړې. قاري صاحب هم تازه د مشتري توب مظلوميت ته داخل شوی ځوانکی صوفي و او اوس نو د جبري ملګرتيا ډوپه و. قاري صاحب دا پرون په دفتر کې پر چکچکو بندیز لګولی و. ما ورته ویل ولې يې بندې کړې؟ ويل ناروا دي.
ـ څنګه ناروا دي، دليل؟
زما ملګری راته وايي چې په قران کريم کې د يهودو په اړه راغلي چې دوی به چکچکې کولې.
ما ويل ښه؛ نو تاسې د قران کريم د ايتونو له دلالتونو همېشه د تحريم استنباط کوئ؟ که د اباحت، جواز، استحباب، وجوب او خبر او قصص هم... هسې خو د يهودو په اړه هم راځي چې ورته ويل شوي وو، د شنبې په ورځ د ماهيانو ښکار مه کوئ. اوس تاسې د شنبې په ورځ د ماهيانو ښکار حرام بولئ؟
بل مې ورته ويل چې کله قاري صاحب چکچکې بندې کړې، تاسې بايد يو چکچک ورته کړی وای.
وروسته نورې خبرې هم وشوې.
ما ورته وويل چې تاسې واياست د کاروبار لپاره يو فعال سيستم دی او بل غير فعال. فعال دې ته وايي چې همېشه کار کوې او ګټه اخلې او که دې لاس ودرېدل، خوله دې هم درېږي. غير فعال دا دی چې تا ته نور خلک لګيا وي، ته ناست يې، مګر ګټه تا ته راځي؛ نو ما ويل چې تاسې ولې په فعال سيسټم کې کار کوئ، خو موږ غير فعال سيسټم ته ور بولئ؟ دغه راز ما ورته وويل تاسې د خپل شي صفت ولې دومره نه کړئ، لکه د نورو شيانو غيبت چې کوئ؟ تحصيل ردوئ، دنده ردوئ، دوکانداري، کاروبار او هره بله حرفه. ځواب مې و نه موند.

زما د ملګري ټينګارونه
ما ته ملګري په بیا بیا وويل چې دا موضوع ان له ورور يا پلار غوندې نږدې چا سره هم شريکه نه کړې. ما چې ورته وويل، زه به پر تاسې شوې نيوکې هم وپلټم، ډېره يې طبعه خرابه شوه، ويل يې د کيو نيټ خپل سايټ ته مراجعه وکړه، په فيسبوک کې چې يې و نه ګورې او يا يې له چا پوښتنه و نه کړې. د وروستۍ مرحلې تر پيل مخکې مې ورته وويل، دا مرحله اوس مخ ته نه وړم. اجازه يې په زحمت راکړه. کله چې راووتلم، بیا يې زنګ راغی، ټينګار يې دا و چې که هره پوښتنه په ذهن کې راګرځي باید له بل چا سره يې شريکه نه کړم، ويل يې موږ يې دلته در ځوابوو. ما ويل بې غمه اوسه.
لږ وروسته يې بل زنګ راغی، خو پورته مې نه کړ.
ماښام چې مې موبايل وکوت، واټس‌اپ ته يې يو ۶۳مخه Pdf فايل را لېږلی و. په فارسي ژبه د کيونيټ په باره کې هماغه معلومات وو چې دوی په ترينينګ کې راکړي وو.

اوس وروستۍ مرحله او وروستۍ شېبه پاتې ده. زموږ ډوپه شوی ملګری غواړي خپل ډوپه‌توب د خپلو نږدې او باوري ملګرو په ډوپه کولو جبران کړي او بیا دا کار زه او زما نور ملګري هم له خپلو يارانو سره وکړو.
وايي، په يوه مېله کې سړي بل ته ويل چې نسوار مې کړی، چېرې يې تو کړم. هغه ورته وويل د څنګ د سړي په جېب کې يې ور تو کړ. ده ورته ويل؛ نو خو خبرېږي بد کار دی. سړي ورته کړه، ما چې ستا په جېب کې در تو کړ، ته خبر شوې؟ دا هماغسې د بل په جېب کې ور توکل دي، ځکه چې ستا په جېب کې بل چا توکلي وي.

