افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences

افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences افغان، د معیاري زدۀ کړو، مسلکي مهارتونو او انساني خدمتونو مخکښ اکاډمیک مرکز

اضطراب، خپګان، ذهني فشار او نور رواني اختلالات د انسان پر فردي، کورني او ټولنیز ژوند ژورې اغېزې کولی شي. د هغوی پر وخت پ...
23/08/2026

اضطراب، خپګان، ذهني فشار او نور رواني اختلالات د انسان پر فردي، کورني او ټولنیز ژوند ژورې اغېزې کولی شي.
د هغوی پر وخت پېژندنه، سمه ارزونه او مسلکي پاملرنه د روغتیايي خدمتونو مهمه برخه ده.

د صحت رواني څانګه د همدې علمي اړتیا د پوره کولو لپاره د مسلکي او باکیفیته روغتیايي زده‌کړو زمینه برابروي.
پۀ همدې مناسبت افغان د روغتيايي علومو انسټیټیوټ د پۀ برخه کې نوي محصلين جذبوي.

همدانن ثبت نام وکړئ او پۀ دې برخه کې له مسلکي معياري زده کړو څخه ځانونه برخمن کړئ.

افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب.
پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 07444720735

متخصص ډاکټر ناصر ګل ځدراڼ او استاد بخت الله بختيار د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ له درنې او مسلکي تدریسي ډلې سره یو ځ...
21/08/2026

متخصص ډاکټر ناصر ګل ځدراڼ او استاد بخت الله بختيار د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ له درنې او مسلکي تدریسي ډلې سره یو ځای شول!

د دواړو درنو استادانو پۀ راتګ سره زموږ علمي کورنۍ لا پياوړې شوه او باور لرو چې د محصلینو په ظرفیت لوړونه، د معیاري روغتیايي زده‌کړو په پیاوړتیا او د هېواد د روغتیايي نظام لپاره د مسلکي بشري ځواک په روزنه کې به اغېزناک رول ولوبوي.

د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداره دوی ته ښه راغلاست وايي او په دې ستر مسؤليت کې ورته د لا ډېرو علمي او مسلکي بریاوو هیله څرګندوي.

افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب.
پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0704464936

⏰ يوازې ۸ ورځې تر خزاني کانکور!ستاسې د راتلونکي لپاره د پرېکړې وخت را رسېدلی دی.که غواړئ خپل تحصیلي مسیر په هوډ او باور ...
20/08/2026

⏰ يوازې ۸ ورځې تر خزاني کانکور!
ستاسې د راتلونکي لپاره د پرېکړې وخت را رسېدلی دی.
که غواړئ خپل تحصیلي مسیر په هوډ او باور پیل کړئ، نور انتظار مه کوئ.
افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ د خزاني سمستر لپاره نوي محصلين جذبوي.

افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب.
پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0704464936

د نن پريکړه ستاسې راتلونکی ټاکي!که د روغتيايي علومو پۀ برخه کې د نيمه لوړو زده کړو د سفر هيله لرئ، د يوه ثابت او منل شوي...
18/08/2026

د نن پريکړه ستاسې راتلونکی ټاکي!

که د روغتيايي علومو پۀ برخه کې د نيمه لوړو زده کړو د سفر هيله لرئ، د يوه ثابت او منل شوي ادرس پۀ موخه لۀ افغان سره پيل وکړئ.

🩺 افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ په لاندې څانګو کې‌ د خزاني سمستر لپاره نوي محصلين جذبوي:

🔹 عالي نرسنګ
🔹 فارمسي
🔹 د غاښونو پروتېز
🔹 طبي ټکنالوژي
🔹 صحت رواني
🔹 انستیزي

🎯 که مو هدف عالي مسلک، معياري زده‌کړې او د خدمت ویاړ وي؛ نو دا فرصت ستاسې لپاره دی.

📝 د خزاني سمستر لپاره نوم‌لیکنه دوام لري...
افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!

اړيکه: 📞 0766665591
واټساپ: 0704464936
📍 الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ

د يوې راټوليدنې پۀ لړ کې د استاد ډاکټر رومان دانش علمي او تدریسي هڅې وستايل شوې!د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ د مشرتا...
16/08/2026

د يوې راټوليدنې پۀ لړ کې د استاد ډاکټر رومان دانش علمي او تدریسي هڅې وستايل شوې!

د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ د مشرتابه، درنو استادانو او د اداري او علمي مسؤلينو ترمنځ د ګډې ناستې په ترڅ کې د غوره تدریس، مسلکي ژمنتيا، علمي هڅو او د محصلینو د پراخ رضایت له امله د استاد ډاکټر رومان دانش د درناوي او ستاینې په موخه ځانګړي مراسم ترسره شول.

