شایستہ خان خپلواک

شایستہ خان خپلواک 0708292311

اسلام علیکم دغه ماشوم په لښکرګاه ښار کی د بست شفاخانی سره دیو چا څخه پاته سوی چی اوس یی هیڅ قریب درک نسته ماشوم له ډیره ...
15/05/2024

اسلام علیکم دغه ماشوم په لښکرګاه ښار کی د بست شفاخانی سره دیو چا څخه پاته سوی چی اوس یی هیڅ قریب درک نسته ماشوم له ډیره وخته دلته دی چی اوس په اوله حوزه کی دی نوکه یی څوک پیژنی دوستانو شیر یی کړی مننه

23/10/2023
افغانستان په روان نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې کوي. سیال یې کوربه هند دی. هند خپله لوم...
10/10/2023

افغانستان په روان نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې کوي. سیال یې کوربه هند دی. هند خپله لومړۍ لوبه ګټلې او افغانستان بایللې ده.
له هند څخه د ګټلو توقع ډېره غټه خبره ده، خو په کرکټ کې ناممکنه نه ده. مګر، افغانستان باید ثابته کړي چې دوی د یوې ورځنیو لوبو ښه وړ لوبغاړي هم دي.

د تېرې ماتې درسونه
که دوه درسونه د بنګله دېش له ماتې څخه زده کړل شوي وي هغه به دا وي چې یوه ورځنۍ لوبې تر ډېره د غټو شاټونو لوبې نه دي. بلکې د حوصلې، زغم او اوږدو انېنګزونو او پارټنرشيپ لوبې دي. دا پلان عملي کول په کار وي چې څنګه یو انېنګز پنځو اورونو ته وغځول شي، له پنځو څخه لسو او له لسو ۱۵ او ۲۰ ته. دا پلان توپ وهونکو ته ورکول کېږي او هغوی یې باید عملي کړي. د بنګله دېش په مقابل لوبې کې دا شی هېڅ ونه لیدل شو.

دویم درس به دا وي چې وخت او وضعیت باید ښه و ارزول شي او په هماغه اساس لوبه وشي. د بنګله دېش خلاف لوبې کې رحمت شاه د اوبو له دمې وروسته په لومړي توپ باندې په خپله ځان اوټ کړ، ابراهم او نور هم همداسې.
توپ اچوونې کې هم دودیزه بڼه وکارول شوه او کوم ابتګار په کې ونه لیدل شو.

لوبډلې کې تغیر
له هرې ماتې وروسته لوبډلې خپلې تېروتنې مطالعه کوي او په هماغه اساس لوبډلې کې تغیر/تغیرات راولي. زه فکر کوم افغانستان په توپ وهنې یو/ دوه تغیر ته ضرورت لري.
یوه ورځنۍ لوبې د اوږدو انېنګزونو لوبې دې، موږ د دې فارمټ دوه نور لوبغاړي اکرام علي خېل او ریاض حسن لرو. زما په نظر، د هند خلاف لوبې کې د اکرام علي خېل لوبول ډېر ضرور دي، چپ لاسی دی او د انېنګز د غځولو ښه وړتیا لري او که ضرورت و، کیپينګ کې ګربز ته هم دمه ورکولای شي.
د توپ وهنې ترتیب/ارډر کې هم زما په نظر یو تغیر ته ضرورت دی. له رحمت شاه وروسته باید یو الراونډر ولوبول شي. حشمت خپل ارډر لږ شاته کړي. دا به دوې ګټې ولري، یوه به د منډو تسلسل روان وساتل شي، دویم به یو عمده توپ وهونکی وروسته حالت ته خوندي کړي.

د پچ وضعیت
دا لوبه په هماغه میدان کې ده چې څو ورځې مخکې جنوبي افریقا په کې سري لانکا ته د ۴۲۹ منډو هدف ټاکلی و او سري لانکا ورته ۳۲۶ منډې وکړې. د افریقا دریو توپ وهونکو سلیزې وکړې.
دا په دې مانا ده چې دا پچ فلټ او هوار دی، توپ وهونکو ته مساعد او توپ اچوونکو ته تر یوې اندازې نامساعد، خو سبا د لوبې په مهال به لا ښه معلوم شي.
دې پچ باندې تېرې لوبې کې سپینران او تېز بالران برابر ځلېدلي وو.