په دغه دفتر کې چې اوس يې د سېلو درېيم سړک د مهاجرینو کوڅې ته را لېږدولی، د غزني د واغظ هلکان ډېر پکې وو. څو پاړسیوان هم وو، وردګ هم او د نورو سيمو هم.

لومړی ځل چې ورغلم تر روژه مخکې وو، ويل يې راځئ ډوډۍ تياره شوه. بلې کوټې ته يې بوتلم، پر دسترخوان څو وچې ډوډۍ پرتې دي او درې درې ځايه يې کړې دي. دا رقم خرابې وچې وريجې دي چې د سړي له لرې لا اشتهاء ورته رخصتېږي. هغه لومړۍ غرمه مې لا په زړه کې را تېره شوه چې يوه کمپنۍ برانډونه سپانسرډ کوي، دغو اطرافي او سپېرمزغيو هلکانو ته ولې داسې په نالت پټې وريجې ورکوي؟
په ټرينينګ کې د *** صاحب په نامه يو کس و، ما د دوی پر کاروبار ګڼې نيوکې او ټوکې وکړې، اخېر يې په خبرو کې خندا په زور کنټرولوله.
د انسان عجز په هغه وخت کې د سړي زړه ته ولوېږي چې ته پرې خبر يې چې دی درواغ وايي، خو دی ستا پر پوهېدو نه پوهېږي او تا د خبرو پر ځای د ده بېچاره‌ګۍ ته غوږ نیولی وي.
زما ملګری د مقر ولسوالي اوسېدونکی دی. دا بېچاره د خپلې سيمې په خلکو پسې نښتی وي او وچ په زور شناخت ورسره کوي او وچ له مجبوري د شناخته کس د باوري کولو لپاره له هر چا سره کښته پورته کېږي.
وايي، يو سړی ناست و له سره يې سپږې راکښې او خوړې يې. چا ورته ويل سپږې ولې خورې؟ ده ورته ويل، والله چې څومره يې خوړلی يم، دومره يې و نه خورم نه يې پرېږدم! دوی سپږو خوړلي، اوس مجبور دي چې سپږې وخوري.

په مالي لحاظ دوی له کيونټ څخه خپلې پيسې نه شي کښلای، اوس مجبور دي چې د مارکيټينګ په نامه يو څوک بوځي او د لسو افغانیو شی په ۱۰ زره پرې خرڅ کړي او دنده ورکړي چې نور خلک هم په دې مشترکه اشتباه کې سریښ کړي.
د محصول پوښتنه چې مې وکړه، وايي، د سټرس، وينې فشار او زړه د ناروغيو لپاره يو شی دی هغه مې اخيستی، په غاړه کېږي. ده ته وايم کوم دی را ښکاره يې کړه؟ وايي، ورور ته مې ورکړ، هغه مستري او د زړه په تکليف اخته دی. ګوتې ته يې لاس ونيو، وايي دومره دومره د زړه ګولۍ يې خوړې، اوس چې يې دا کيلي‌بند ور ځړولی، رک روغ دی. ما حيران ورته وکتل، وايم دا څنګه شی دی چې د ګوليو کار ورکوي؟ سترګې یې رډې رډې را وختلې او غړچ ناړې یې تېرې کړې.

بل هلک مې وپوښت، هغه بیا دا شی وړی و مور ته يې ور ځړولی و. تر پايه مې د کيونټ هغه محصول و نه ليد چې په اخيستو يې يو کس TC خلاصولای شي، نور ملګري يې اخيستلو ته رابللای شي او په رابللو يې کمېشن اخيستلای شي.
دلته د هر چا شخصيت، اعتبار او مالي وضعيت د *** غريب په څېر کېږي. له دې وروسته که دا زما شناخته ځان راته مړ هم کړي، زه به يې پر خبره اعتبار و نه شم کړای. نه بل ملګری پرېږدم چې یوه دقیقه وخت ور ضایع کړي.

