افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences

Call Directions Website Contact the university

افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences افغان، د معیاري زدۀ کړو، مسلکي مهارتونو او انساني خدمتونو مخکښ اکاډمیک مرکز

د مبارکۍ او وياړ پيغام!افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د پروتيز ډيپارټمنټ امر او ژمن استاد فضل حق غني زوی د اکزيټ په از...
23/10/2026

د مبارکۍ او وياړ پيغام!
افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ د پروتيز ډيپارټمنټ امر او ژمن استاد فضل حق غني زوی د اکزيټ په ازموينه کې په لوړو
نمرو بريا تر لاسه کړه.
موږ له هر څه وړاندې استاد ته د دې لويې بريا مبارکي وايو او يادوو چې
افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ رهبري، تدريسي او اداري ډله دغه بريا د ځان لپاره وياړ ګڼي او قدرمن استاد ته په
راتلونکي کې د لا ډېرو لاسته راوړنو هيله لري.
اړيکو او نشراتو عمومي مديريت

افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ ځيرک او مستعدد محصلين له اوږدې مودې راهيسې د بديع الزمان په څلور ويشت ساعته روغتون کې خ...
22/10/2026

افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ ځيرک او مستعدد محصلين له اوږدې مودې راهيسې د بديع الزمان په څلور ويشت ساعته روغتون کې خپلې عملي موخې تعقيبوي.
درانه محصلين چې په دريو جلا وختونو کې په عملي کارونو بوخت دي، د ياد شوي روغتون له ټولو امکاناتو او د روغتون اړوند مسولينو له صميمانه رويې، پوهې او تجربې څخه تل ښه خاطره لري.
افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ اداره تل هڅه کوي چې خپلو محصلينو ته نهايي زيات فرصتونه برابر کړي، دا علت دی چې د انسټيټيوټ د رهبرۍ او بديع الزمان څلورويشت ساعته روغتون تر منځ د عملي کار او متقابلو همکاريو په موخه پنځه کلن قرار داد لاسليک شوی دی.
موږ هيله لرو چې محصلين مو په پوره ځيرکتيا تر نورو چټک مخ ته تګ وکړي او په تدريسي او تجربوي بهير کې له ټولو شته امکاناتو پوره پوره ګټه واخلي.
ياده دې وي چې بديع الزمان څلورويشت ساعته روغتون د خدماتو او کفيت يو غوره ادرس دی او د جنوب ختيځ زون ولسونو ته يې په خپله برخه کې اغيزمن خدمات وړاندې کړي دي
نشراتو عمومي مديريت

📢 د خروجي(ايګزيټ) ازموينې خبرتيا!د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ له ټولو درنو فارغانو او اړوندو ګډونوالو څخه هیله کېږي ...
21/10/2026

📢 د خروجي(ايګزيټ) ازموينې خبرتيا!

د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ له ټولو درنو فارغانو او اړوندو ګډونوالو څخه هیله کېږي چې د ازموینو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ازموينو عمومي ادارې له لاندې رسمي لینک استفاده وکړي.

🔗 لینک:
https://nexa.gov.af/ps/candidate/30/search

#افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ
د معیاري روغتیايي زده کړو باوري انتخاب!

د مبارکۍ پيغام!افغان د روغتيايي علومو انسټیټیوټ د افغانستان د طبي شورا پۀ ملي ازموینه کې ټولو برياليو ډاکټر صاحبانو  پۀ ...
14/10/2026

د مبارکۍ پيغام!

افغان د روغتيايي علومو انسټیټیوټ د افغانستان د طبي شورا پۀ ملي ازموینه کې ټولو برياليو ډاکټر صاحبانو پۀ ځانګړې توګه خپلو قدرمنو استادانو ته د زړه له کومې مبارکي وایي.

ستاسې دا بریا د علمي وړتیا، مسلکي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو څرګندونه کوي. هیله ده په راتلونکي کې هم د علم، طبابت او هېوادوالو د روغتیا په برخه کې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړئ.

ستاسې بریاوې دې د لا روښانه راتلونکي پیلامه وي.
#افغان؛ د معیاري روغتیايي زده کړو باوري انتخاب.

