جمعيت اصلاح سهيل لويديځ زون

جمعيت اصلاح سهيل لويديځ زون د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم عاشقان

نن سه شنبه د چنګاښ( سرطان) دمیاشتې په  ۷ مه نېټه پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې سلو زلزله ځپلو کورنیوته خوراکي...
28/06/2022

نن سه شنبه د چنګاښ( سرطان) دمیاشتې په ۷ مه نېټه پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې سلو زلزله ځپلو کورنیوته خوراکي توکي اود کور وسائل ( لوښي) ورکړل شول.
اود یادونې وړده چې داحساس خیریه بنسټ ښاغلي، خادم او معزز مشر استاد عبدالفتاح جواد دیو دارالایتام دجوړولو ژمنه هم وکړه ترڅو په زلزله کې دشهیدان شویو اولادونه په ښه شکل وروزل شي!
#احساس خیریه بنسټ ستاسو داعتماد وړخزانه!
۰۷۹۹۳۹۴۰۱۵/۰۷۸۹۸۲۹۴۷۶

د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال د جمعیت اصلاح له غړو سره لیدلي.بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شی...
06/06/2022

د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال د جمعیت اصلاح له غړو سره لیدلي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د جمعیت اصلاح له مشر او غړو سره لیدنه کړې او د دغه ټولنې کړنې یې ستایلې دي.

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست پخوانی رئیس، د جمعيت اصلاح غړی، د هېواد علمي کدر او خوا...
20/12/2021

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست پخوانی رئیس، د جمعيت اصلاح غړی، د هېواد علمي کدر او خواخوږی دعوتګر الحاج امان الله صافی چې د تېرې جمعې ورځې په بمي بريد کې ټپي شوه وه، په شهادت ورسېد.
انا لله و انا الیه راجعون
د مرحوم جنازه سبا سه شنبه 30 قوس سهار لس بجې د کابل ښار د خیرخانې د حصه اول پارک سيمه کې اداء کېږي او ټاکل شوې ده د جنازی له لمانځه وروسته د پغمان ولسوالۍ دډوډه مست سیمې د خالد بن ولید ښارګوټي په هدیره کی خاوروته وسپارل شي.
د تماس شمېرې: 0728998987-0707273333

کمپ صحی مجانی از سوی داکتران ایما (انجمن طبی اسلامی افغانستان) در ولسوالی های دره و آبشار ولایت پنجشیر و توزیع بسته های ...
05/11/2021

کمپ صحی مجانی از سوی داکتران ایما (انجمن طبی اسلامی افغانستان) در ولسوالی های دره و آبشار ولایت پنجشیر و توزیع بسته های غذایی.
تیم رضا کار ایما که مجموعا ۱۶ تن بودند طی دو روز مسلسل در ۶ بخش تخصصی ۹۹۰ مریض را تداوی نموده و ادویه لازم را به طور مجانی برای شان تهیه نمود. ۲۵ مریض جهت تداوی عملیاتی به طور مجانی به شفاخانه های جمهوریت و الحیات به کابل راجع گردید.
۱۰۵ بسته غذایی در قریه ملسپه بازارک با همکاری نهاد خیریه احساس به فامیل های ضرورت مند و مستحق توزیع شد.
ادویه و بسته های مواد غذایی با همکاری مالی اتحادیه متخصصین صحی افغانهای مقیم بریتانیا (AAHP-Uk) تدارک و تهیه گردیده بود.
در طی این دو روز ۳۷۶ مریض داخله عمومی, ۵۹ مریض صحت روانی, ۱۹۰ مریض داخله اطفال, ۱۸۹ مریض اورتوپیدی, ۷۳ مریض گوش, گلو و ۱۰۳ مریض ولادی نسایی تحت تداوی قرار گرفته, منجمله ۶۷۶ مریض زنانه و ۲۹۴ مریض مردانه بودند.
طبق برنامه در پهلوی معالجه مریضان, برنامه های آگاهی عامه برای خانمها در مورد روش سالم شیر دهی, استعمال درست ادویه,Neonatal resuscitation program، Drug Abuse، اجتناب از اخذ ادویه خودسر, فرهنگ و روش های مهلک زمان عادت ماهوار ارایه گردید. در ارتباط به موضوعات حفظ الصحه فردی و محیطی به همه مریضان و پایوازان نیز آگاهی داده شد.
مسولین ولسوالی های دره و آبشار در جریان دو روز با تیم رضاکار ایما همکار بوده و شخصا ولسوال ولسوالی دره خود در فعالیت های کمپ سهم گرفتند.
مسول کمپ صحی داکتر سبحان الله شاکر با ریس ولایتی صحت عامه پنجشیر داکتر شیردل دانش نیز نشست کردند که داکتر شیردل دانش از کارکرد های ایما اظهار خرسندی نمود.

