رحمت شاه سایل افغان

رحمت شاه سایل افغان love is life

څڼو ته سنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري د کلي لمر تندر نيولى دې سهار نه لري
24/06/2020

څڼو ته سنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري
د کلي لمر تندر نيولى دې سهار نه لري

20/03/2020

بل دی هیڅوک دومره نه پیژنی لکه ته خپله!
نو له ځان سره صادق اوسه ماته به ونه خوری

16/12/2019

جالبي. خبری
۱ - خوست کې یو پوليس خپل ټوپک بوجۍ کي ګرځوي 😎
،ز‌
۲ - دوستم د مزارشريف پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ څخه لیدنه وکړه، او محصلینو ته یې ووېل : شاباس سم درس ووایئ، چې طب پوهنځې ته بریالي شئ 😝😝

۳ - کوچیان په دین سر ورکوي، خو زده کوي یې نه 😛😛

۴ - له احمقانو سره بحث کول داسې دي لکه د سړي چې ګرمه تبه وي 😎😎

۵ - د اوبو څخه مېښه، او د سیمسارۍ دوکان څخه ښځه، هيڅکله نه وځي 😝😝

۶ - عجیب خلک یوو، د سر ویښتان په لکونو لګوو او د ږیرې ویښتان مفت لرې کوو 😕😕

۷ - غریب سړی په دوو وختونو کې چرګ خوري، کله چې دی پخپله مریض شي ـ او کله یې چې چرګ مریض شي 😂😂

۸ - ریل ګاډی هيڅکله نه پنچرېږي 😎😎

۹ - له یو هندو څخه پښتون پوښتنه وکړه، چې (I m going) څه مانا ؟
هندو ورته وویل: زه ځم .
پښتون وویل: پلار دي هم ولاکه رانه لاړ شي، تر څو ځواب رانکړې 😅😅

۱۰ دافغانستان ټول خلګ سیاسي شنونکي دي

۱۱ - په کوچني عمر کې د هلکانو د واده تر ټولو لوی تاوان دا دی، چې له خپلو بچو ټول پاپړ او بسکېټ په خپله خوري 😝😝

۱۲ - په افغانستان کې میندې خپل بچیان د ورځې څلور ځلې شماري 😓😓

۱۵ ـ که خیاط د هر څومره ملګري او یا خپلوان شې پرتوګ په شاګرد ګنډې😆😆

۱۳ - یو کس لیکلي و، ښځه د کور رڼا ده، بل کس په کمنټ کې ورته لیکلي و، سړی د کور جنراتور دی 😎😎

۱۴ - ډیر خلک لور نه غواړي، خو ښځه غواړي 😕😕

۱۵ - یو څلوېښت کالن خیاط، یو سړي ته کالي ګنډلي و، دواړه یې پرتوګونه ګنډلي وو
کومه شمیره جالبه ده.ملګرو

30/04/2014

ګـــــــــــــــودر د پیغـــــــــــــلو پارلـــــمان دی
منګـــــــي یې نسته په بوتــــــــــل ویشتل کوینه

29/04/2014

ګاونډيه آ شنا!!!

