د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون
Directions Website

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون Afghanistan National Agricultural Sciences and Technology University

28/09/2026
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د...
16/09/2026

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د څرنګوالي په موخه، د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري د اور وژني او د اورلګېدني پر مهال د اړینو احتیاطي تدابیرو په اړه یو ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار وړاندي سو، چي ټولو اداري کارکوونکو پکښي ګډون کړی و.
یاد سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. ورپسې د اطفائیې مدیریت محترم استازي د اور وژني، د اورلګېدني د لاملونو او د پېښو د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او ټینګار یې وکړ، چي د اورلګېدني د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو مراعاتول او د پېښې پر مهال پر وخت او سم اقدام کول د انساني ژوند او شتمنیو د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د اور د رامنځته کېدو اساسي لاملونه، د اور بېلابېل ډولونه او د هر ډول اور لپاره د مناسبو اور وژونکو وسایلو د کارولو په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړل. همدارنګه یې د برېښنايي وسایلو، ګاز، تېلو او نورو اور اخیستونکو موادو له امله د اورلګېدني د رامنځته کېدو د خطرونو په اړه خبرې وکړې او د دغو خطرونو د مخنیوي لپاره یې اړین احتیاطي تدابیر په څرګنده توګه تشریح کړل.
په همدې لړ کي ګډونوالو ته د اور وژونکو دستګاوو د ډولونو، د کارولو د سمي طریقې، د اور د نوعیت او کچي له مخي د مناسب اور وژونکي وسیلې د انتخاب، او د اور د لومړنیو نښو د پېژندلو په اړه عملي او مسلکي لارښووني وړاندي سوې. همدارنګه د اورلګېدني پر مهال د ځان او نورو د خوندیتوب، د خوندي وتلو د لارو د پېژندلو، د خلکو د منظم ایستلو او اړوندو مسؤلو ادارو ته د پر وخت خبر ورکولو پر ارزښت ټینګار وسو.
د سیمینار په ترڅ کي ګډونوالو ته دا هم روښانه سوه، چي د اورلګېدني پر مهال له بېړني، احساساتي او ناسم اقدام څخه باید ډډه وسي؛ لومړی باید د ځان او نورو خوندیتوب ته پاملرنه وسي او بیا د اور د نوعیت، کچي او موجودو امکاناتو په پام کي نیولو سره مناسب او خوندي اقدام ترسره سي.
د سیمینار په وروستۍ برخه کي د اور وژني عملي تمرین هم ترسره سو. په دغه تمرین کي د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري ګډونوالو ته په عملي ډول وښودل سول، چي د اور وژونکي دستګاه څنګه په سمه او خوندي توګه وکاروي او د اور پر لور یې د استعمال پر مهال کومو ټکو ته پاملرنه وکړي.
په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري لازم او قناعت‌بخښونکي ځوابونه ورکړل سول. دغه یو ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېد.
1405/6/25
اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمريت.اناسټو

16/09/2026

د اناسټو پوهنتون محترم رئس مولوي شبير احمد عباس صاحب

Address

Dand District, Spin Boldak High Way
Kandahar
3803

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share