بسم الله الرحمن الرحیمد وروستیو تحولاتو په اړه د جمعیت اصلاح افغانستان اعلامیهجمعیت اصلاح افغانستان په هیواد  کې  د وروس...
16/08/2021

بسم الله الرحمن الرحیم
د وروستیو تحولاتو په اړه د جمعیت اصلاح افغانستان اعلامیه

جمعیت اصلاح افغانستان په هیواد کې د وروستي تحولاتو او بدلونونو په لړکې د قدرت سوله‌ایز انتقال، د عامه تاسیساتو ساتنه او د وینې تویېدینې د مخنیوي هرکلی کوي او هیله لري چې دغه بدلونونه په هیواد کې د اسلامي نظام، خپلواکۍ، امن، هوساینې، ورورولۍ او ملي یو والي پیلامه شي.
جمعیت اصلاح د دغه تحولاتو په اړه خپل نظر په لاندې ټکو کې څرګندوي:

• جمعیت اصلاح د طالبانو د اسلامی تحریک لخوا د خپلو ټولو مخالفینو سره نیک او انساني تعامل ستايي او په راتلونکی کې هم په ورته چلند ټینګار کوي.
• جمعیت اصلاح په سوله‌ایزه توګه د واک په لیږد ټینګار کوي، او د دې غوښتنه کوي چې دا پروسه دې په معقوله او تمدني ډول سرته ورسېږي.
• د طالبانو د اسلامي تحریک د مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د هېواد ملي اداری او بنسټونه چې ملي شتمني ده له متلاشي کیدو څخه وژغوري.
• ولس د فزیکی امنیت ترڅنګ رواني، ذهنی او ټولنیز ډاډ او اطمینان ته شدیده اړتیا لري چې د طالبانو اسلامی تحریک ورته باید جدي پاملرنه وکړي.
• جمعیت اصلاح په هیواد کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون په واکمنۍ او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي.
• افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو ځکه جمعیت اصلاح د طالبانو اسلامی تحریک څخه غوښتنه کوي چې د هیواد په سمبالښت او اداره کې ټولو قومونو، سیاسی-مدنی جریانونو او متخصصینو ته د ګډ کار فرصت برابرکړي.
• جمعیت اصلاح دغه راز د هېواد په کادرونو غږ کوي چې په دغو سختو شیبو کې هیواد یواځې پرینږدي او خپلې تجربې ، وړتیاوې او مهارتونه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په کار واچوي.
• جمعیت اصلاح هیله لري چې د امن، دوستې، محبت او صمیمیت په فضاء کې د اسلام تر سیوري لاندی د هیواد ټول وګړي د هیواد د پرمختګ او د ملت د هوساینی لپاره کار وکړي، چې خپل هیواد په واقعي ډول د سیالو سره سیال کړي.
د یو سوکاله ، هوسا او پرمختللی اسلامی افغانستان په هیله
و ما ذلک علی الله بعزیز
جمعیت اصلاح افغانستان
اسد ۱۴۰۰هـ ش
کابل ـ افغانستان

اگر برادر نشوید، مؤمن شده نمی‌توانید.شهید دکتور محمد عاطف (رح).
16/06/2021

اگر برادر نشوید، مؤمن شده نمی‌توانید.
شهید دکتور محمد عاطف (رح).

Address

Kandahar
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when جمعيت اصلاح سهيل لويديځ زون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share