15/02/2022
پوره صدۍ جنګ وشو
د تباھۍ جنګ وشو
یو وایي ما وګټو
بل وایي ما وګټو
څوک وایی انګریز وګټو
څوک وایي مولا وګټو
یو لیونی ناست دی
دغه خبرې اوري
ځان سره داسې وایي
د دوی مازغه خراب دي
جنګڅوک ګټلی نشي
جنګ سراسر تاوان دی
که مو يقين نه رازي
دا کونډې رنډې شمار کړئ
دا يتيمان وشمېرئ
دا ړنګ کورونه شمار کړئ
دا برباد زړونه شمار کړئ
که چېرې داګټه وي
دا شته خو سر وخوړه
يو جنګ بل شروع کړئ
چې نوره ګټه وکړئ
زهر به وخورم
زړه به وکړم
نور څه کوئ شم
څه به وکړم
بس ځان به مړ کړم
ښه به وکړم
هندوستانۍ ميړه به وکړم
د پښتنو په خاوره دوه ځل کونډه شومه
بونيرى