د افغانستان د بري په هیله.

سخته لوبه اخېر څوک به ېې ګټې؟ راېه مو استعمال کړې مننه
10/10/2023

سخته لوبه اخېر څوک به ېې ګټې؟ راېه مو استعمال کړې مننه

السلام عليکم پتمنو هېوادوالو! د کرکټ اسیایي شورا ناسته هم له لاسته راوړنو ډکه وهپه دغه ناسته کې چې په بحرین کې نن ترسره ...
23/02/2023

السلام عليکم پتمنو هېوادوالو!


د کرکټ اسیایي شورا ناسته هم له لاسته راوړنو ډکه وه

په دغه ناسته کې چې په بحرین کې نن ترسره شوه د افغانستان کرکټ بورډ لپاره مو پکې غوره لاسته راوړنې درلودې. د کرکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرکټ په واحد غږ خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغان کرکټ د لا ډېرې پرمختیا او ملاتړ ژمنه یې وکړه.

په اسیایې شورا کې د افغانستان کرکټ بورډ بودیجه د پخوا په نسبت لوړه شوه

دغه راز په یاده ناسته کې د شورا د بورډ د غړو له لوري افغان کرکټ ته د بودیجې سلنه هم لوړه شوه چې پکې له ۶ سلنه، ۱۵ سلنې ته پورته کړل شوه چې له لوبیزو لوبلړیو به افغانستان ته ورکول.

سربېره پر دې مو د هندوستان او پاکستان هېوادونو په ګډون د کرکټ اسیايي شورا له غړو هېوادونو سره پر راتلونکو دوه اړخیزو لوبلړیو هم خبرې وکړې چې ان شاء الله په دې تړاو به هم تاسو ته غوره او ښه خبرونه ولرو.

همدارنګه د اسیايي شورا له دوو غړو هېوادونو سره د افغانستان په کوربه توب د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو پر درې اړخیزه لوبلړۍ هم یوې پایلې ته ورسېدو چې مارچ میاشت کې به یې افغانستان ترسره کړي.

زه ډاډمن یم چې په راتلونکي کې به د افغان کرکټ د پرمختګ په اړه تاسو ته لا ډېر زېري ولرو او خپل کرکټ به د پرمختګ او ویاړونو تر څوکو رسوو.

د افغانستان د لا ډېرې سرلوړۍ په هیله

لس هغه صحابه کرام (رضی الله مجمعین) چې په ژوند ورته د جنت زیرۍ شوی.1. ابوبکر صدیق (رض)2. عمر ابن الخطاب (رض)3. عثمان بن ...
02/11/2022

لس هغه صحابه کرام (رضی الله مجمعین)
چې په ژوند ورته د جنت زیرۍ شوی.

1. ابوبکر صدیق (رض)
2. عمر ابن الخطاب (رض)
3. عثمان بن عفان (رض)
4. علی بن ابی طالب (رض)
5. سعد ابن زید (رض)
6. سعد ابن بی واقاص (رض)
7. عبد الرحمن بن عوف (رض)
8. طلحه ابن عبید الله (رض)
9. ابو عبید بن جراخ (رض)
10. زبیر ابن العوام (رض)

