د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/Faculty Of Languages and Litertature

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/Faculty Of Languages and Litertature Faculty of Language and Literature

د ژبو او ادبياتو پوهنځي پېژندنه:
د ژبو او ادبياتو پوهنځى د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي په کندهار پوهنتون پوري تړلى پوهنځى دئ. دغه پوهنځى په (١٣٩٣ل.) کال تاسيس سوى دئ. اوس مهال (١٣٩٣ل.) دا پوهنځى لاندى دوې څانگي لري:
١. د پښتو ژبي او ادبياتو څانگه
٢. د انگرېزي ژبي او ادبياتو څانگه
د ژبو او ادبياتو پوهنځى تر اوسه پوري (٨) اته کدري استادان لري. له دې استادانو څخه (٥) پنځه کسه د پښتو ژب

ي او ادبياتو په څانگې پوري او (٣) درې د انگرېزي ژبي او ادبياتو په څانگې پوري اړه لري.
په دې پوهنځي کي اوسمهال د افغانستان له (٢١) ولايتونو څخه او يو دباندنى محصل د ترکيې هېواد څخه ټول (۱۶۰) محصلان د ليسانس په کچه زده کړه کوي. د دغو محصلينو څخه (۱۲۲) د پښتو ژبي او ادبياتو په څانگه کي او (۳۸) د انگرېزي ژبي او ادبياتو په څانگه کي زده کړه کوي.

لېرليد (Vision):
د ژبو او ادبياتو په برخه کي د مسلکي پوهانو، ځيرکو اديبانو، تکړه ليکوالانو، د موشګافو څېړونکو روزنه ؛ چي د خپلي ژبي او اديبانو اړتياوي او نيمګرتياوي و پېژني، ناڅېړل سوي اړخونه ئې روښانه کړي او خپله ژبه او ادبيات په هيواد او سيمه کي له سيالو ژبو سره برابر کړي.



رسالت(Mission):
د خپل لېرليد له پاره د ګټور ښوونيز نصاب اغيزمن او روزنيز سيستم جوړېدنه، د پوهي له نوي تګلاري او ميتود څخه کار اخيستنه، د نړۍ د اوڅارو اديبانو او شهکارو ادبي اثارو پېژندنه، د څېړنو او فکري ودي له پاره د مبتکرو کړنو ترسره کېدنه.
موخي(Goals):
• په ملي، سيمه يزو او نړيوالو ژبو کي د مسلکي پوهانو او څېړونکو روزنه
• په بېلابېلو ژبو کي د هيواد، سيمي او د نړۍ په کچه د هنري او نوښتگرو آثارو پنځونه.
• خپلي ژبي له هنري او ادبي اړخه بډايه کونه .
بنسټيز ارزښتونه(Core Values):
• اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى.
• په بېلابېلو ژبو کي د داسي مسلکي څېړونکو روزل، چي د خپلو ژبو ناڅېړل سوي اړخونه روښانه کړي.
• په ملي، سيمه ايزه او نړۍ واله کچه، د داسي مسلکي اديبانو او ادبپوهانو روزل، چي په هنري ليکنو سره د خپلو ټولنو بدرنگي په معنوي ښايست بدل کړي.
• ټولي چاري د لوايحو او اصولو سره سمي تر سره کول.
• علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول.

د ١٤٠٥ل. کال په کانکور کي تاسو کولای سئ، چي د کندهار پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي په لاندي درو څانګو کي په ښه کیفیت در...
18/05/2026

د ١٤٠٥ل. کال په کانکور کي تاسو کولای سئ، چي د کندهار پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي په لاندي درو څانګو کي په ښه کیفیت درس ولولئ:
انګرېزي ژبه او ادبیات (کوډ ئې: 1455)
پښتو ژبه او ادبیات (کوډ ئې: 1445)
عربي ژبه او ادبیات (کوډ ئې: 1465)

کندهار پوهنتون د سږني (۱۴۰۵ل.) کال کانکور له پاره، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د محصلانو جذب په لاندي ډول اعلانوي؛
04/05/2026

کندهار پوهنتون د سږني (۱۴۰۵ل.) کال کانکور له پاره، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د محصلانو جذب په لاندي ډول اعلانوي؛

