Wadie Helmand University وادي هلمند پوهنتون

Call Directions Website Contact the university

Wadie Helmand University وادي هلمند پوهنتون ستاسو د معیاري زده کړو غوره بنسټ

په رسمي ادارو کښې د کاري تداخُل د مخنيوي د لارو چارو اړوند علمي ورکشاپ داير کړل سود شنبې په ورځ چې د ۰۲/۰۸/۱۴۰۵ ل ل نېټې...
25/10/2026

په رسمي ادارو کښې د کاري تداخُل د مخنيوي د لارو چارو اړوند علمي ورکشاپ داير کړل سو

د شنبې په ورځ چې د ۰۲/۰۸/۱۴۰۵ ل ل نېټې سره سمون خوري، د حقوق او سياسي علومو د پوهنځي د استاد محترم عبدالودود طراح له لوري، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، مديرانو او کارکوونکو ته د په رسمي ادارو کښې د کاري تداخُل د مخنيوي د لارو چارو تر سرليک لاندي يو ورځني علمي ورکشاپ داير کړل سو، په نوموړي ورکشاپ کښې چې د ذکر سوو اشخاصو څخه يې نږدې (۳۰) تنو ګډون کړی وو، پيل يې د قرآن عظيم شان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره وسو، وروسته ښاغلي استاد طراح د ورکشاپ پر عُمده موضاتو چې عبارت وه له (د کاري تداخُل مفهوم او ماهيت،د کاري تداخُل د مخنيوي اساسي اصول، عملي مديريتي ميکانيزمونه او د تطبيق او ارزوني له تګلاري)،څخه، وروسته ګډونوالو د اړوندو موضوعاتو په اړه پوښتني مطرح او د استاد، لخوا يې د قناعت وړ ځوابونه ترلاسه کړل.
چې له دې سره سم د ورکشاپ د تدريس برخه پايته ورسېدله او د عملي تمرين او ګروپي کار برخه پيل سوه، وروسته د ګروپي کار د پايلو په شريکولو سره نوموړی علمي ورکشاپ په دُعائيه وينا سره پای ته ورسېد.
دا په داسي حال کښې ده چې د نوموړي علمي ورکشاپ د همږغۍ، تنظيم او تدوير چاري د مسلکي پراختيا د مرکز(PDC)، له لوري تر سره سوي وې

د وادي هلمند پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره سوهد وادي هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د میزان میاشتې د علمي شورا غونډه د ...
22/10/2026

د وادي هلمند پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره سوه

د وادي هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د میزان میاشتې د علمي شورا غونډه د ۱۴۰۵/۷/۳۰ نېټه د پوهنتون د علمي شورا په تالار کي، د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس پوهنيار ډاکټر سعید خان صداقت په مشرۍ ترسره سوه.

په یاده غونډه کي د پوهنتون پر بېلابېلو علمي موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وسول، د علمي او تدریسي چارو د لا ښه والي، د محصلینو د علمي ظرفیتونو لوړولو، د تدریسي بهیر د اغېزمنتیا، د علمي کیفیت د پیاوړتیا او د پوهنتون د چارو د لا ښه تنظیم په اړه نظرونه او وړاندیزونه شریک سول.

همدارنګه، د مطرح سوو موضوعاتو په اړه لازم بحثونه ترسره او د علمي چارو د لا پرمختګ، د کیفیت د لوړولو او د اړوندو چارو د اغېزمن تطبیق په موخه لازمې پرېکړې وسوې.

د وادي هلمند پوهنتون رهبري ژمنه ده، چي د علمي شورا د پرېکړو په عملي کولو سره به د علمي معیارونو د لوړولو، د تدریسي بهیر د پیاوړتیا او د معیاري لوړو زده کړو د وړاندې کولو په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د نشراتو او عامه اړيکو مديريت

د وادي هلمند پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې له مرکز څخه لیدنه وکړهد وادي هلمند پو...
22/10/2026

