20/08/2026
له هرې کتنې مه غولېږئ
که هر چا په ځیر ځیر درته کتل، دا معنا نه لري چې ته یې خوښ یې.
ځینې خلک ځکه درته حیران حیران ګوري، چې څنګه له هغو دامونو روغ وتلی یې چې دوی درته ایښي وو.
کله چې الله تعالی د چا ساتنه وکړي، د خلکو پلانونه یې پر وړاندې هېڅ نه شي کولی. 🤍
خپل سفر ته دوام ورکړه؛ د خلکو نظرونه مه شمېره، د خپل رب مرسته وشمېره. 💯