احمد شاه ابدالي د روغتیايي علومو انستیتیوت

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • احمد شاه ابدالي د روغتیايي علومو انستیتیوت
Call Directions Contact the university

احمد شاه ابدالي د روغتیايي علومو انستیتیوت زده کړه زموږ قوت دی، خدمت زموږ هدف!

ښه راغلاست!د ابدالي طبي انستیتیوت رهبري په پوره ویاړ سره ډېر قدرمن، د خوست ویاړ او بااستعداده شخصیت، ښاغلي ډاکټر صیب است...
28/09/2026

ښه راغلاست!

د ابدالي طبي انستیتیوت رهبري په پوره ویاړ سره ډېر قدرمن، د خوست ویاړ او بااستعداده شخصیت، ښاغلي ډاکټر صیب استاد سهیل احمد”احمدي” ته د زړه له کومې ښه راغلاست او هرکلی وایي.

د ابدالي انستیتیوت اداره ویاړي چې له دې وروسته به یې محصلین د ډاکټر صیب له پوهې او تجربې څخه برخمن شي.

د قدر وړ شخصیت، ډاکټر صیب ”احمدي” ته یو ځل بیا ډېر، ډېر ښه راغلاست!
په درنښت
د انستیتیوت رهبري.

د ابدالي انستیتیوت رهبري تل هڅه کوي، چې د ځوانانو د سالم مصروفیت، د استعدادونو د ودې او روښانه راتلونکي لپاره له هغوی سر...
27/09/2026

د ابدالي انستیتیوت رهبري تل هڅه کوي، چې د ځوانانو د سالم مصروفیت، د استعدادونو د ودې او روښانه راتلونکي لپاره له هغوی سره په هره برخه کې اوږه پر اوږه ودریږي.

د معارف جام له قدرمنو مسؤلینو څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د زده‌کړو ترڅنګ په ښوونځیو کې د ورزش د ودې، د ځوانانو د لا انسجام او یووالي لپاره هڅه کوي.

ستاسې دا هڅې د ځوانانو د هڅونې او د سالمې ټولنې د جوړېدو لپاره د قدر وړ دي.

جمعة المبارک!څوګ چې په محمد ﷺ درود ډېر وايي، په برکت بهٔ یې د عرش تر سیورې لاندې ولاړ وي.
24/09/2026

جمعة المبارک!
څوګ چې په محمد ﷺ درود ډېر وايي، په برکت بهٔ یې د عرش تر سیورې لاندې ولاړ وي.

د درسونو د پیل خبرتیا!د احمدشاه ابدالي طبي انستیتیوت ټولو قدرمنو محصلینو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي چې درسونه به سب...
15/09/2026

د درسونو د پیل خبرتیا!

د احمدشاه ابدالي طبي انستیتیوت ټولو قدرمنو محصلینو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي چې درسونه به سبا، چهارشنبه، چې د روان کال د سنبلې میاشتې له ۲۵مې نېټې سره سمون خوري، پیل شي.

له ټولو درنو محصلینو څخه هیله کېږي چې خپلو درسونو ته پر وخت حاضر شي؛ ځکه د نه حاضرېدو په صورت کې به مو درسونه له خنډ او ځنډ سره مخ شي او هم به غیرحاضر وګڼل شئ.

په درنښت
د احمدشاه ابدالي طبي انستیتیوت اداره

ډېر زیات ښه راغلاست!ډېر قدرمن، فغال ځوان او د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي صیب اسحاق عم...
14/09/2026

ډېر زیات ښه راغلاست!

ډېر قدرمن، فغال ځوان او د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي صیب اسحاق عمري ته ډېر زیات ښه راغلاست وایوو، عمري صیب له هغو فعالو ځوانانو څخه دی چې تل یې د ځوانانو د انسجام، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي او تل یې کوشش کړی چې ځوانانو ته د خدمت او پرمختګ لا ډېر فرصتونه برابر شي.

