Albilal Institute of Health Sciencesالبلال د روغتيائی علومو انستيتوت

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • Albilal Institute of Health Sciencesالبلال د روغتيائی علومو انستيتوت
Call Directions Contact the university

Albilal Institute of Health Sciencesالبلال د روغتيائی علومو انستيتوت د لوی کندهار په سطحه لمړنۍ شخصی د روغتيائی علومو انستيتوت

د First Aid for the USMLE step 1 صنف د شروع خبرتیا 📚 First Aid + UWorld + AMBOSSټول په یوه منظم کورس کې!✅ د High-Yield م...
27/09/2026

د First Aid for the USMLE step 1 صنف د شروع خبرتیا

📚 First Aid + UWorld + AMBOSS
ټول په یوه منظم کورس کې!

✅ د High-Yield موضوعاتو واضح تدریس
✅ د UWorld پوښتنو تفصیلي تشریح
✅ د AMBOSS مهمې پوښتنې او مطالب
✅ منظم تکرار
✅ حضوری او انلاین صنفونه
✅ د Online زده‌کوونکو لپاره Recorded Session

⏳ ټول کورس ۵ میاشتې — هره ورځ ۲ ساعته، د سهار له 6 تر 8 بجو
د صنف شروع د October 5 د دوشنبی ورځ
ټول محصلین کولای سی د راتلوونکی چهار شنبی (Sep 30) او پنج شنبی په ورځ په ازمايښتی ډول په صنف کی ګډون وکړی

د انلاین صنف لپاره په 0745357534 واتسف نمبر تماس ونیسی
د حضوری صنف لپاره د انستیتوت له اداری سره تماس کی سی
ادرس: حضرت جي بابا دالبلال روغتون دوهم منزل البلال دروغتيايی علومو انستیتوت
تماس شمیره :074077500

د مبارکۍ پیغامډاکټر صاحب شېرزاد ته، چې له تېرو لسو کلونو څخه راپدېخوا د البلال روغتيايي علومو په انسټیټیوټ کي د استاد او...
12/09/2026

د مبارکۍ پیغام

ډاکټر صاحب شېرزاد ته، چې له تېرو لسو کلونو څخه راپدېخوا د البلال روغتيايي علومو په انسټیټیوټ کي د استاد او علمي مرستیال په صفت دنده ترسره کړې، د یوې ستري علمي لاسته راوړني په پار د زړه له کومي د مبارکۍ مراتب وړاندي کوو.

ښاغلی ماسټر جواد احمد (شېرزاد) په یوه اروپايي هېواد کي د درې پړاويزي شدیدي سیالۍ له لاري د ډېرو عالي امتيازاتو په حاصلولو سره؛ خپلي آزمویني په پوره بریالیتوب سره بشپړي کړي دي او د هغه محدود شمېر کسانو په ډله کي راغلي دئ چې د انتاني ناروغیو په تخصصي پروګرام کي یې Fully Funded Scholarship ترلاسه کړي دئ.

موږ ښاغلي ماسټر شېرزاد ته د دې ستري علمي بریا له امله مبارکي وایو او د لا زیاتو بریاؤو، لاسته راوړنو او پرمختګونو لپاره ورته د دعا لاسونه لپه کوو.

هیله ده چي دا د لاسته راوړنو ډک علمي سفر به یې د لا ډېرو علمي تجربو او بریاؤو سبب سي، خپله ډيګري په بریالیتوب سره بشپړه کړي او له راستنېدو سره به د خپل ګران وطن د روغتیايي سکتور په پیاوړتیا او پرمختګ کي د‌ پام وړ او اغېزمن خدمت ترسره کړي.

دا ستره علمي لاسته راوړنه دي مبارک ورته وي!

06/09/2026
د(۲۶)مي دورې کانکور آزمويني پايله!
27/08/2026

د(۲۶)مي دورې کانکور آزمويني پايله!

د سلګونو کسانو څخه د خزاني کانکور ازموینه واخیستل سول!د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې مياشتي پر لومړۍ نېټه د الب...
23/08/2026

د سلګونو کسانو څخه د خزاني کانکور ازموینه واخیستل سول!
د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې مياشتي پر لومړۍ نېټه د البلال روغتيائي علومو په انستيتوت کي د جدید شمول محصلینو څخه د ۲۶مي دورې کانکور ازموينه پداسي حال کي واخيستل سوه،چي پر مهال ئې د عامي روغتیا وزارت اړوند د خصوصي روغتیائي انستیتوتونو استازي مولوي عطا الله(مطمین)،مولوي محمد ایوب (ایوبی)،عامي روغتیا ریاست استازی،محصلانو چارو مرستیال عبدالباقي(رحیمي) ،مدیرانو،څانګو امرینو،استادانو هم حضور درلود.

