05/08/2026
ایمان ښوونځي د خپل تدریسي بهیر د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پایلې اعلان کړې. (لومړی ټایم) سه شنبه / ۱۳ /۵/ ۱۴۰۵
د استعدادونو دقیقه او په منل شوو معیارونو ولاړه ارزونه، د تعلیمي پروسې څرنګوالی په ګوته کوي. قوي او کمزوري ټکي ئې را برسېره کوي. په یاد مسیر د ګړندي او بریالي مزل رازونه ښکاره کوي. د راتلونکې لپاره په منظمه پلان جوړونه او مناسبه تصمیم نیونه کې رغنده رول لوبوي.
ایمان ښوونځی د ازموینې ریښتني فلسفې ته په کتو، هر وخت له خپل تدریسي بهیر، معیاري او رڼه ارزونه کړې ده. تل ئې د زده کوونکو ریښتني مهارتونه او واقعي استعدادونه د حقیقت بر بنسټ ټولنې او د هغوي والدینو ته ور پېژندلي دي. له بلې خوا په یاد ښوونځي کې د ارزونې بهیر له پیله تر پایه دقیق څېړل کیږي. له څېړلو وروسته راتلونکې پلان جوړونه او تصمیم نیونه د همدې پایلو له مخې ترسره کیږي.
ریښتني استعدادونه پلټو، هغوي په منظمه او دوامداره توګه پالو د کمال تر کچې ئې رسوو او ټولنې ته ئې د متکاملو شخصیتونو په څېرو کې وړاندې کوو.