د اقتصادي ودې غير واقعي لارې د نه مشروعيت تر څنګ خطرناکې او زبېښونکې هم دي.

په افغانستان کې د کيونيټ پر ځينو دفترونو د جمهوريت په وخت کې کورنیو چارو وزارت چاپې هم ووهلې او د کابل ښار په دويمه ناحيه کې يې دې شبکې ته منسوب ۲۵ تنه خيال‌بافه لوټماران ونيول. په ننګرهار کې د ضياءالحق امرخېل په وخت کې د خلکو د احتجاج له وجهې د کيونيټ کاروبار بند اعلان شو، خو اوس يې بيا فعاليتونه پراخ کړي دي.

کيونټ د نړيوال قانوني اعتبار او مشروعيت له بحران سره هم مخ دی، په افغانستان کې خو يې بېخي وضعيت مافيايي او مخفيانه دی. شپږ مياشتې مخکې د مصر مفتيانو د کيونيټ پر کاروبار فتوا ورکړه چې ناروا دی او ګټه يې هم حرامه ده. د (کیونیټ (Qnet) د فعالیتونو په اړه) لیکنه کې راځي:
"په دغه معامله کې د توليداتو یا مصنوعاتو پلورل مقصود نه وي، بلکې دغه مصنوعات یوازې د حيلې په طور کارول کېږي، په اصل کې د ممبرسازۍ له لارې د کمېشن در کمېشن کاروبار چلول مقصود وي. دغه کمېشن په دغه نيټورک مارکيټنګ سيسټم کې د ملا د تير حیثيت لري.

او فقهي قاعده ده چې: اَلْعِبْرَةُ فِي الْعُقُوْدِ لِلْمَقَاصِدِ وَالْمَعَانِي لاَ لِلْألْفَاظِ وَالْمَبَانِي . (قواعد الفقه : ۹۱) یعنې په عقودو کې د مقاصدو او معانيو اعتبار وي، الفاظ او حروفو ته نه وي.

همدارنګه بله فقهي قاعده ده چې: اَلْعِبْرَةَ لِلْغَالِبِ الشَّائِعِ لاَ لِلنَّادِرِ. (قواعد الفقه: ۹۱) یعنې د رايج او غالب حیثیت اعتبار وي، نادر او لږ موجود کېدونکي ته نه وي. نو د دغو قواعدو په رڼا کې هم دغه معامله روا نه معلومېږي."

په ۲۰۱۸ کې په عرب متحده اماراتو کې قانوني بنديز پرې ولګېد او خلک يې له ښکېلتيا پکې منع کړل.

کيونټ يو نه ګټل کېدونکی قمار او ځنځيري غلا ده.

ملا نصرالدين چا يوه څپېړه وهلی و، ده عريضه پرې وکړه. سړی يې قاضي ته بوت. قاضي سړي ته وويل چې لاړ شه ملا ته په بدله کې يوه روپۍ راوړه. سړی لاړ او هغه يې مخه شوه.
ملا نصرالدين منتظر و، اخېر يې حوصله ختمه شوه. را ولاړ شو او قاضي يې يوه کلکه چپلاخه وواهه. ورته و يې ويل چې هغه روپۍ راوړي، هغه ته ځنې واخله.

یادونه: ممکن دا موضوع اکثرو ته عادي وي او وار له مخه معلومات ولري، خو ما د تازه تېروتونکو د اګاهۍ لپاره عمومي شریکه کړه.
ـــــــــــ
ماخذونه:
1. https://www.moneylife.in/article/qnet-cancels-v-con-dubai-leaving-thousands-ofagents-in-soup/55261.html

2.
https://english.ahram.org.eg/NewsContent/3/12/30930/Business/Economy/QNet-Not-all-pyramids-make-money-for-Egypt.aspx

3.
https://pajhwok.com/2021/03/12/unregistered-qnet-company-deceiving-youth/

۴. احساس، عبدالرحمان، ليکنه: (کیو نیټ څه شی دی؟ څه ډول ځوانان دخیال په نړۍ کې ملیاردران کوي؟).

