Bost Center for Experiential Learning بست د عملي زده کړو مرکز

Bost Center for Experiential Learning بست د عملي زده کړو مرکز Bost Center for Experiential Learning is part of Bost University education program which provide experiential learning opportunities to students.

20/04/2023

د نېکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه!

د ECG کورس فراغت غونډه ترسره سول!د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي میاشتي ۴ مه نېټه د بُست پوهنتون د عملي زده کړو د مرکز لخوا ...
25/12/2022

د ECG کورس فراغت غونډه ترسره سول!

د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي میاشتي ۴ مه نېټه د بُست پوهنتون د عملي زده کړو د مرکز لخوا د ECG پنځلس ورځني وړیا کورس فراغت غونډه ترسره سول.

په یاد پنځلس ورځني وړیا کورس کي د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د نارینه او ښځینه محصلانو او ستاژرانو ترڅنګ د نورو پوهنتونو محصلانو او ستاژرانو هم ګډون درلود، چي شمېر یې شاوخوا ۸۰ تنه ته رسېدی.

د ECG کورس محصلانو ته په بُست پوهنتون تدریسي روغتون کي تر دوه هفتني وړیا تدریس وروسته د وروستۍ آزمویني کامیاب محصلانو ته نن په بُست پوهنتون کي د فراغت اسناد ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي د کورس د تدریس چاري د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د استاد ښاغلي ډاکټر عتیق الله حنیف لخوا ترسره سوي وې او د همږغۍ چاري یې د پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) لخوا ترسره سوي وې.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو يو کلن پروګرام د حقوقي کلینیک ترن...
01/11/2022

د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو يو کلن پروګرام د حقوقي کلینیک ترنامه لاندي راپیل کوو، چي موخه یې په په ټولنه کي د مسلکي مدافع وکیلانو روزل دي.

د یادوني وړ ده چي د بُست پوهنتون ترڅنګ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلان هم ګډون کولای سي.

د اداري ستاژ او سافټوېر جوړوني برنامې لومړۍ دوره فراغت غونډه ترسره سول!۱۴۰۱ / ۷ / ۲۷د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د میزان میاشتي...
20/10/2022

د اداري ستاژ او سافټوېر جوړوني برنامې لومړۍ دوره فراغت غونډه ترسره سول!
۱۴۰۱ / ۷ / ۲۷

د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د میزان میاشتي ۲۷ مه نېټه د بُست پوهنتون د یوکلن اداري ستاژ او سافټوېر جوړوني برنامې لومړۍ دوره فراغت غونډه ترسره سول.

دا یوکلنه اداري ستاژ او سافټوېر جوړوني برنامه یو کال وړاندي د بُست پوهنتون په نوښت رامنځته سوې وه، چي لومړۍ څلورنیمي میاشتي یې نظري، وروسته څلورنیمي میاشتي یې عملي او اخري درې میاشتي یې پر پروژو باندي کار سوی وو.

په یاده یوکلنه برنامه کي د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو څخه په ټوله کي ۹۰ تنه فارغ او برحاله محصلانو ګډون کړی وو، چي له هغې جملې څخه یې ۲۱ تنه د اداري ستاژ او ۱۱ تنه یې د سافټوير جوړوني له برخي چي په مجموع کي ټول ۳۲ تنه نارینه او ښځینه محصلان فارغ او د فراغت اسناد ورکول سول.
د یادو پروګرامونو څخه فارغ سوي کسان په مسلکي ډول روزل سوي چي کولای سي په راتلونکي کي به په عملي برخه کي په ښه توګه خپل دندي مخته یوسي.

په نوموړې برنامه کي ګډون کوونکو محصلانو ته لاندي اړین مهارتونه ورښودل سوي، لکه:
مکتوب او پیشنهاد لیکنه
درخواستي لیکنه
پلان جوړونه
راپور ورکول
د جلساتو مدیریت
د ستونزو حل
مفاهمه او ارتباطات
د فایلونو تنظیم
اسناد سازي
د سلسله مراتبو پېژندنه
محاسبه / انټرویو
قرارداد
اجنډا
مینوټ
مکافات او مجازات پېژندنه
او دې ته ورته ځیني نور اړین مهارتونه.

د یادو دواړو پروګرامونو څخه فارغ سوي کسان په مسلکي ډول روزل سوي، چي کولای سي په راتلونکي کي په عملي برخه کي په ښه ډول خپلي دندي مخته یوسي.

په یاده فراغت غونډي کي د بُست پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي عبدالله ضیایي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني رشیدزوی، د عملي زده کړو د مرکز مسؤل ښاغلي حضرت عمر شېرزاد ترڅنګ د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی وو.

د یادوني وړ ده چي بُست پوهنتون تل د خپلو محصلانو د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره هم زمینه مساعده کړې ده.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

20/04/2022

د غوره عملي زده کړو په زړه پورې فرصت!

