Pashto Department-KU پښتو څانګه - کابل پوهنتون

Pashto Department-KU پښتو څانګه - کابل پوهنتون this is official page of Pashto Department of Kabul University. You can find all information about us via this page.

24/11/2025

د فاتحې خبرتیا
پښتو څانګه د پښتو ژبې او ادب له ټولو هغو پالونکو مننه کوي‌ چې ددې څانګې د متقاعد استاد مرحوم دوکتور محمد اجان حقپال په جنازه کې یې ګډون کړی و او په دې ستر غم کې یې ځان له موږ سره شریک وبللو.
پښتو څانګه د مرحوم استاد ټولو شاګردانو،‌ همکارانو او دوستانو ته خبر ورکوي‌ چې د مرحوم فاتحه د سه شنبې په ورځ د قوس یا لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه، د رحمن بابا مینې په محمد مصطفی (ص) جامع جومات کې له ۱:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې اخیستل کېږي.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!

21/11/2025

په ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې دروند استاد پروفیسور دوکتور محمد اجان حقپال له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.
مرحوم دوکتور محمد اجان حقپال اوږده موده په کابل پوهنتون کې ددې وطن د بچیانو په روزنه او پالنه کې نه هېرېدونکې هڅې کړې دي او پښتو څانګه یې پر ارزښتمنو خدماتو ویاړي.
د پښتو څانګې علمي غړي، محصلین او کارکوونکي د مرحوم استاد د مړینې له امله ویرمن دي او د استاد له درنې کورنۍ او د پښتو ژبې او ادب له خدمتګارانو سره ځان په دې ستر غم کې شریک بولي.
د پاک رب له درباره درانه استاد ته د عالي جنتونو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوو.
انالله و انا الیه راجعون

Address

Kabul Karth 4 Kabul
Kabul
1007

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Department-KU پښتو څانګه - کابل پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Pashto Department-KU پښتو څانګه - کابل پوهنتون:

Share