نور مشهور صحابه کرام

11. ابو موسیٰ اشعری (رض)
12. طلحه ابن عبیداللہ (رض)
13. عبداللہ ابن عباس (رض)
14. عبادہ ابن صامت (رض)
15. ابو سعید خدری (رض)
16. ابوذر غفاری (رض)
17. عمرو ابن العاص (رض)
18. معاذ ابن جبل (رض)
19. حذیف ابن الیمان (رض)
20. مقداد (رض)
21. ابو امامه (رض)
22. عبداللہ ابن مسعود (رض)
23. حذیفه (رض)
24. سهل ابن سعد (رض)
25. ابودرداء (رض)
26. نافع ( رض)
27. ابی ابن کعب (رض)
28. براء ابن عازب (رض)
29. زید ابن ثابت (رض)
30. ابو سفیان (رض)
31. مالک ابن انس (رض)
32. سمرہ ابن جندب (رض)
33. معاویه ابن ابو سفیان (رض)
34. ابو مسعود انصاری (رض)
35. جریر (رض)
36. جابر ابن عبدالله (رض)
37. کعب ابن مالک (رض)
38. عکرمه ابن ابی جهل (رض)
39. ابی مالک شعری (رض)
39. عقبه ابن عامر (رض)
40. ثوبان (رض)
41. جابر ابن سمرہ (رض)
42. سوید ابن نعمان (رض)
43. ابو ایوب انصاری (رض)
44. ابو قتادہ (رض)
45. عبداللہ ابن مغفل (رض)
46. زید ابن ارقم (رض)
47. حکم ابن سفیان (رض)
48. زید ابن حارثه (رض)
49. مغیرہ ابن شعبه (رض)
50. سعید ابن زید (رض)
51. مستور ابن شداد (رض)
52. عبدا اللہ ابن زید (رض)
53. عبداللہ ابن عمرو بن العاص (رض)
54. عمار ابن یاسر (رض)
55. قیس ابن عاصم (رض)
56. سایب ابن خلاد (رض)
57. عبدالله ابن خرام (رض)
58. سلمه ابن اکوع (رض)
59. شداد ابن اوس (رض)
60. مقداد ابن اسود (رض)
61. کعب احبار (رض)
62. مالک ابن حویرث (رض)
63. وایل ابن حجر (رض)
64. فضل ابن عباس (رض)
65. ابوحمید الساعدی (رض)
66. جبیر ابن مطعم (رض)
67. عمرو ابن حریث (رض)
68. نعمان بن بشیر (رض)
69. عبداللہ بن ابی اوفیٰ (رض)
70. عوف ابن مالک (رض)
71. عبدالرحمن ابن شبل (رض)
72. عبداللہ بن زبیر (رض)
73. ابو طلحه (رض)
74. ابو اُمامه (رض)
75. معاویه ابن حکم (رض)
76. جبیر ابن مطعم (رض)
77. عبداللہ ابن ام مکتوم (رض)
78. سهل ابن سعد ساعدی (رض)
79. یزید ابن اسود (رض)
80. کعب ابن عجرہ (رض)
81. زید بن خالد ج

02/11/2022

د حضرت ابودجانه (رضي الله عنه) په زړه پورې لنډه کیسه!

ابودجانه (رضي الله عنه) به تل د سهار په لمانځه کې د رسول الله ﷺ تر شا ولاړ و خو کله به چې سلام وګرځېده، نو ده به خپل کور ته منډه کړه.
دده دغه عمل د رسول الله ﷺ پام ځان ته واړوه، یوه ورځ یې ورته وویل: ای ابو دجانه! آیا ته خپل رب ته حاجت نه لرې چې دعا ورڅخه وغواړې؟
ابو دجانه ورته وویل: ای د الله ( جل جلاله) رسوله! زه ځکه د سهار تر لمانځه وروسته په منډه له مسجده ځم، چې زما له کور سره نژدې د یوه یهودي کور دی، او د هغه د کور د کجوري ښاخونه زما کور ته را اوښتي دي، د شپې مهال له باد سره حتماً څه ناڅه کجوري زموږ کور ته را غورزېږي؛ نو سهار چې زما بچیان له خوبه راپورته شي، طبعاً وږي وي، نو زه ډارېږم چې د بل چا مال ونه خوري! زه ژر ژر هغه غورزېدلې کجورې یوه یوه ټولوم او د یهودي کور ته یې تر دېوال ور اچوم. او ای د الله رسوله! یوه ورځ زما کوچني زوی یوه کجوره په خوله کړه، په رب قسم له ستوني مې ورڅخه را ووېستله، او ورته مې وویل: ای زویه! ته نه ویریږې چې له خپل رب سره د غله په صفت ملاقات وکړې؟
حضرت ابوبکر صديق (رضي الله عنه) چې دا کیسه واورېده، نو ولاړ شو او له هغه یهودي څخه یې د ابودجانه بچیانو ته هغه د خرما ونه په پیسو واخیسته، کله چې یهودي په دغه کیسه خبر شو؛ نو د اسلام له ښکلو احکامو څخه متاثره شو او د خپل ټول فامیل سره یې يو ځای اسلام قبول کړ.