زما په کور کې چې دا اور بليږي ، زه به تر کومه حو صله کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه
زما پخې سړکي هم کچه شولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.
زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کې باغونه جوړ کړل.
زما فرهنګ ، کلتور، معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.
زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.
زما د کونډې ابۍ پړونی خرڅ شو، تا دې بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.
زما بندونه فابريکې ورانې شوې ، تا کارخانې او ماشينونه جوړ کړل.
زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.
کور مې شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.
ستا له لازمې همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.
زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.
عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.
کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژنې خلاصېدلی نه شم.
زما د خولې جلب هم ستا لاس کې دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.
په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه ، چې ساه مې وځي خوځېدلی نه شم.
مال او متاع مې ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.
خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.
په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.
ته د اخبار سرخي په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چې افغان مهاجر.
دسخت باران او د ږلۍ له لاسه، په کمپ کې مړه دي سل خواران مهاجر.
او بيا د سو تغذيي له وجهې ، مرګ ته نيږدې دي يتيمان مهاجر.
دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.
ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.
مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چې ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.
ښه مې تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا د ولکې ته ننداره کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.
يو خوا د امن سولې چيغې وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.
ډک په ميزايل او راکټو نو باندې، د داسلندو کتارونه درومي.
څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کې تک تور زړونه درومي.
چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.
څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې، يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.
افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.
ته د خپل سر د غټېدو په غم يې، زما په سرکې شمار سرونه درومي.
ستا د مطلب پوره کېدوو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.
مال به دې ډېر شي قارونيه اشنا ، غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.
زهر د راکړه د حلوا په نامه، لارې لستوڼي لاندې مار وختې.
تا ددوستۍ او د وفا لاپې کړې، اخر دوښمن او جفاکار وختې.
تا ويل چې سر او مال مې دواړه در کړل، خو حسابۍ کې مې قرضدار و ختې.
نه دې ماديات نه معنويات را پرېښول، د رنځ طبيب نه شوې دانکمار وختې.
خام او پاخه مواد دې وويوړه زما، ته لاموړ نه شولې ښامار و ختې.
غوښې مې خلاصې شوې هډوکي مې خورې ،اشتها دې بنده ده بيمار وختې.
مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو، ته ممې قاتل د ورور او پلار وختې.
هېر به مې نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.
زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.
بيا به يې په چل د مړکېدو پوه نه شې، ته به يو ځای وژنې خو نور به واخلې.
که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.
ته که زما په شان زخمي زخمي شوې،ګمان مې نه شي که ټکور به واخلې.
دردمن زړګي ته مې زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.
زما په مړو ايرو کې څه لټوې، لال پکې وسوځيده سکور به واخلې.
بيا به دې ځای په يو وطن کې نه شي، لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.
په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دې درنه پرده کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.
ته په برات کې د اختر حساب کړې، په ما شپې ورځې محرم تيريږي.
ته د ملت سپېڅلې ورځې لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.
زه چې لږ ساه واخلم مسکی غوندې شم،جانانه تا باندې ستم تيريږي.
د خپلواکۍ د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.
زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.
د بهرني دښمن ښکرونه مات شول، اوس ګاونديان مې کور په چم تيريږي.
خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چې تېر شو نو داهم تيريږي.
په خوی ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.
زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.
وکړه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.
وګوره ليک د پرنګي تاريخ کې، ان ترلندنه زغلولی دی ما.
چا چې په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کې غوڅ کړی دی ما.
روس په جهان کې د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کې شرمولی دی ما.
دنيا څو ځلې آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلې کتلی دی ما.
ګران ګاونډيه حق دې و پېژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.
هېر به مې نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.

29/04/2014

ای د ژوندون په مجبورو کې رانه ورک جانانه
واوره د زړه یو څو خبــــــــــرې درته زه کومـه!
!
یاره ما مینـــــه ، انتظــار ، جـدايې نه پیژنده
تا ورته بوتلـم ما د مینـــۍ دنیــا څه پیــژنده

ستا محبـــت د محبـــت سره اشنـا کړمه زه
ستا انتظار د انتظار په مفهـــوم پـوه کړمه زه

بغیـــــــر له تانه ما په چا پسې ژړلـې نه دی
ته چې جدا يې یاره ما چیرته خندلې نه دی

په توره شپه کې چې هر خواه ته خاموشې خوریږې
زما په زړه دا ستـــــــــــا یــــــــــادونـــه لیونې خوریږې

29/04/2014

(مبارک موسه)
راغله بیا روژه ورته ورته تیار مو خپل ځانونه کی
ټینګه عقیده کی ورته جوړ صفا نیتونه کی
بیا به د ماښام اذان ته جوړ روژه مانونه کی
ملا به تر مخه تراویح به قران کیږی
ډیر عبادات وکی په په صفا مو خپل ګناهونه کی
څومره برکت لري خیرات او سرسایي ورکي
ناوسه خلګ سته تیار مو زکاتونه کی

29/04/2014

د ولسمشرکرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني او د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي شکایتونو پر څیړنو ټینګار وکړاو ویې ویل چې، دا لړۍ په پوره دقت سره څاري.

محمد یونس قانوني وویل چې، خلکوپه انتخاباتو کې له ګډون سره سره خپل مسوولیت ترسره کړ او اوس د انتخاباتي کمیسیونونو دنده ده چې شکایتونه وڅیړي.

ښاغلي قانوني وویل چې، د انتخاباتوتوپ اوس مهال د انتخاباتي کمیسیونونو په میدان کې دی او دا کمیسیونونه باید په دې برخه کې له قانون سره سم عمل اواجرآت وکړي:

29/04/2014

څّه یو زړه د سایل خو ندی چی دی یوړو
منمه چی به ټول واړه داغی درسره یوسی

Address

Kabul
24000

Telephone

0093780902081

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when رحمت شاه سایل افغان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to رحمت شاه سایل افغان:

Share