د وادي هلمند پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې له مرکز څخه لیدنه وکړه
د وادي هلمند پوهنتون د طب پوهنځي یو شمېر محصلینو د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د فزیکي بیارغونې له مرکز څخه علمي او ښوونیزه لیدنه ترسره کړه. همدارنګه، د یادو محصلینو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو، بشري مأموریت او بنسټیزو اصولو په اړه یوه معلوماتي او پوهاوي ناسته هم جوړه شوه.
د معلوماتي ناستې په ترڅ کې محصلینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عمومي فعالیتونو، بشري مرستو، د وسله‌والو شخړو له اغېزو څخه د زیانمنو خلکو د ساتنې، نړیوال بشردوستانه حقوقو او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دې ادارې د رول په اړه معلومات ورکړل شول.
ورپسې محصلینو د فزیکي بیارغونې د مرکز له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه او د فیزیوتراپي له خدمتونو او د معلولیت لرونکو او نورو اړمنو ناروغانو د فزیکي بیارغونې له بهیر سره له نږدې بلد شول.
د دې علمي لیدنې او معلوماتي ناستې موخه د محصلینو د نظري زده‌کړو پیاوړتیا، د عملي تجربو ترلاسه کول، د بشري اصولو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د روغتیايي او بشري خدمتونو له بېلابېلو اړخونو سره د هغوی بلدتیا وه.
وادي هلمند پوهنتون د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو او د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي تجربو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول علمي او ښوونیز فعالیتونه مهم بولي او د هغوی د مسلکي پوهې او مهارتونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
وادي هلمند پوهنتون | د طب پوهنځی
علم، تجربه، بشري ارزښتونه او د مسلکي وړتیاوو لوړول

د وادي هلمند پوهنتون د پوهنځیو د محصلینو ترمنځ علمي سیالي ترسره سوهد وادي هلمند پوهنتون د علمي، ښوونیزو او روزنیزو فعالی...
22/10/2026

د وادي هلمند پوهنتون د پوهنځیو د محصلینو ترمنځ علمي سیالي ترسره سوه

د وادي هلمند پوهنتون د علمي، ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، د هغوی د استعدادونو د څرګندولو او د سالمې علمي سیالۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه د پوهنتون د درو پوهنځیو د محصلینو ترمنځ علمي سیالي ترسره سوه.

په دې علمي سیالۍ کې د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ګډون کړی و او ګډونوالو د خپلو علمي معلوماتو، پوهې او وړتیاوو په څرګندولو سره په سالمه علمي سیالۍ کې برخه واخیسته.

د دې سیالۍ اساسي موخه د محصلینو ترمنځ د علمي رقابت دودول، د مطالعې او څېړنې فرهنګ ته وده ورکول، د علمي معلوماتو پراختیا، د محصلینو د فکري وړتیاوو پیاوړتیا او د هغوی هڅول وو، څو په خپلو زده کړو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د وادي هلمند پوهنتون مشرتابه د محصلینو علمي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د ورته علمي او روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره د محصلینو استعدادونه وروزي، علمي وړتیاوې یې پیاوړې کړي او د هېواد د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره وړ کادرونه وروزي.

د یادونې وړ ده چې علمي سیالۍ یوازې د مقام او جایزې ګټلو وسیله نه ده، بلکې د پوهې د زیاتوالي، د تجربو د تبادلې، د ځان باور د پیاوړتیا او د علمي پرمختګ لپاره یوه اغېزمنه وسیله هم ده.

وادي هلمند پوهنتون د خپلو محصلینو د علمي ودې، فکري پیاوړتیا او مسلکي روزنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د علمي فعالیتونو د پراختیا لپاره د ورته پروګرامونو ترسره کول مهم ګڼي.

د نشراتو او فرهنګي چارو مديريت

د کارموندني خبرتيا!وادي هلمند پوهنتون د  IT (معلوماتي ټکنالوژۍ) بست آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.📌 د بست معلومات: د...
20/10/2026

د کارموندني خبرتيا!
وادي هلمند پوهنتون د IT (معلوماتي ټکنالوژۍ) بست آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
📌 د بست معلومات:
د بست عنوان: IT (معلوماتي ټکنالوژۍ)
د بست شمېر: ۱
📅 د اعلان موده:
د اعلان د پیل نېټه : 28 / 7 / 1405
د اعلان د ختم نېټه : 8 / 8 / 1405
📝 د ثبت‌نام طریقه:
ټول واجد شرایط متقاضیان کولای شي خپل غوښتنلیک او اړوند اسناد په هارډ کاپي (Hard Copy) بڼه د وادي هلمند پوهنتون د كارمندانو چارو آمریت ته وسپاري.