بُست پوهنتون تدريسي روغتون د سیمي په کچه میعاري تدريسي روغتون دی چي د محصلانو د عملي زده کړو لپاره ټول اړین امکانات لري.

د طب پوهنځی او ټولو روغتیایي علومو انسټیټیوټونو فارغان کولای سي په بُست پوهنتون تدريسي روغتون کي خپل عملي زده کړي په کم لګښت او ښه معیار سره ترسره کړي.

بُست پوهنتون تدريسي روغتون په لاندي څانګو کي د عملي زده کړو لپاره محصلان مني:

۱ - طبي ستاژ
۲ - د غاښونو پروتیز
۳ - عالي نرسنګ
۴ - عالي قابلګي
۵ - لابراتوار
۶ - فارمسي
۷ - فزیوتراپي
۸ - الټراساونډ

غوره عملي زده کړي زموږ سره تجربه کړئ!

نوم ليکنه روانه ده!

د ترکیې هېواد د نړیوال سکالرشېپونو اړوند د پوهاوي سیمینار وړاندي سو.۱۴۰۰/۱۱/۱۲ نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۱۲ مه...
01/02/2022

د ترکیې هېواد د نړیوال سکالرشېپونو اړوند د پوهاوي سیمینار وړاندي سو.
۱۴۰۰/۱۱/۱۲

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۱۲ مه بُست پوهنتون کي د ترکیې نړیوال سکالرشېپونو اړوند د پوهاوي سیمینار چي د محصلانو سره د مرستي، مشورې او کارموندني مرکز په لاره اچول سوی ؤ د ښاغلي محمد فاروق زهاد لخوا وړاندي سو.

سیمینار کي د بُست پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي عبدالغني رشیدزوی، د مسلکي پراختيا مرکز آمر ښاغلي عبدالودود طراح، د محصلانو سره د مرستي، مشورې او کارموندني مرکز مسؤل ښاغلي صالح محمد هوتک، فارغانو، محصلانو او د پوهنتون څخه بهر کسانو برخه اخيستې وه.

د سیمینار پرانیسته د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي عبدالغني رشيدزوی ترسره کړل، د محصلانو سره د مرستي، مشورې او کارموندني مرکز پر فعاليتونو یې رڼا واچول او زیاته یې کړل چي یاد سیمینارونه نه يوازي د پوهنتون د محصلانو او فارغانو لپاره بلکې یادو پرواګرامونه او سیمینارونه کي د پوهنتون څخه بهر کسان هم ګډون کولای سي او راتلونکي کي به هم دغه ډول پروګرامونه دایر کړي.
او همدارنګه یې د یاد سیمینار د چمتو کوونکي ښاغلي محمد فاروق زاهد، د مسلکي پراختيا مرکز آمر ښاغلي عبدالودود طراح او د محصلانو سره د مرستي، مشورې او کارموندني مرکز د مسؤل ښاغلي صالح محمد هوتک څخه ځانګړې مننه او قدرداني وکړل.

ورپسې د ښاغلي محمد فاروق زاهد لخوا سیمینار پیل سو او د ترکیې د نړیوال سکالرشېپونو اړوند یې هر اړخیزه مالومات د سیمینار د ګډونوالو سره یې شریک کړل.
د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتنې هم جواب سوې.

د سیمینار د همږغۍ چاري د مسلکي پراختيا مرکز (PDC) لخوا ترسره سوي وې.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

24/01/2022

بُست پوهنتون تدريسي روغتون

قدرمنو هیوادوالو بُست پوهنتون چي د تيرو لسو کالو راهيسي په هلمند ولایت کي فعاليت کوي د بُست پوهنتون کادري روغتون په نامه مجهز کادري روغتون لري چي ټول خدمات یې د جراحي عملياتونو، معايناتو، د ناروغ د بستر او همدارنګه د ډاکټر د فیس په شمول ټول وړیا دي.
اوسني اقتصادي ستونزو ته په کتلو سره هیله ده چي ټول هیوادوالو له دې خدمتونو اعظمي استفاده وکړي په خاص ډول هغه هيوادوال چي د ډاکټر د فیس، د ناروغ بستر او معایناتو ترسره کولو لپاره مالي توان ونلري یو ښه فرصت دی.
د بُست پوهنتون کادري روغتون ټولي چاري د متخصصو او باتجربه ډاکټرانو او مسلکي روغتيايي پرسونل لخوا پرمخ وړل کېږي او لا هم پدې هڅه کي یو چي ددې روغتون خدمات ۲۴ ساعته، وسيع او لا نور هم میعاري کړو.
زموږ هدف د طب پوهنځی د ډاکترانو او روغتيايي پرسونل په عملي او مسلکي ډول روزل او خپلو هيوادوالو ته غوره روغتيايي خدمات وړاندي کول دي.

کیفیت زموږ لومړیتوب دی!

