Faculty of Physics, Kabul University

Directions Contact the university

Faculty of Physics, Kabul University دا پاڼه هڅه کوي چې د ګران هېواد ځوانان د ساینس زده کړو ت?

د ساینسي علومو په منځ کې فزیک یوداسې علم دې چې نور ټول ساینسي علوم ترې سرچینه اخلي. د فزیک علم د کاینات د رامنځ کېدلو ددې د تدریجي ارتقا څخه نیولې د کاینات د کوچنۍ نه کو چنۍ ذرې په هکله څېړنې کوي. د فزیک په لنډو لاس ته راوړنو کې برېښنا، کمپیوتر، عصري کیمیا، په طب کې کارول کېدونکي ټول ماشیني آلات، بېلا بېلو سیارو ته ماشینونو نه لېږدول اوداسې نور...

په اټالیا هیواد کی د نظري فزیک نړیوال مرکز (ICTP) د بی پولی فزیک (PWF) یوه پروژه لري چی په خوارو او وروسته پاتی هیوادونو...
18/09/2026

په اټالیا هیواد کی د نظري فزیک نړیوال مرکز (ICTP) د بی پولی فزیک (PWF) یوه پروژه لري چی په خوارو او وروسته پاتی هیوادونو کی د فزیک د ترویج او تشهیر دنده پر غاړه لري. دا پروژه په خوارو او وروسته پاتی هیوادونه کی داسی درسی پروګرامونه او سیمیارونه جوړوي چی د پوهنتون زدکړیالان د فزیک زدکړی او کارونی ته وهڅوي.
دی پروژی د افغانستان لپاره ډیره ښه ګټه ورکړی ده او په لسګونو د فزیک افغان زدکړیالان ددی لاری د نړۍ ډيرو ښه پوهنتونونو ته د ماسټرۍ او دکتورا لپاره تللی دي.
د فزیک ټولو مینه والو ته دعوت ورکول کیږي چی راتلونکی اکتوبر میاشت کی دی ددی بنسټ لخوا جوړ شوی انلاین علمي کانفرانس کی ګډون وکړي، ګډون وړیا دی. لومړۍ هڅه وکړئ چی خپل د ماسټرۍ له تیزس یا د لیسانس له مونوګراف څخه یو ښه پریزنټیشن جوړ کړئ او دلته یی ارایه کړئ، ګنی محضی ګډون کول هم له ګټی خالي ندی.
پدی کانفرانس کی ګډون کول پدی معنی نده چی په هم هغه شیبه به تاسي ته د ماسترۍ یا دکتورا بورس درکړل شي خو دا د فزیک د ډګر د خارجي او داخلي کسانو سره د اشنا کیدلو، په ګډه په فرصتونو د بحث کولو او راتلونکی لپاره د پلان جوړلو ښه چانس دی.

Are you a Afghan Physics Student, studying in Afghanistan or abroad? Or are you a physicist eager to support Afghan students?

Please join us 27-28 October 2026 for the online annual Afghan Physics Students' Conference, where we will hear from international organisations, inspiring Afghan mentors and leaders, and in particular from Afghan physics students, discussing their latest projects and research!
https://indico.ictp.it/event/11480/

Afghan students please register here to attend and present your talk: tinyurl.com/AfghanPWF
International speakers please email us at [email protected] if you wish to give a presentation to support our audience, or find details to join on the indico page https://indico.ictp.it/event/11480/

د کابل پوهنتون فزیک څانګی د ۱۳۹۳ کال اول نمره او ډیر بااستعداده او زیارکښه زدکړیالی زاهد احمد صافی د خپل مسلکي ژوند یو د...
05/04/2026

د کابل پوهنتون فزیک څانګی د ۱۳۹۳ کال اول نمره او ډیر بااستعداده او زیارکښه زدکړیالی زاهد احمد صافی د خپل مسلکي ژوند یو داسی پړاو ته داخل شو چی فزیک پوهنځی، د کابل پوهنتون او د افغانستان اکاډمیکه ټولنه به پری تل لپاره ویاړي. هغه د یوې ستری رقابتي پروسې (MedPhys Match) له لارې د متحده ایالاتو پنسلوانیا ایالت، پيټسبرګ ښار د UPMC Hillman Cancer Center د معالجوي طبي فزیک ستاژ برنامې (Therapeutic Medical Physics Residency program) ته لاره ومونده. هغه ددې لاسته راوړنې مبارکي د خپلې ټولې کورنۍ تر څنګ درنو استادانو ته هم وړاندی کړی ده.
زاهد احمد صافی له فراغت څخه وروستو د افغانستان اټومي انرژۍ د ننګرهار څانګی له بنسټ ایښودنکو غړو څخه وو او په دغه څانګه کی یی تر ډیر وخته د چارسمبالي چاری مخته وړی وی.
هغه د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي کدري ازموینه کی هم بریالی شوی وو. د زاهد احمد صافي د خپل مسلک سره مینه، هڅه او تلاش ددی خبری مصداق دی چی
غوټی پسی وهی په لاس به درشي
چا ویلي چی دریاب کی ګوهر نشته

زاهد احمد صافي ته د طبي فزیک پدی خورا مهمه برخه کی د لا بریاوو هیله لرو او تمه لرو چی د خپل وطن او وطنوالو نوم به لا روښانه وساتي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Physics, Kabul University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Physics, Kabul University:

Shortcuts

Share