ناسته د استاد سمیع الله مشال له لوري د الهي کلام د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې د غونډې په پيل کې استاد بخت الله بختیار د ډاکټر رومان دانش علمي او مسلکي ژوندلیک ګډونوالو ته وړاندې کړ.
نوموړي د استاد رومان دانش د تحصیلي مسیر، مسلکي وړتیاوو، تدریسي فعالیتونو او د محصلینو د علمي روزنې په برخه کې د نوموړي د هڅو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.

ورپسې د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ رئیس ډاکټر عبدالقیوم افتاب د استاد ډاکټر رومان دانش په اړه خپلې خاطرې او څرګندونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
نوموړي د ډاکټر رومان دانش تدریسي وړتیا او د محصلینو د روزنې په برخه کې ترسره کړي خدمتونه وستایل او د هغه هڅې یې بې‌سارې وبللې.

همدارنګه د انسټیټیوټ علمي معاون ډاکټر ابراهيم خوشال د استاد رومان دانش علمي فعالیتونه وستایل او څرګنده یې کړه چې د یوه استاد ژمنتيا او له محصلینو سره علمي تعامل د یوه معیاري اکاډمیک چاپېریال له مهمو بنسټونو څخه دي.

د غونډې په دوام کې یو شمېر نورو استادانو هم خپلې ویناوې وړاندې کړې او د استاد رومان دانش د هڅو ستاينه يې وکړه.

د استاد ډاکټر رومان دانش د علمي او تدریسي خدمتونو د درناوي په موخه، د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ له لوري د انسټیټیوټ ځانګړی لوګو د مینې او درناوي په موخه ډالۍ شو.
همدارنګه د پښتني دود او فرهنګي ارزښتونو له مخې ورته د اعزاز لونګۍ ور پر سر شوه او د هغه د هڅو او خدمتونو په ویاړ ورته ستاینلیک هم ورکړل شو.

په پای کې استاد ډاکټر رومان دانش د انسټیټیوټ له مشرتابه، استادانو او ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د درناوي او ستاینې دا مراسم یې د ژوند نه هيريدونکې شېبې يادې کړې.
نوموړي ژمنه وکړه چې د علمي او تدریسي خدمتونو په برخه کې به خپلو هڅو ته لا ډېر دوام دوام ورکړي.

افغان باور لري چې ډول برنامې د اکاډمیک فرهنګ د پیاوړتیا، د مسلکي اخلاقو د ترویج او د کیفیت‌محورې زده‌کړې د هڅونې یوه مهمه وسیله ده.
چې د داسې علمي ناستو او د استادانو د هڅو د ارزونې او ستاینې پروګرامونه د تدریس د کیفیت د لوړولو په برخه کې خورا مؤثريت لري.

د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداره استاد ډاکټر رومان دانش ته د ترسره کړو علمي هڅو او ارزښتمنو خدمتونو له امله مبارکي وایي او پۀ خپل ژوند کې ورته د لا نورو علمي بریاوو او خدمتونو هیله څرګندوي‌.

«د عامه اړيکو او نشراتو مديريت»

همدا نن، خپل راتلونکی وټاکئ!که د روغتیايي علومو په برخه کې د مسلکي زده‌ کړو او روښانه راتلونکي په لټه کې ياست نو دا فرصت...
13/08/2026

همدا نن، خپل راتلونکی وټاکئ!

که د روغتیايي علومو په برخه کې د مسلکي زده‌ کړو او روښانه راتلونکي په لټه کې ياست نو دا فرصت ستاسې لپاره دی.

🩺 افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ پۀ لاندې څانګو کې د خزاني سمستر لپاره نوي محصلين جذبوي:

🔹عالي نرسنګ
🔹 فارمسي
🔹د غاښونو پروتېز
🔹طبي ټکنالوژي
🔹صحت رواني
🔹انستيزي

نوم ليکنه جريان لري...
#افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!

پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0704464936

د بهاري سمستر نهایي ازموینې دوام لري!د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ د بهاري سمستر نهایي ازموینې د ټاکل شوي مهالوېش له ...
11/08/2026

د بهاري سمستر نهایي ازموینې دوام لري!

د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ د بهاري سمستر نهایي ازموینې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول روانې دي.

د شفافيت، نظم او علمي معيارونو د ساتنې پۀ موخه روان دا بهیر د ازموینې کمېټې لخوا پۀ مستقيم ډول مديريت او څارل کيږي.