غونډه چي د قرانکريم په تلاوت سره راپيل سول،ورپسې د البلال روغتيايي علوم وانستيتوت رئيس ډاکټر احمد فرشاد (رحیمي) د پیل وینا وکړه او د سلګونو تنه کانديد محصلينو په راتګ خوښي وښوده نوموړی هغوی ته د انستيتوت د درسي بهير، کوريکولوم، د عامي روغتيا وزارت د معياراتو، اسکلبونو، عملي کار، د اسنادونو د پروسيس او موجوده امکاناتو په اړه په مفصل ډول معلومات ورکړه هغه زياته کړه چي البلال د روغتيائي علومو انستيتوت د سيمي په کچه لومړنۍ انستيتوت دی چي د عملي کار لپاره خپل روغتون (البلال روغتون) لري او تر څنګ ئې د روغتيائي مسلک پر ارزښت او په دې برخه کښي د الله تعالي جل جلاله له لوري د لوړو مکافاتو او مجازاتو په اړه خبر ورکړ تر څو په اينده کښي ټول بريالي محصلين د خپلو غوره کړو څانګو په برخه کښي کړيدلو افغانانو ته نه ستړي کيدونکي هلي، ځلي او خدمتونه تر سره کړي.

داغه راز په غونډه کي راغلو استازو هم د البلال انستیتوت د کیفیت او معیار د ښو بللو تر څنګ د کانکور ګډونوالو ته د ازمویني پر شفافیت ډاډ ورکړ

د یادوني وړ ده چي په آزموينه کښي سلګونه تنه نارينه د دولسم ټولګي فارغه زده کوونکو ګډون کړی وو چي بريالي محصلين په خپلو انتخاب سویو څانګو کښي جذب کړل سي.

نوم لیکنه جریان لري ! بیړه وکړي چانس له لاسه مه ورکوي يوازي یو ورځ وروسته سبا یکشنبه
22/08/2026

نوم لیکنه جریان لري !
بیړه وکړي چانس له لاسه مه ورکوي
يوازي یو ورځ وروسته سبا یکشنبه

نوم لیکنه جریان لري!
20/08/2026

نوم لیکنه جریان لري!

نوم لیکنه جریان لري !
18/08/2026

نوم لیکنه جریان لري !

البــلال روغتیایي علومو انستیتوت ✨📚د ۲۶ م دورې د کانکور  ازمویني لپاره نوم‌لیکنه جريان لري !کانکور ازموینه : د سنبلي اول...
17/08/2026

البــلال روغتیایي علومو انستیتوت ✨📚
د ۲۶ م دورې د کانکور ازمویني لپاره نوم‌لیکنه جريان لري !

کانکور ازموینه : د سنبلي اوله نیټه

که غواړئ په روغتیایي برخه کې روښانه راتلونکی ولرئ، نو همدا فرصت مه له لاسه ورکوئ.
موږ تاسو ته په مسلکي او معیاري چاپېریال کې د لوړې کچې تدریس او عملي زده کړې برابروو.

📌 موجودې څانګې:
✅ نرسنګ (Nursing)
✅ فارمسي (Pharmacy)
✅ پروتیز (Prosthetics)
✅ رادیولوژي (Radiology)
✅ لابراتوار (Laboratory)
✅ انستیزیا (Anesthesia)
✅ تغذیه (Nutrition)
✅ صحت رواني (Mental Healt)
✅ فیزیوتراپي (Physiotherapy)

📍 ادرس: حضرت جی بابا، د البلال روغتون دویم منزل
📞 اړیکه: 0704077500

🎯 البلال انستیتوت – ستاسو د بریا پیل!

Address

حضرت جی بابا د البلال روغتون دوهم منزل
Kandahar

Opening Hours

Monday 06:00 - 18:00
Tuesday 06:00 - 18:00
Wednesday 06:00 - 18:00
Thursday 06:00 - 18:00
Saturday 06:00 - 18:00
Sunday 06:00 - 18:00

Telephone

+93704077500

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Albilal Institute of Health Sciencesالبلال د روغتيائی علومو انستيتوت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Albilal Institute of Health Sciencesالبلال د روغتيائی علومو انستيتوت:

Shortcuts

Share