پوسټ ضرور درسره شیر کړی چي تر نورو ورسیږی سبا د اکټوبر 25 د لمر تندر نیونې ( ترنځې) د پیل او پای وخت !!🌄سبا افغانستان کې...
24/10/2022

پوسټ ضرور درسره شیر کړی چي تر نورو ورسیږی
سبا د اکټوبر 25 د لمر تندر نیونې ( ترنځې) د پیل او پای وخت !!🌄
سبا افغانستان کې د ماسپښین پر3:07 درې بجې او اوه دقیقې د لمر تندر نیونه پیلیږي، چې په لومړیو شلو 20 دقیقو کې يې تاسې نه شئ لیدلای، وروسته د لیدلو وړ ده. البته که ستاسو سيمه کې وريځ نه وه په ډيري اسانۍ سره يې ليدلای سئ. تر 4:16 څلور بجې شپاړس بالا تندر نيونه لاهم ډېريږي. خو تر دې ټیم وروسته نو بیرته لمر کرار کرار ښکاره کیږي چې پر 5:07 پنځه بجې اوه دقیقې به د لمر تندر نیونه پای ته ورسېږي. د لمر دا تندر نیونه ( ترنځه ) پوره دوه ساعته د پیل څخه تر ختم پورې وخت نیسي. همداشان ګڼ شمېر نورو هيوادونو کې هم رامنځته کيږي.

د لمر تندر نیونې ( ترنځې ) په وخت کې په هیڅ صورت لمر ته مه ګورئ، ځکه د سترګو دید ته سخت زیان اړولي خو که بیا هم زړه مو غواړي چې ويې وینئ نو حد اقل له تورو عینکو څخه استفاده وکړئ او بیا ورته وګورئ.

د اسلام مبارک دین پر اساس په دې وخت کې دعا، لمونځ او ذکر ډېر کول په کار دي. دا د الله ج د ستر قدرت له نښانو څخه ده، مسلمان ته په کار دي چې هر وخت خپلو اعمالو ته پاملرنه ولري.

والله اعلم

معلومات درسره خپاره کړئ.

د سږ کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو لمړني سليزه کريم جنت ووهله کريم د خپلي لوبډلي لپاره 121 منډي وکړي او اوټ شو کر...
24/10/2022

د سږ کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو لمړني سليزه کريم جنت ووهله کريم د خپلي لوبډلي لپاره 121 منډي وکړي او اوټ شو کريم جنت په تيرو لوبو کي هم په ﺯړه پوري بيټينګ ترسره کړى وو.
سږ کال نو ښه خبره بيا دا ده چي په دي لوبو کي د ملي لوبډلي ګڼ شمير لوبغاړي لوبيږي او ځوانان به تري ډير څه ﺯده کړي د يو هيواد کرکټ د همدي ټيټي مرحلي څخه قوي کيږي.زړونه ورکړی

افغانستان راتلونکي ميچونه په راروانه مياشت کي ❤️لومړۍ دوه تمريناتي لوبي لري چې اوله لوبه يې په (17) د اکتوبر له بنګله دي...
12/09/2022

افغانستان راتلونکي ميچونه په راروانه مياشت کي ❤️

لومړۍ دوه تمريناتي لوبي لري چې اوله لوبه يې په (17) د اکتوبر له بنګله ديش هيواد سره ده او بله يې په (19) د اکتوبر له پاکستان هيواد سره ده

له هغي څخه وروسته بيا د ورلډکپ لوبي شروع کيږي چې
لومړۍ لوبه په (22) د اکتوبر له انګلينډ هيواد سره
دوهمه يې په (26) د اکتوبر له نيوزيلينډ هيواد سره ده
دريمه لوبه يې (28) د اکتوبر ده چې هغه به له هغه ټيم سره کوي کوم چي په کواليفاي رونډ کې راوځي
څلورمه لوبه يې په(1) د نومبر ده چې هغه هم له کواليفاي کوٶنکي ټيم سره ده
پنځمه لوبه يې په (4) د نومبر له استراليا هيواد سره ده.♥♥