موږ خوښ او ویاړو چې د مولوي صیب اسحاق عمري په څېر یو فعال، بااستعداده او ژمن شخصیت مو د استاد په توګه له خپلې علمي کورنۍ سره یوځای شو او راتګ ته یې په پوره مینه ښه راغلاست وايي.

پهٔ درنښت
د احمدشاه ابدالي طبي انستیتیوت رهبري

د افغانستان د بریا پهٔ هیله!له کوم ځایه د افغانستان او هند لوبې ته پهٔ تمه یاست؟
13/09/2026

د افغانستان د بریا پهٔ هیله!

له کوم ځایه د افغانستان او هند لوبې ته پهٔ تمه یاست؟

مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ الصَّلَاةِ وَمِفْتَاحُ الصَّلَاةِ الْوُضُوءُ (ترمذي)د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.
11/09/2026

مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ الصَّلَاةِ وَمِفْتَاحُ الصَّلَاةِ الْوُضُوءُ (ترمذي)
د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.

د کتاب لوستنې په دې ارزښتمن نندارتون کې ګډون وکړئ!په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت، د کتاب لوستنې درې‌...
08/09/2026

د کتاب لوستنې په دې ارزښتمن نندارتون کې ګډون وکړئ!

په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت، د کتاب لوستنې درې‌ورځنی ارزښتمن نندارتون پیل شوی دی.

د احمدشاه ابدالي طبي علومو انستیتیوت رهبري له ټولو درنو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د علم او مطالعې له مینه‌والو، غوښتنه کوي چې په دې مهم او ارزښتمن نندارتون کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کتابونه له دغه نندارتون څخه ترلاسه کړي.

راځئ، د مطالعې فرهنګ پیاوړی او د پوهې د ترلاسه کولو لپاره یو ګام نور هم مخکې واخلو.

په درنښت
د احمدشاه ابدالي طبي علومو انستیتیوت رهبري

د کارموندنې خبرتیا!احمد شاه ابدالي پوهنتون د اړتیا له مخې د قراردادي استادانو د ګمارنې پروسه پیلوي.د بست معلومات• د بست ...
08/09/2026

د کارموندنې خبرتیا!
احمد شاه ابدالي پوهنتون د اړتیا له مخې د قراردادي استادانو د ګمارنې پروسه پیلوي.
د بست معلومات
• د بست عنوان: قراردادي استاد
• معاش: د پوهنتون د داخلي طرزالعمل مطابق
• اداره: احمد شاه ابدالي پوهنتون
• موقعیت: آزادۍ مېنه، خوست، افغانستان
• د اعلان نېټه: ۱۴۰۵/۰۶/۱۶ هـ ش
• د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۰۶/۱۸ هـش
اړین شرایط
غوښتونکي باید لاندې شرایط ولري:
1. لږ تر لږه د MD سند ولري.
2. اسناد او د تقرر پروسه یې د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو اصولو سره مطابقت ولري.
3. په اړونده برخه کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري.
4. په پښتو او دري ژبو د لیکلو، لوستلو او روانو خبرو کولو وړتیا ولري.
5. له انګلیسي ژبې سره بلدتیا ولري.
6. د کمپیوټري پروګرامونو، په ځانګړي ډول Microsoft Office، سره بلدتیا ولري.
د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی:
ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي، چې خپله CV او د تحصیلي اسنادو کاپي په پوهنتون کې د کارکوونکو خدماتو مدیریت ته وسپاري.
همدارنګه، غوښتونکي کولای شي، چې خپل اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې هم شریک کړي:
[email protected]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
🌐 ویب پاڼه: https://aaihe.edu.af
📧 برېښنالیک: [email protected]
☎️ اړیکه: 93775158888+
📍پته: عبدالي طبي کمپلېکس ته څېرمه، ازادۍ مېنه، خوست، افغانستان

✍️ نشراتو مدیریت

Address

خواجه متون تپه دوهمه کوڅه
Khost

Telephone

+93777900072

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when احمد شاه ابدالي د روغتیايي علومو انستیتیوت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to احمد شاه ابدالي د روغتیايي علومو انستیتیوت:

Shortcuts

Share