ستاسو ورور
احمد پوپل

د بُست پوهنتون د عملي زده کړو د مرکز له لوري د اداري ستاژ پروګرام پیل سو.۱۴۰۰/۹/۲۸د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د ليندۍ پر ۲۷مه ...
19/12/2021

د بُست پوهنتون د عملي زده کړو د مرکز له لوري د اداري ستاژ پروګرام پیل سو.
۱۴۰۰/۹/۲۸

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د ليندۍ پر ۲۷مه د عملي زده کړو مرکز له لوري د بُست پوهنتون په مالي لګښت د اداري ستاژ پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پیل سو.
په یادو جوړ سوو مراسمو کي د بُست پوهنتون مؤسس ښاغلي احمدجان پوپل، د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي عبدالله ضیایي، د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي عبدالغني رشیدزوی د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځی رئیسانو، د څانګو او ادارو آمرینو، استادانو او د اقتصاد او حقوقو پوهنځی محصلانو برخه اخيستې وه.

د پروګرام په پیل کي د عملي زده کړو د مرکز مسؤل ښاغلي حضرت عمر شیرزاد د یاد پروګرام (اداري ستاژ) په اړه د پروګرام د ګډون کوونکو سره هر اړخېزه مالومات شریک کړل.
او زیاته یې کړل چي یادو محصلانو ته به د یو کال په موده کي عملي او نظري زده کړي ورکړل سي.

ورپسې د بُست پوهنتون مؤسس ښاغلي احمدجان پوپل د یاد پروګرام په اړه وږغېدی او زیاته یې کړل چي د پوهنتون د افتتاح څخه تر اوسه پورې یې هڅه داده چي محصلان په داسي توګه وروزل سي چي هم ځان او هم ټولني ته د خدمت جوګه وګرځي.
ښاغلي پوپل زیاته کړل دا چي ټولنه پر موږ حق لري نو موږ هم هڅه کړې چي خپل ټول امکانات په کار واچوو او دې ټولني او خلکو ته خپل مسؤلیت په ښه ډول ادا کړو نوموري د بُست پوهنتون د مسلکي پراختيا مرکز (PDC) د غوره فعاليتونو یادونه وکړل چي په وینا یې د اکاډمیک رهبریت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کوي او ویې ویل چي په راتلونکي کي به ددې مرکز له لارې محصلانو ته د ژبې او کمپيوټر په برخه کي هم پروګرامونه په لاره واچول سي او همدارنګه یې د محصلانو د آسانتیاوو لپاره د کارموندني د مرکز یادونه کړل چي د محصلانو سره د دندو د موندلو لپاره ایجاد سوی او د محصلانو سره د دندو په پیدا کولو او د دندو په همږغي کولو کي مرسته کوي او اوس دادی د عملي زده کړو د مرکز په پرانیستلو سره به هم محصلانو ته ډول ډول د عملي زده کړو پروګرامونه په لاره واچول سي.

تر دې وروسته د بُست پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي عبدالله ضیایي د یاد پروګرام پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړل چي محصلان باید یاد پروګرام په ښه توګه تعقيب او ورڅخه استفاده وکړي هغه وویل چي ددې پروګرام په پای کي به ټولو محصلانو د فراغت سرټفیکیټ هم ورکړل سي د ټولو محصلانو څخه يې وغوښتل چي په پوره پابندی سره دا پروګرام تعقيب کړي.

د استادانو په استازيتوب نوماند پوهنیار اسدالله اندیال خبرې وکړې او ویې ویل چي انسان پوهي ته اړتیا لري او مسلکي زده کړي دا ايجابوي تر څو خپله دنده په ښه توګه اجرا کړي.
نوموړي زیاته کړه زموږ هیواد کي تیر ۲۰ کلنو کي د اداري فساد تر څنګ یوه ستره ننګونه د ظرفيتونو نیمګړتیا وه.
کله چي انسان ظرفيت ونلري نو ناسمي لوري ته سوق کېږي چي دا د یو انسان برخلیک بالاخره یو ناسمي لوري ته بیايي نوموړي د بُست پوهنتون ادارې څخه ځانګړې مننه وکړل چي خپل هڅي یې جاري ساتلي او پدې برخه کي لا هم هلي ځلي کوي.

په درنښت
د بُست پوهنتون د خپرنيزو او فرهنګي چارو مدیریت

10/12/2021

د بُست پوهنتون د عملي زده کړو مركز پیج ته ښه راغلاست. دا مرکز به د ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونو محصلینو ته د ظرفیت او مسلک د لوړتیا په موخه وړیا عملي زده کړو پروګرامونه برابروي.
هيله ده چي زموږ پیج درسره خوښه کړی.

بُست پوهنتون
Bost University

Address

Bost University
Lashkar Gah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bost Center for Experiential Learning بست د عملي زده کړو مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Bost Center for Experiential Learning بست د عملي زده کړو مرکز:

Share