د خوشالۍ زېری!تېره پنجشنبه د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو په تالار کي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښت...
08/03/2026

د خوشالۍ زېری!
تېره پنجشنبه د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو په تالار کي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي د ماستري برنامې د ارائیې دفاع غونډه ترسره سوه. په دې غونډه کي د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو، علمي هیئت او د پوهنتونو استازو ګډون درلود.
یاده علمي برنامه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پوهنمل حبیب الله پوپل له خوا وړاندي او دفاع سوه. نوموړي د ماستري برنامې علمي جوړښت، درسي نصاب، څېړنیز ارزښت او اړتیا په تفصیل سره تشریح کړه او څرګنده ئې کړه؛ چي دا برنامه به د پښتو ژبي او ادبیاتو په برخه کي د لوړو علمي زده کړو او څېړنو د پیاوړتیا له پاره مهم رول ولوبوي.
د دفاع په بهیر کي د علمي هیئت له خوا بېلابېلي علمي پوښتني او نظریات مطرح سول، چي د برنامې د کیفیت، علمي محتوا او د عملي ارزښت په اړه بحث ورباندي وسو. الحمدلله، ټولو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه وړاندي سول.
په پای کي یاده برنامه په خورا ښه توګه دفاع سوه او د علمي هیئت له خوا په بریالیتوب سره ومنل سوه.
دا بریا نه یوازي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پاره یو مهم علمي پرمختګ بلل کيږي، بلکي د کندهار د علمي او فرهنګي کهول له پاره هم د خوښۍ او ویاړ ځای ګڼل کيږي. د دې برنامې په منظورېدو سره تمه کيږي، چي د کندهار ځوانان به د پښتو ژبي او ادبیاتو په برخه کي د ماستري تر کچي لوړي زده کړي په خپل ولایت کي ترلاسه کړي او د علمي څېړنو، فرهنګي ودي او اکاډمیکو فعالیتونو د پراختیا له پاره به زمینه برابره سي.

د سلواغې د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوهد کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج...
23/02/2026

د سلواغې د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، د سلواغې (دلوه) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو ښاغلي آمران حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کي د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وې (وه ئې) وویل: الحمدلله، په پوهنتون کي د قرآن کریم د تفسیر او ژباړي لړۍ په منظم ډول جریان لري؛ لازمه ده چي ټول استادان او محصلان ګډون پکښي وکړي؛ دا کار هم ستر ثواب لري او هم به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی اطاعت وسي؛ ځکه په دې اړه ئې شفاهي سپارښتنه کړې ده؛ شیخ صاحب زياته کړه؛ الحمدلله په پوهنتون کي د کیفیت د لوړاوي د ارزوني پروسه په خیر او ښه ډول پای ته ورسېده، د ارزوني پلاوی د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو او مرکزو له چمتووالي او همکارۍ خوښ وو؛ له ټولو پوهنځیو، مرکزو او آمریتو څخه مننه کوم، چي پوره آمادګي ئې نیولې وه او چاري ئې په منظم ډول مخ ته وړي وې؛ سره له دې، هغه نقاط چي لږ نؤمرې مو پکښي ترلاسه کړي دي؛ باید جدي ئې وڅېړو؛ نیمګړتیاوي او ستونزي ئې باید تشخیص او حل سي او هغه چاري چي پاته دي؛ باید په عملي ډول تعقیب سي او په دوامداره ډول ئې څارنه وسي؛
دغه راز ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه؛ زه یوازي یو کس یم؛ خو که تاسي ټول راسره همکار واست او خپلو مسئولیتو ته جدي متوجه سئ؛ نو کولای سو کندهار پوهنتون ته لا ډېر پرمختګ ورکړو؛ باید د دې پوهنتون د ودي او پیاوړتیا له پاره تر خپله توانه هڅه وکړو؛ ځکه دا پوهنتون د زون په کچه یو مهم علمي مرکز دئ او الحمدلله، اوس په کندهار پوهنتون کي د رسمي چارو تر څنګ په دیني او اسلامي برخه کي هم د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سوي دي. په وروستیو کي ښاغلي طیبي صاحب په بېلابېلو اداري، علمي او روزنیزو برخو کي سپارښتني هم وکړې.

ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځيو محترمو رئیسانو د خپلو فعاليتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کي د ټولو معاونيتو، کمېټو او ریاستو د (۱۴۰۴ل.) کال راپورونه او د (۱۴۰۵ل.) کال پر پلانو، د (۱۴۰۵ ل.) د اکاډیمیک کال پر هینداري، د فوق لیسانس بورډ او د انجینري پوهنځي د فوق لیسانس برنامو له پاره د اداري کارمند پر تائیدي، د مونوګرافو د دفاع پر پیل او ختم، د شیوخو کرامو د درسو پر پیل، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دوو (کتابتون او معلوماتي علومو څانګه او عمومي ژبپوهني څانګه) پر ایجاد او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۶
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ، د يوې شانداري غونډي په ترڅ کښي، ولمانځله سوهد شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پو...
21/02/2026

د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ، د يوې شانداري غونډي په ترڅ کښي، ولمانځله سوه
د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د غونډو په تالار کښي، د (فبروري ۲۱ مه - د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ) د یوې شانداري غونډي په ترڅ کښي ولمانځله.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کښي، د ژبو او ادبياتو پوهنځي تدريسي مدير خان محمد احسان مل ټولو ګډونوالو ته، د یادي ورځي په مناسبت مبارکي وویله؛ وروسته ئې وویل: د فبروري ۲۱مه، چي د کب میاشتي له دوېمي نېټې سره برابره ده، د ملګرو ملتو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونیسکو) له خوا د «مورنۍ ژبي» په نوم نومول سوې، چي په خبره ئې، دغه ورځ هر کال په ګڼو هیوادو کښي لمانځل کیږي.

وروسته د کندهار پوهنتون استاد پوهنوال شېرشاه رشاد د مورنۍ ژبي د نړۍوالي ورځي او همداراز د پښتو ژبي او د مورنۍ ژبي پر ارزښت وينا وکړه، چي په خبره ئې؛ مورنۍ ژبه یوازي د یو قام ژبه نه يي؛ بلکي دا د هغه قام د پېژندګلوي او میراث جوهر یي.

ښاغلي رشاد خوښي وښودله، چي لا هم پښتو ژبه د تېرو سختیو، کړاونو او حالاتو وروسته، ژوندۍ پاته سوې او باید چي د یادي ژبي ویونکي او لیکوالان د خپلي مورنۍ پښتو ژبي د لا بډایني له پاره هڅي وکړي؛ ترڅو دغه ژبه د اوسني عصري ټیکنالوژیو سره سیاله سي.

د غونډي په ورستیو کي د سیمينارو د وړاندي کولو په برخه کي د پښتو څانګي استاد پوهنيار خليل الله سروري (د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ) په نوم خپل چمتو کړی سیمينار وړاندي کړ، چي د دې ورځي د نومولو پر عواملو، پېښو او تاريخي شاليد باندي ئې بشپړ بحث وکړ.

وروسته پوهنيار محمد هارون صميم (په ابتدائي زده کړو کي د مورنيو ژبو اړتيا) په نوم سیمينار وړاندي کړ او د موضوع دخيلي مرحلې ئې يو په يو بيان کړې. همداراز د انګرېزي څانګي آمر پوهنمل عبدالباري رحماني (د خارجي ژبي په زده کړه کي د مورنۍ ژبي اغېز) په نوم چمتو سوې څېړنه، چي په انګرېزي ژبه ئې تر سره کړې وه، د سمينار په شکل وړاندي او بشپړ بحث ئې پر وکړ.

وروسته یاده غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.

23/02/2025

د ژمني سره سم تاسو ته د پوهندوی مطیع الله روهیال علمي کنفرانس (د فیاض او زرداد د بهرام او ګل اندامي متني او شکلي مقایسه) شریکوو.
ویډیو مخته درسره شېر کړئ.

21/02/2025

د پټي خزانې د پېژندني په دوام، استاد صمیم صاحب د پټي خزانې پر ادبي سبک بحث راته لري.
ملتیا مو وکړئ.

