20/09/2026
پېژندنه
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence – AI) هغه ټکنالوژي ده، چي کمپیوټرونو او ماشینونو ته د انسان په څېر د زدهکړي، فکر کولو، پرېکړي کولو او ستونزو حلولو وړتیا ورکوي.
بېلګي یې:
ChatGPT
د مخ او غږ پېژندنه
بېچلوونکي موټرونه
د ناروغیو تشخیص
ژباړونکي پروګرامونه
هوښیار روبوټونه
اهمیت او ګټي یې
د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت دا دئ، چي د انسان کارونه اسانه، چټک او دقیق ترسره کوي؛
ډېر معلومات په لږ وخت کي تحلیلوي؛
انساني تېروتنې کموي؛
په روغتیا کي د ناروغیو په تشخیص کي مرسته کوي؛
په زدهکړه کي د زدهکوونکو لپاره معلومات او لارښووني برابروي؛
په سوداګرۍ کي لګښت او وخت کموي؛
په ترانسپورټ او امنیت کي اسانتیاوي رامنځته کوي؛
د نویو اختراعاتو او ټکنالوژیو په پرمختګ کي مرسته کوي؛
په لنډه توګه، مصنوعي ځیرکتیا د ژوند او کار د ښه، ګړندي او اغېزمن کېدو لپاره ډېره مهمه ده.
تاوانونه او خطرونه یې
مصنوعي ځیرکتیا ځیني زیانونه هم لري، دا کېدای سي د انسانانو ځیني دندي له منځه یوسي او د بېکارۍ سبب سي؛ که ناسمه استفاده ترې وسي، شخصي معلومات غلا کېدای سي او دروغ یا ناسم معلومات خپرېدای سي؛ همدارنګه، پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه د انسان د فکر، زدهکړي او خلاقیت وړتیا کمولای سي، له همدې امله باید په مسؤلانه او خوندي ډول ترې ګټه واخیستل سي.