06/07/2023
په حديث شريف کي راغلي دي :
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ( رواه ابن ماجة ص : ۲۰ )
ژباړه : له حضرت انس – رضی الله عنه – څخه روايت دی، چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمائلي دي: د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی !
له دې حديث څخه معلومېږي، چي پر هر مسلمان که نارينه وي او که ښځينه، غريب وي که شتمن، کليوال وي او که ښاري، پر ټولو د علم طلب فرض دی .