۵. ليکنه: پیوستن به شرکت های هرمی؛ قماری بدون بُرد!
6. https://8am.af/a-four-person-network-that-was-deceiving-people-to-get-rich-was-arrested-in-kabul/

7.
https://m.akhbarelyom.com/news/newdetails/3372488/1/%D8%B9%D9%84%D9%8A-%D8%AC%D9%85%D8%B9%D8%A9--%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B3%D9%88%D9%8A%D9%82-%D8%A7%D9%84%D8%B4%D8%A8%D9%83%D9%8A--%D9%83%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%AA--%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%85-%D8%B4%D8%B1%D8%B9%D8%A7

8. https://darulefta-af.com/%da%a9%d9%8a%d9%88%d9%86%db%90%d9%bc-qnet-%d8%af-%d9%81%d8%b9%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87/

This article is about the economy of Shah Amanullah Khan (1919-1929).The original version of this research article was w...
18/08/2020

This article is about the economy of Shah Amanullah Khan (1919-1929).
The original version of this research article was written in 2019 on the 100th anniversary of the independence day, which is only summarized here.

۱۹۱۹ -۱۹۲۹ د غازي امان الله خان د سلطنت په دوره کې د افغانستان اقتصاد ته لنډه کتنه

تازه:ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه تصویب کړه. د ۱۳۹۹ کال لپاره ټول ټال ۴۲۸ ملیارده افغانۍ بودجه ټاکل شوې ده ( د ډالر سر...
22/01/2020

تازه:
ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه تصویب کړه.
د ۱۳۹۹ کال لپاره ټول ټال ۴۲۸ ملیارده افغانۍ بودجه ټاکل شوې ده ( د ډالر سره د ۷۷ تبادلې نرخ له مخې د ۵ اعشاريه ۵۶ ملیارد ډالرو سره برابره ده).
له دې جملې ۲۸۹ ملیارد افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ ملیارد افغانۍ پرمختيايي( ۶۴ ملیارده اختیاري او ۷۵ ملیارد غیر اختیاري)بودجه ده.

https://www.bbc.com/pashto/interactivity-48208537
10/05/2019

https://www.bbc.com/pashto/interactivity-48208537

که چېرې اکاډمیکې، څېړنیزې او پر کاپي رایټ د څار ادارې، لیکوالان، څېړونکي او محصلین دا څو ساده ټکي په پام کې ونیسي، افغان څېړونکي به ډېر ژر په نړیوال اکاډمیک او څېړنیز...

 : د کندهار په دامان کې په لومړي ځل د افغانستان په سطحه د لمريزې برښنا تر ټولو لویه پروژه چې ۱۵ مېګاواټه برښنا به توليدو...
21/04/2019

:
د کندهار په دامان کې په لومړي ځل د افغانستان په سطحه د لمريزې برښنا تر ټولو لویه پروژه چې ۱۵ مېګاواټه برښنا به توليدوي، د خصوصي سکتور لخوا جوړه سوې ده کار یې بشپړ سوی دی، ډېر ژر به افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل سي.
برښنا شرکت

