19/10/2026
د شیخ زاید پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي په حیواني تدریسي کلینیک کې د رومناټومي (Rumenotomy) عملیات ترسره شول.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ۲۴مه نېټه، د شیخ زاید پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي اړوند حیواني تدریسي کلینیک کې د استاد پوهنمل صبغت الله دانش او د اړوند ډاکټر لخوا پر یوه غوا باندې د رومناټومي عملیات ترسره شول.
د یادو عملیاتو په لړ کې د وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلینو ته د حیوان کلینیکي معاینې، د ناروغۍ د نښو ارزونې، د تشخیصي اصولو پېژندنه، د جراحي اړتیا او د عملیاتو د ترسره کولو شرایط، د جراحي وسایلو چمتو کول او سمه کارونه، د عملیاتو مهم پړاوونه او له عملیاتو وروسته د حیوان د پاملرنې، څارنې او درملنې اړوند موضوعات په عملي ډول تشریح شول.
وترنري علومو پوهنځي اداره