د نبوي سنتو د پيروئ ، تر سرليک لاندي سيمينار داير کړل سود روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د محترم شيخ مولوي ...
20/10/2026

د نبوي سنتو د پيروئ ، تر سرليک لاندي سيمينار داير کړل سو
د روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د محترم شيخ مولوي عبدالقيوم ذاکري صاحب لخوا د نبوي سنتو د پيروئ تر سرليک لاندي يو ورځنی علمي سيمينار داير کړل سو.
په ياد سيمينار کښې د حفظ او مراقبت محترم مسؤولين او سلګونو تنو د طب پوهنځي محصلينو ګډون کړی وو،
وروسته سيمينار پيل سو چي پکښې د يوه مسلمان د نبوي سنتو پيروئ باندي اړخيزه رڼا واچول سوه.
د يادوني وړ ده چي د نوموړي علمي سيمينار، د همږغۍ، تنظيم او تدوير چاري د مسلکي پراختيا د مرکز(PDC) له لوري ترسره سوي وې

د توبی اهميت او فضلیت ، تر سرليک لاندي سيمينار داير کړل سو. د روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د دعوت او ارشا...
20/10/2026

د توبی اهميت او فضلیت ، تر سرليک لاندي سيمينار داير کړل سو.

د روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د دعوت او ارشاد د آمر ښاغلي مولوي نېک محمد مستغفر لخوا د توبی اهميت او فضلیت تر سرليک لاندي يو ورځنی علمي سيمينار داير کړل سو.
په ياد سيمينار کښې چې سلګونو تنو محصلينو ګډون کړی وو، په پيليزه وينا کښې يې د حقوق او سياسي علومو د پوهنځي استاد ښاغلی عبدالودود طراح د توبی اهميت او فضلیت اړخيزه رڼا واچوله او هغوئ يې د اسلامي تمدن او بشريت پر وړاندي خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړل.
وروسته سيمينار پيل سو چي پکښې د يوه مسلمان د توبی اهميت او فضلیت باندي اړخيزه رڼا واچول سوه.
د يادوني وړ ده چي د نوموړي علمي سيمينار، د همږغۍ، تنظيم او تدوير چاري د مسلکي پراختيا د مرکز(PDC) له لوري ترسره سوي وې

د کارموندني خبرتيا!وادي هلمند پوهنتون د کارموندني او مشوره ورکوني امریت آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.📌 د بست معلوما...
20/10/2026

د کارموندني خبرتيا!
وادي هلمند پوهنتون د کارموندني او مشوره ورکوني امریت آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
📌 د بست معلومات:
د بست عنوان: د کارموندني او مشوره ورکوني امریت
د بست شمېر: ۱
📅 د اعلان موده:
د اعلان د پیل نېټه : 28 / 7 / 1405
د اعلان د ختم نېټه : 8 / 8 / 1405
📝 د ثبت‌نام طریقه:
ټول واجد شرایط متقاضیان کولای شي خپل غوښتنلیک او اړوند اسناد په هارډ کاپي (Hard Copy) بڼه د وادي هلمند پوهنتون د كارمندانو چارو آمریت ته وسپاري.

د وخت د ښه مديريت کولو اړوند علمي سيمينار داير کړل سود روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د علمي شوری د غونډو پ...
19/10/2026

د وخت د ښه مديريت کولو اړوند علمي سيمينار داير کړل سو
د روان ۱۴۰۵ ل ل کال د مېزان مياشتي پر ۲۷ نېټې د علمي شوری د غونډو په تالار کي د وخت د ښه مديريت کولو اړوند يو ورځنی علمي سيمينار په داسي حال کي داير کړل سو چي د پوهنتون استادانو، د پوهنځيو رئيسانو او د څانګو او ادارو آمرينو او کارکوونکو برخه پکښې اخيستې وه.
ياد علمي سيمينار چې د کارکوونکو چارو آمر ، ښاغلي عبدالولي همت وړاندي کړ، پکښې د وخت د ښه مديريت کولو اړوند پروسيجر په بشپړه توګه تر بحث لاندي ونيول سو.
نوموړی علمي سيمينار چي د ګډونوالو لخوا تر بحث او مناقشې وروسته پای ته ورسېد، د تنظيم، همږغۍ او تدوير چاري يې د مسلکي پراختيا د مرکز (PDC) له لوري تر سره سوې وې.