26/12/2017

تبدیلی محصلان پوهنتون های دولتی سال 1396 بر اساس موارد زیر قابل اجرا می باشد

30/11/2017

ولې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي؟
اقتصادی لیکنه:
د یو اقتصادی اصل په توګه تر ټولو د مخه باید دا ومنو چی ( پیسه هغه وخت خپل ارزښت له لاسه نه ورکوی کله چی په دوران یعنی سرمایګزاری کی لویدلی وي).
پیسه اساسا د څه لپاره رامنځ ته شوی ده؟ د دی سوال جواب دادی چی پیسه اصلا په تبادله کی د اسانی لپاره رامنځ ته شوی ده. که فرض کړو چی احمد ۱۰۰ افغانی لري د دی مطلب دادی چی احمد د ۱۰۰ افغانیو په اندازه ملکیت (جنس یا خدمت) لري. په عموم کی د یو هیواد پیسه د هیواد د داخلی تولیداتو GDP نماینده ګی کوی (یعنی پیسه د یو هیواد د داخلی تولیداتو بدیل ده).
د وروسته پاتی هیوادونو لپاره معمولاً پیسه د نړیوال وجهی صندوق IMF لخوا چاپیږی. نړیوال وجهی صندوق او یا هم د یو هیواد مرکزی بانک Central Bank د هغه هیواد د داخلی ناخالصو تولیداتو یا GDP په تناسب پيسه چاپوی او په هیواد کی یی نشر کوی. کله چی د هیواد ناخالص داخلی تولیدات GDP د هیواد له پسو سره مساوی (متناسب) وی ( GDP= Total Money) نو پیسه خپل ارزښت ثابت ساتی. خو که دغه مساوات (تناسب) له منځه ولاړ شی مثلا داخلی تولیدات کم شی یا هم د پیسو عرضه زیاته شی په دی حالت کی پیسی خپل ارزښت له لاسه روکوی چی دغه حالت ته انفلاسیون Inflation یا د پیسو پړسوب وایی.
پیسه دوه ډوله ارزښت لری. لومړی ډول ته یی د پیسو حقیقی ارزښت Real Value وایی چی د پورته تشریح مطابق دا ارزښت د داخلی تولیداتو GDP په واسطه ثابت ساتل کیدای شی او دوهم ډول یی اسمی ارزش Nominal Value دی چی بازار ته د پیسو د وړاندی کولو او راټولولو له لاری (پیسو د لیلام ) ثابت ساتل (کنترول) کیدای شی.
په افغانستان کی کله چی د دې کال په پیل کی د پیسو ارزښت مخ په کښته روان شو نو دولت هڅه کوله چی د مرکزی بانک د زخیری له لاری د پیسو ارزښت کنترول کړی خو دا چی د پیسو حقیقی ارزښت مخ په کښته روان وو د دولت دا هڅه له ناکامی سره مخ شوه.
واضیح خبره ده چی په افغانستان کی د سیاسی او امنیتی ثبات د نه شتون له امله په افغانستان کی موجوده پیسه د اقتصادی دوران (سرمایګزاری ) څخه وتلی ده، هر سرمایګزار هڅه کوی ترڅو خپله شتمنی په نقدو تبیدیل کړی او د شتمنی د له منځه تلو مخنیوی وکړی، بنا په هیواد کی تولیدی واحدونه خپل فعالیت نه کوی نو ځکه د هیواد په داخلی تولیداتو GDP کی هره ورځ کموالی رامنځ ته کیږی او پیسی د کاربار په ځآی په نغدو بدلیږی چی دغه حالت پورتنی مساوات ( GDP= Total Money) یا (مجموعی پیسی = د هیواد ټول داخلی تولیدات) له منځه وړی دی او له امله یی د پیسی حقیقی ارزښت ورځ په ورځ کمیدونکی دی. دا حالت د یو هیواد د اقتصاد لپاره ډیر خطرناک حالت دی ځکه له دی سره ورځ په ورځ قیمتونه لوړیږی، وراداتو ته لاره هواریږی او د هیواد څخه ډیر اسعار خارجیږی په نتیجه کی یی د هیواد اقتصاد له رکود سره مخ کیږی.
په خلص ډل ویلای شو چی د افغانی د ارزښت د کموالی یوازینی لامل د هیواد په داخل کی د تولیدی فعالیتونو( سرمایګزاریو) کمیدل دی چی له امله یی د هیواد د تولیداتو حجم کموالی او د نغدو پیسو حجم زیاتوالی کړی (انفلاسیون رامنځ ته شوی) او افغانی خپل ارزښت ورځ په ورځ له لاسه ورکوی.
د دی مسلی حل د مرکزی بانک د کنترول څخه وتلی ده ځکه مرکزی بانک یوازی د افغانی ارزښت کنترول کولای شی او بس. او دا مسله یوازی هغه وخت حل کیدای شی چی د هیواد په داخل کی د سرمایګزاری لپاره لاره هواره شی او پیسه د خلکو له جیبونو څخه په تولیدی فعالیت کی مصروفه شی. ترڅو د دغه لیکنی په سر کی لیکل شوی اقتصادی اصل رعایت شوی وی او پیسی خپل ارزش ساتلی وی.