ځوانه ډله د نوښت او نوي فکر د پالنې هوډ لري!د خزاني سيميستر د لا ښه مديريت او ادري همغږۍ په موخه افغان د روغتيايي علومو ...
06/10/2026

ځوانه ډله د نوښت او نوي فکر د پالنې هوډ لري!
د خزاني سيميستر د لا ښه مديريت او ادري همغږۍ په موخه افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ رهبرۍ له اداري کارمندانو او تدريسي ډلې سره ناسته وکړه. ياده راټوليدنه د استاد صادق جان مزمل لخوا د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د ادارې ټولو غړو د خزاني سيميستر د لا ښه مديريت لپاره خپل اصلاحي نظريات وړاندې کړل او دغه راټوليدنه يې د نورو راټوليدنو په څېر د انسټيټيوټ د پرمختګ او د ټولنې د پرمختګ لپاره يو مثبت ګام وګاڼه.
د دغې مناسباتي ناستې په پای کې اداري او تدريسي ډلې ته يو شمېر نوي مسوليتونه هم ور وسپارل شول چې له مخې به يې افغان د روغتيايي علومو انسټيټيوټ وکولای شي خپلې ټولې اداري او تدريسي چارې په ښه شکل مديريت او ترسره کړي.
ياده راټوليدنه د تل په څېر د خير او ښيګڼې په هيله او دعا پای ته ورسيده.
نشراتو او اړيکو عمومي مديريت

د ښوونکي نړیوالې ورځې پۀ مناسبت!افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو درنو استادانو، علم...
05/10/2026

د ښوونکي نړیوالې ورځې پۀ مناسبت!
افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو درنو استادانو، علمي همکارانو او د علم او پوهنې ټولو لارویانو ته خپلې صمیمانه مبارکۍ او نیکې هیلې وړاندې کوي.
ښوونکی یوازې د علم او معلوماتو لېږدوونکی نه دی؛ بلکې د فکر جوړوونکی، د شخصیت روزونکی او د راتلونکي نسل د علمي او مسلکي مسیر لارښود دی.
په ځانګړي ډول د روغتیايي علومو په برخه کې د استاد هڅې د داسې مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول لري چې د انسان د ژوند او روغتیا د ساتنې ستر مسؤلیت به پر غاړه اخلي.
موږ د خپلو ټولو استادانو د علمي هڅو، مسلکي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکي خدمت درناوی کوو او د دوی ونډه د یوه روښانه او سالم راتلونکي په جوړولو کې ارزښتمنه بولو.
د ښوونکي نړیواله ورځ مو مبارک شه!
علم مو پیاوړی، هڅې مو تلپاتې او خدمت مو د ټولنې د پرمختګ لامل شه.
#افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!

د ټولګيو پۀ الهام بښونکو فضاوو کې د روغتيايي پوهې د انتقال بهير دوام لري!افغان روغتيايي علومو انسټيټيوټ د روغتيايي زده ک...
24/09/2026

د ټولګيو پۀ الهام بښونکو فضاوو کې د روغتيايي پوهې د انتقال بهير دوام لري!

افغان روغتيايي علومو انسټيټيوټ د روغتيايي زده کړو پۀ برخه کې د مسؤليت اداينې او معياري خدمتونو د وړاندې کولو پۀ موخه هڅه کوي چې روانې هڅې لا ګړندۍ او منسجمې کړي‌‌.

د یوې مسلکي ټولنې راتلونکی ډېر ځله، له هغو عادي درسي شېبو پیلېږي چې په ظاهري ډول ساده ښکاري؛ خو په حقیقت کې همدا مرحلې د یوه انسان د فکر، شخصیت او مسلکي لید بنسټ جوړوي.

د استاد او محصل ترمنځ علمي اړیکې د همدې اوږده بهیر یوه برخه ده.
زموږ ژمنه تدريسي ډله پۀ بشپړې ليوالتيا د محصلينو د علمي مهارتونو د پياوړتيا پۀ موخه پۀ پوره انرژۍ کار کوي چې لۀ منځه يې د استاد عاقب الله بشري او استاد شاه مزار حیدري د تدريس پۀ مهال د محصلينو له لوري اخېستل شوي عکسونه د محصلينو پۀ علاقمندۍ او ليوالتيا دلالت کوي.

د همدې علمي لید پر بنسټ افغان هڅه کوي چې د معیاري تدریس، نظم او مسلکي روزنې له لارې د راتلونکي نسل د پیاوړتیا لپاره خپل علمي بهیر لا پسې وغځوي.

#افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!
اړيکه: 📞 0766665591
واټساپ: 0744720735
📍 الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ

د افغان وياړلې تدريسي ډلې ته ښۀ راغلاست!افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ ویاړي چې د خپل علمي او تدریسي بهیر د پیاوړتیا په ...
16/09/2026

د افغان وياړلې تدريسي ډلې ته ښۀ راغلاست!

افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ ویاړي چې د خپل علمي او تدریسي بهیر د پیاوړتیا په موخه، استاد شېرزمان مراد د خپل درانه تدریسي ټیم په غړیتوب مني.

استاد شېرزمان مراد له اوږدې مودې راهيسې په بېلابېلو علمي او ښوونیزو نهادونو کې د تدریس تجربه لري او د پوهې د انتقال، د زده‌کوونکو د فکري روزنې او د اکاډمیک چاپېریال د پیاوړتیا په برخه کې یې د پام وړ مسلکي خدمتونه ترسره کړي.

موږ باور لرو چې د نوموړي علمي تجربه او تدریسي وړتیا به د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ د اکاډمیک چاپېریال په لا غني کېدو او د زده‌کوونکو د علمي ظرفیتونو په لوړولو کې اغېزمنه ونډه ولري.

استاد مراد ته د افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ علمي او تدریسي کورنۍ ته پۀ وياړ او خوښۍ سره ښه راغلاست وایو.

افغان؛ د معیاري روغتیايي زده‌کړو باوري انتخاب.
📍پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0744720735

د خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ کال د سنبله ...
15/09/2026

د خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!
د افغان روغتيايي علومو انسټیټیوټ ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ کال د سنبله میاشتې په ۲۵مه نېټه(همدا سبا ورځ چهارشنبه) د خزاني سمستر درسونه په رسمي ډول پيل کيږي.
له ټولو محصلینو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې په ټاکلې نېټه پر خپل وخت انسټیټیوټ ته حاضر شي او د خپلو درسونو بهیر له لومړۍ ورځې څخه په منظم، مسؤلانه او اغېزمن ډول تعقیب کړي.

📌 يادونه: بېلابېلو څانګو ته د نويو بريالي شويو محصلينو درسي بهير هم سبا ورځ چهارشنبه پيليدونکی دی.

اړيکه: 📞 0766665591
واټساپ: 07444720735
📍 الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📢 د دندې خبرتیا!افغان د روغتیايي علومو انسټيټيوټ د خپلې تدريسي ډلې د پیاوړتیا او د معیاري مسلکي زده‌کړو د وړاندې کولو په...
13/09/2026

📢 د دندې خبرتیا!

افغان د روغتیايي علومو انسټيټيوټ د خپلې تدريسي ډلې د پیاوړتیا او د معیاري مسلکي زده‌کړو د وړاندې کولو په موخه، په لاندې مضامينو کې د وړ او مسلکي استاد د ګمارنې لپاره د دندې فرصت اعلانوي:

🔹 فارمسيټیک|Pharmaceutics
🔹 د درملو تنظیم او اداره| Drug Regulation & Administration

د نوماندانو عمومي شرایط:

• د فارمسي لۀ څانګې د فراغت سند
• د اړوند مضمون د تدریس لازم علمي ظرفیت
• د تدریس اړونده تجربه او مسلکي وړتیا
• د علمي او مسلکي اصولو پابندي
• د محصلينو د روزنې او علمي پرمختګ لپاره ژمنتیا
• د انسټیټیوټ له علمي او اداري اصولو سره همغږي

📌 علاقه‌مندان او واجد شرایط کسان کولای شي خپل تحصیلي اسناد او CV د استخدام پروسې لپاره د روان کال د سنبله تر ۲۳مې د انسټیټیوټ ادارې ته حضوري او يا هم انلاين وسپاري.

افغان؛ د معياري روغتيايي زده کړو باوري انتخاب!
📍پته: الفتح عالي او مرکزي لېسې ته مخامخ، لومړۍ کوڅه، افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ.
📞 د اړیکې شمېره: 0766665591
💬 واټساپ: 0744720735

Address

Khost
2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to افغان طبي انسټیټیوټ Afghan Institute of Health Sciences:

Shortcuts

Share