د وادي هلمند پوهنتون طب پوهنځي د NMLE یا Exit ازموینې د بریالیو محصلینو د ستاینې او هڅونې غونډه ترسره سوهد وادي هلمند پو...
18/10/2026

د وادي هلمند پوهنتون طب پوهنځي د NMLE یا Exit ازموینې د بریالیو محصلینو د ستاینې او هڅونې غونډه ترسره سوه

د وادي هلمند پوهنتون د طب پوهنځي د هغو محصلینو د لاسته راوړنو د ستاینې، هڅونې او تشویق په موخه، چې د NMLE یا Exit ازموینې په ازموينه کې بریالي سوي دي، د ستاینې یوه غونډه جوړه سوه.

په دې غونډه کې د وادي هلمند پوهنتون مؤسس ډاکټر کریم الله توبه ګار، د پوهنتون علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس پوهنيار ډاکټر سعید خان صداقت، د طب پوهنځي یو شمېر استادانو او بریالیو محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د وادي هلمند پوهنتون مؤسس ډاکټر کریم الله توبه ګار بریالیو محصلینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د هغوی بریا یې د خوښۍ او ویاړ وړ وبلله. نوموړي محصلین وهڅول چې د خپلو علمي هڅو لړۍ ته دوام ورکړي، په راتلونکو زده کړو کې لا ډېر زیار وباسي او د طبابت په برخه کې د تخصصي زده کړو او مسلکي پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د طبابت مسلک د علم، تجربې، ژمنتیا او دوامدارې زده کړې غوښتنه کوي؛ له همدې امله، محصلین باید له خپلو علمي لاسته راوړنو څخه د لا زیاتو پرمختګونو لپاره د پیل ټکي په توګه ګټه واخلي او د ټولنې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره په پوره احساس د مسؤلیت هڅې وکړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس پوهنيار ډاکټر سعید خان صداقت په خپله وینا کې بریالیو محصلینو ته مبارکي وویله او د هغوی بریا یې د محصلینو د هڅو، د استادانو د علمي لارښوونو او د پوهنتون د علمي بهیر د ګډ کار یوه مهمه پایله وبلله.

نوموړي د محصلینو د بریا د ارزښت په بیانولو سره وویل:
دا یوازې یوه ازموینه نه ده، بلکې تاسې د خپل مسلکي ژوند یوه نوي پړاو ته داخل سوي یاست؛ هغه پړاو چې په هغه کې د یوه انسان د روغتیا، د یوه ناروغ د ژوند او د ناروغانو د درملنې مسؤلیت درترغاړې کېږي. له دې وروسته باید خپل علمي معلومات په عملي ډګر کې په سمه توګه وکاروئ، د ناروغانو د درملنې پر مهال له علمي اصولو، اخلاقي معیارونو او انساني ارزښتونو سره سم چلند وکړئ او د ناروغ د ژوند ژغورل خپل اساسي مسؤلیت وبولئ.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د طبابت مسلک یوازې د علمي معلوماتو په ترلاسه کولو او ازموینو کې په بریالیتوب پورې محدود نه دی، بلکې له ناروغانو سره ښه چلند، خواخوږي، امانتداري، مسلکي ژمنتیا، د ناروغ د محرمیت ساتنه او د طبي اخلاقو رعایت د یوه بریالي ډاکټر مهمې ځانګړنې دي.
نوموړي همدارنګه د طب پوهنځي د استادانو د علمي او روزنیزو هڅو ستاینه وکړه او د هغوی ونډه یې د محصلینو د علمي پرمختګ او مسلکي چمتووالي په برخه کې مهمه وبلله.

د غونډې په ترڅ کې د بریالیو محصلینو لاسته راوړنې وستایل سوې او هغوی وهڅول سول چې د خپلې بریا په ساتلو، د تخصصي زده کړو په دوام او د هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د وادي هلمند پوهنتون مشرتابه د خپلو محصلینو علمي پرمختګ، د تدریس د کیفیت لوړول او د مسلکي او ژمنو روغتیايي کادرونو روزنه د خپلو مهمو موخو له ډلې ګڼي او هڅه کوي چې د علمي او مسلکي ظرفیتونو په پیاوړتیا سره د هېواد د روغتیايي نظام په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.

د نوموړي پروګرام د همږغۍ، تنظيم او تدوير چاري د مسلکي پراختيا د مرکز(PDC) له لوري تر سره سوي وې.

Address

Helmand
Lashkar Gah

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 18:00
Thursday 08:00 - 18:00
Saturday 08:00 - 18:00
Sunday 08:00 - 18:00

Telephone

+93708900026

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wadie Helmand University وادي هلمند پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Wadie Helmand University وادي هلمند پوهنتون:

Shortcuts

Share