10/07/2017
06/05/2015

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په خلیجي هیوادونو کې د هغو هندواڼو د خوراک په اړه ویرې او اندیښنې راټوکیدلي چې له ایران څخه دغو هیوادونو ته صادریږي. د خلیجي هیوادونو اوسیدونکي وايي چې له ایران څخه په واردیدونکو هندواڼو کې شکمن سوري لیدل کیږي چې ښايي د کیمیاوي یا زهري موادو د پیچکاري کولو له امله رامینځته شوي وي. په کویټ، متحده عربي اماراتو او قطر کې امنیتي چارواکي وايي چې د پیښې په اړه ګڼ شکایتونه او اندیښنې وررسیدلي او په خلکو کې د ویرې او ډار لامل ګرځیدلې. په متحده عربي اماراتو کې د ګڼو سیمو ښاروالیو ټنونه هندواڼې له بازارونو څخه راغونډې کړي او له مینځه وړي دي. د (البیان) په نامه یوې اماراتۍ ورځپاڼې لیکلي چې په دبۍ، ابوظبي، شارجه او ام القیوین کې ټولټال پنځه ټنه ایرانۍ هندواڼې له مینځه وړل شوي. همدا راز په کویټ کې د ښاروالۍ وزارت له بازارونو څخه ایرانۍ هندواڼې راټولې کړي او په خرڅلاوو یې بندیز لګولی. په قطر کې هم د روغتیا عالي کمیسون د دوحې په بندر کې په پراخه پیمانه ایرانۍ سوري لرونکي هندواڼې ضبط کړي او په لابراتوارونو کې یې تر معاینې لاندې نیولي. خو په یو شمیر خلیجي هیوادونو کې چارواکو خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی چې ایرانۍ هندواڼې د استهلاک وړ دي او په کې لیدونکي سوري د هغو حشراتو او ملخانو له امله رامینځته شوي چې معمولا په اوسني موسم کې د هندواڼو فصلونه وهي. د متحده عربي اماراتو د چاپیریال ساتنې وزارت ویلي چې د هندواڼو حشرې خپله ټاکلې دوره پای ته رسولې او اوس په هندواڼو کې شتون نه لري او نه یې په کې اغیزې لیدل کیږي. همدا راز د قطر د ښاروالۍ وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی چې تر څیړنیو وروسته په ایرانۍ هندواڼو کې د کیمیايي او زهري موادو شتون نه دی موندل شوی. خو د دبۍ د پولیسو مرستیال ضاحي خلفان په ټویټر کې په خپله پاڼه لیکلي: «د ایرانۍ هندواڼو له رسوايۍ وروسته څرګنده شوه چې د دغه هیواد میوې د روغتیايي ناورین اصلي لامل جوړوي». له بلې خوا د ایران خبري اژانس دغه موضوع له اندازې زیاته پړسول شوې ګڼلې او زیات کړې يې ده چې د دې پیښې هدف په خلیجي بازارونو کې د ایراني توکي مخنیوی کول دي. همدا راز د ایران فارس خبري اژانس لیکلي چې د سعودي په مشرۍ د یمني حوثیانو پر ضد نظامي ایتلاف د حوثیانو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی نو ځکه له ډیرې غوصې دا ځل په ایرانۍ هندواڼو بریدونه کوي. خو سعودي لیکوال (جاسر الجاسر) په دې اړه خپلې مقالې کې د ایران په اړه دغه ډول اندیښنې د سیمې د سیاسي وضعیت طبیعي زیږنده بولي او څرګندوي چې د ایران سیاسي او عملي پالیسي د دې لامل ګرځیدلې چې زمونږ او ایران ترمینځ د باور او اعتماد ټولې پولې ونړیږي او ترمینځ مو د شک او بې باورۍ دیوالونه وغځیږي.

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 21:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اقتصاد پوهنځۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to اقتصاد پوهنځۍ:

Share