د انسټیټیوټ رهبري د ازموينې کمېټې له غړو او درنو استادانو څخه د دوی د مسئولانه هڅو او همکارۍ له امله مننه کوي او ټولو محصلینو ته په ازموینو کې د بریا او غوره پایلو هیله لري.

«د نشراتو او عامه اړيکو مديريت»

10/08/2026

د يوولسمې دورې فراغت غونډه!
افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب.

د #خزاني کانکور لپاره ثبت نام جريان لري...

پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ:0704464936

د کارموندنې خبرتيا!افغان د روغتيايي علومو انسټیټیوټ د خپلو اداري او اکاډمیکو چارو د ښه تنظیم په موخه د «تدریسي مدیریت» ب...
09/08/2026

د کارموندنې خبرتيا!

افغان د روغتيايي علومو انسټیټیوټ د خپلو اداري او اکاډمیکو چارو د ښه تنظیم په موخه د «تدریسي مدیریت» بست اعلان ته سپاري.

د ګمارنې شرايط:
🔹 د لیسانس سند (ماسټري لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي)
🔹 د لوړو زده کړو یا روغتیايي بنسټونو په تدریسي او اداري چارو کې کاري تجربه
🔹 د کمپیوټر له اساسي پروګرامونو او ډيټابېس سره بلدتیا
🔹 پر پښتو، دري او انګلیسي ژبو مناسب برلاسيتوب

علاقمندان کولای شي د روانې مياشتې (اسد) تر ۲۰مې نېټې پورې خپله CV او د تحصيلي اسنادو کاپي د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ ادارې ته وسپاري.

📌 د لا زياتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړيکه ونيسئ.

#افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!

پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0704464936

«د نشراتو او عامه اړيکو مديريت»

د ۱۱مې دورې فراغت غونډې په مناسبت وياړلي، رنګين او پرتمين مراسم ولمانځل شول!د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ د فارمسي او...
07/08/2026

د ۱۱مې دورې فراغت غونډې په مناسبت وياړلي، رنګين او پرتمين مراسم ولمانځل شول!

د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ د فارمسي او پروتېز لۀ څانګو لسګونه محصلينو د يوې پرتمينې راټوليدنې پۀ لړ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

غونډه د الهي کلام پۀ تلاوت سره پيل شوه ورپسې د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ رئیس ډاکټر عبدالقيوم افتاب د پيل خبرې وکړې، نوموړي فارغو محصلینو او د دوی کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګه مخکې د برياوو هيله څرګنده کړه.
نوموړي پۀ روغتيايي برخه کې د باکيفيته خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې روانې هلې ځلې لا منسجمې او ګړندۍ شي.

د راټوليدنې پۀ جريان کې، د عامې روغتيا رياست معاون شيرا ګل ځدراڼ، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد صابر صابري، د احمدشاه ابدالي طبي پوهنتون بنسټګر پوهاند دوکتور بادشاه زار ابدالي، د ساينسي علومو پۀ برخه کې د هيواد وتلي استاد ډاکټر شبروز پکتين، څېړندوی او ليکوال عبدالکريم پتنګ، د صحت عامې رياست دعوت ارشاد امر مولوي کفايت الله فهيمي، د ځوانانو چارو امر مولوي محمد اسحاق عمري او يو شمېر نورو شخصيتونو يو په بل پسې ويناوې وکړې.

د فراغت غونډې ګډونوالو د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ هڅې او خدمتونه وستايل او مخکې يې د لا هلو ځلو هيله څرګنده کړه.

د غونډې پۀ جريان کې د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ ادارې له لوري د استاد ډاکټر شبروز پکتين، پوهاند دوکتور بادشاه زار ابدالي، د النور طبي پوهنتون بنسټګر انجينر نور خان منګل او يو شمېر نورو مېلمنو خدمتونه د اعزاز پۀ لونګۍ او ايوارډونو سره تقدير شول.

همدارنګه د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ د يو شمېر استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو هلې ځلې د ستاينليکونو او ايوارډونو پۀ ورکړې سره تقدير شوې‌.

د دغه پرتمينې راټوليدنې پۀ لړ کې د شمس لنډن اکاډمۍ د ترانې ډلې ګلاليو زده کوونکو د ترانو په زمزمې سره د راټوليدنې ښکلا لا ډيره کړې وه.

فارغينو ته د تصديق پاڼو له سپارلو وروسته تحصيلي لوړه ورکړل شوه او راټوليدنه د اباد او سوکاله افغانستان دعاء په ويلو سره پای ته و رسيده.

افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!
#خزاني کانکور ته ثبت نام جريان لري.

Address

Khost
2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences:

Shortcuts

Share