کرکټ تازه معلوماتو لپاره موږ وڅاري 💚

پر شارجه لوبغالي د افغانستان د شل اوریزو لوبو ریکارډونه:پر شارجه کرکټ لوبغالي افغانستان خپله لومړۍ لوبه ۲۰۱۳م کال د مارچ...
29/08/2022

پر شارجه لوبغالي د افغانستان د شل اوریزو لوبو ریکارډونه:

پر شارجه کرکټ لوبغالي افغانستان خپله لومړۍ لوبه ۲۰۱۳م کال د مارچ په درېیمه نېټه د سکاټلېنډ پر وړاندې وکړه او دا پر یاد لوبغالي لومړۍ شل اوریزه نړیواله سیالي هم وه، چې افغانستان پکې سکاټلېنډ ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې تر دې مهاله پر شارجه لوبغالي ټولې ۱۳ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، چې لس یې ګټلي او درې یې بایللي دي.
پر یاد لوبغالي محمد شهزاد محمدي تر ټولو زیاتې ۴۳۰ منډې ترسره کړي او یوه سلیزه یې هم پرې وهلې ده، چې *۱۱۸ منډې یې کړې وې او ورپسې دویم مقام کې محمد نبي عیسی خېل دی، چې ۲۶۰ منډې یې پرې کړي دي.
سمیع الله شینواري پر یاد لوبغالي اتو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۲ ویکټې اخیستي، دویم مقام کې راشد خان پرې پنځو لوبو کې لس او محمد نبي ۱۳ لوبو کې لس لوبغاړي پرې سوځولي دي.
شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې پر شارجه لوبغالي دوه سلیزي وهل شوي، چې یوه محمد شهزاد محمدي او بله جاس بټلر پرې وهلې ده.
تر ټولو لوړ هدف ۲۱۶ افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره زمبابوی ته ورکړی او تر ټولو په کمو ۴۴ منډو نېدرلېنډ د سریلانکا له لوري سوځول شوی وو.
اسیا جام کې افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د بنګله دېش پر وړاندې سه شنبه ماښام ۶ نیمې بجې پیلوي.
بنګله دېش پر شارجه لوبغالي تر اوسه دوه شل اوریزې نړیوالې سیالۍ کړي او دواړه یې بایللي دي.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړه او د دوبۍ لوبغالي پر نسبت شارجه لوبغالي کې افغان لوبډلې زیاتې لوبې کړي او ښه ریکارډونه پرې لري.
یاد لوبغالی د افغان لوبډلی کورنی لوبغالی هم دی، د لوبډلې جوړښت هم ښه برابر دی او د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د بریا چانس ډېر زیات دی.
ورستیو څلور لوبو کې پر شارجه لوبغالي چیس نه دی شوی او هره لوبډله چې لومړی توپ وهنه پرې وکړي د بریا چانس یې زیات دی.
د دوبۍ لوبغالي خلاف که پر شارجه لوبغالي هر لوبډلمشر ټاس ګټي، نو خوشبخته به وي او ضرور به لومړی توپ وهنه کوي.
که افغانستان ټاس وګاټه نو پرېکړه به یې توپ وهنه وي، رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی باید بیا له سرکل ښه استفاده وکړي، څو بنګله دېش ته له ۱۷۰ پورته هدف وټاکي او بریا تر لاسه کړي.

د افغانستان د اتلولۍ په هیله!

شکلی او په زړه پوری منظری لری چي په لیدلو ارزی دګریزیوان ولسوالی دوستانو بیله لایکه ما تیریږی ناو نظرونه مو شریک کړی د ی...
23/07/2022

شکلی او په زړه پوری منظری لری
چي په لیدلو ارزی
دګریزیوان ولسوالی
دوستانو بیله لایکه ما تیریږی ن
او نظرونه مو شریک کړی د یوی داسی سیمی دلیدلو
څو فیصده! شوق لری چي ورسی
زه خو یی خپله 100فیصده
نظرونه شریک کړی مننه

Address

Kandahar Aghanistan
Kandahar

Opening Hours

12:04 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شایستہ خان خپلواک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share