20/09/2026
د خصوصي انسټیټیوټونو د محترم پلاوي ارزونکې لیدنه ترسره شوه !
د المدینه روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ د خصوصي انسټیټیوټونو د محترم پلاوي د رسمي ارزونکې لیدنې او هراړخیزې ارزونې کوربه و.
یاد پلاوي د انسټیټیوټ بېلابېلې علمي، اداري او تدریسي برخې وکتلې او د علمي کیفیت، اداري نظم، درسي بهیر، د محصلینو د زدهکړیزې کچې، عملي زدهکړو او درسي چاپېریال په اړه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
الحمدلله، د انسټیټیوټ ادارې، علمي کادر او محصلینو د یادې ارزونې لپاره لازم چمتووالی درلود او د منظم اداري بهیر، مناسب درسي چاپېریال، علمي ظرفیت او د زدهکړو د کیفیت په برخه کې یې د پام وړ وړتیاوې څرګندې کړې.
د المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ اداره ژمنه ده چې د معیاري روغتیايي زدهکړو د وړاندې کولو، د علمي کیفیت د لوړولو او د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې خپلو هڅو ته لا هم دوام ورکړي.
المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ، ستاسو د خوبونو تعبیر !
پته: کونړ، د ولایت مقام عمومي دروازې ته مخامخ
اړیکه: 0777801226
[email protected]