د افغانستان فاتح عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په لومړي ځل د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د ياد پوهنتون...
12/02/2025

د افغانستان فاتح عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په لومړي ځل د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د ياد پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو، کارمندانو او محصلانو ته ئې اصلاحي بیان وکړ

د افغانستان فاتح عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، د کندهار پوهنتون په مسجد کي، په لومړي ځل د پوهنتون له رهبرۍ غړو، استادانو، کارمندانو او محصلانو سره ولیدل او هغوی ته ئې اصلاحي بیان وکړ؛ عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د خپلي وینا په پېل کي، د علم پر ارزښت او د دیني او دؤنیاوي زده کړو د اهمیت په اړه هر اړخیز بیان وکړ او استادانو او محصلانو ته ئې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت ېوازي د الله جل جلاله د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلګو ته ګټه ورسوئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، استادانو او محصلانو ته په خطاب کي وويل: «ګورئ، استادانو او محصلانو، تاسي هم دیني او هم دؤنیاوي زده کړي وکړئ او نیت به مو ېوازي د دین خدمت له پاره يي؛ ځکه چي په ټولنه کي تاسي ډېر قدر لرئ؛ ټولنه د مدرسې او مکتب طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري؛ په دې هيواد کي په څو واره کفار راغلي او شکست ئې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رؤڼا کي پرمختګ کوي؛ ستاسي څخه مو غوښتنه ده، چي د خپل هيواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړۍواله کچه ئې معرفي کړئ؛ مجاهدینو په سختو حالاتو کي د الله جل جلا له په نصرت سره دا هيواد آزاد کړ او اوس ستاسي وار دئ، چي د خپل علم او پوهي په مټ افغانستان په نړۍ کي سیال کړی؛ دونه زحمت وکاږئ، چي بهرنيان دلته راسي ستاسي څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ».

عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه زیاته کړه؛ افغانستان د ټولو ګډ کور دئ او هر ېو له تاسو څخه په دې نظام کي ځانګړی ځای لري، د افغانستان اسلامي امارت تاسي ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او ښوونځۍ نوره ېوه اداره ده، د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده، د افغانستان اسلامي امارت د علم ترقۍ له پاره ټولي آسانتیاوي برابرې کړي دي؛ ما ستاسي د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي؛ که په سل زره (ېولک) ډالره پیسو، بهرنی استاد دلته راځي او ستاسي سره په پوهنتونو کي استادي کوي؛ ور ئې که، خو چي زموږ محصلان په مسلکي ډول وروزي؛ تاسي هم د دې هيواد ترقۍ، د ېووالي او اتحاد له پاره ډېر کار وکړئ او د خپل اولس خدمت په رښتني ډول وکړئ».

په وروستۍ وینا کي، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه زیاته کړه؛ تاسي ټوله ماته، د اولاد په رقم یاست تاسو ټولو ته د خیر اراده لرم، زما هر فرمان چي تر تاسي رسیږي؛ دا د علماؤ کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل سوی او د خدای جل جلاله اوامر دي، که ېوه خبره د اسلام خلاف وه، مې منی؛

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په وروستیو کښي ټولو محصلانو ته دؤعا وکړه او د خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښودی.
۱۴۰۳/۱۱/۲۴
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت

11/02/2025

د پټي خزانې د پېژندني په دوام دا ځل د یاد کتاب پر نثري اړخونو بحث او اړین معلومات ستاسو سره شریکوو.
زموږ سره ملګرتیا وکړئ.

11/02/2025

دا ځیني ولي له پټي خزانې څخه بېره او بخالت لري؟
د دې اثر ارزښت او اصالت څه دئ؟
په دې تړاو راته قدرمن عارف صاحب (د کوټي اکاډمي مسئول) معلومات شریکوي.

11/02/2025

په پټه خزانه کي د راغلو اشعارو او ادبي اثارو شننه، راته څېړونکی استاد غفور لېوال صاحب کوي.

Address

Kandahar

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 07:00 - 16:00
Wednesday 07:00 - 16:00
Thursday 07:00 - 13:00
Saturday 07:00 - 16:00
Sunday 07:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/Faculty Of Languages and Litertature posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/Faculty Of Languages and Litertature:

Share