05/06/2026
د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ تحصیلي کال د دوهم سمستر د وروستیو ازموینو د پیل خبرتیا!!!
د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځي ټولو قدرمنو محصلانو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ تحصیلي کال د دوهم سمستر وروستۍ ازموینې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د جوزا میاشتې په ۱۷مه نېټه پیلېږي.
له ټولو محصلانو څخه غوښتنه کېږي چې د ازموینو د اعلان شوي مهالویش مطابق په ټاکلي وخت د ازموینو په غونډو کې حاضر شي او د ازموینو ټول نافذ اصول، لوایح او مقررات په جدي توګه مراعت کړي.
هېله ده چې د ازموینو لپاره له وړاندې بشپړ چمتووالی ونیسئ او د علمي بریاوو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړئ.
په درنښت
د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځي اداره
ستاسو د لا زیاتو بریاوو او روښانه راتلونکي په هیله!