17/09/2026
بست پوهنتون له بيلا بيلو پوهنتونونو سره د ګډو همکاريو هوکړهلیکونو لاسلیک کړه
بست پوهنتون د لوړو زدهکړو د کیفیت د لوړولو، علمي اړیکو د پراختیا، د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړوني او د ګډو څېړنو د پیاوړتیا په موخه، په مرکز کابل کي له سلام، کاتب، غالب او ملي پوهنتون او همداراز په پکتیا ولایت کي له زم زم پوهنتون سره د عملي همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړهلیکونو پر بنسټ به دواړه لوري د علمي او اکاډمیکو همکاریو، ګډو څېړنیزو پروګرامونو، علمي کنفرانسونو او سیمینارونو، د استادانو او محصلانو د ظرفیت لوړوني، د تجربو او علمي معلوماتو د شریکولو او نورو ګډو علمي فعالیتونو په برخو کي دوه اړخيزه همکاري او همغږي پراخه کوي.
د بست پوهنتون رهبري په دي باور ده، چي له معتبرو علمي او تحصیلي بنسټونو سره د دا ډول همکاریو هوکړه ليکونه د هیواد د لوړو زدهکړو په برخه کي د علمي معیارونو د پیاوړتیا، څېړنو او مسلکي ظرفیتونو د ودي او پراختيا لپاره اغيزناک ګامونه رامنځته کوي.
بست پوهنتون ژمن دی چي د خپلو علمي همکاریو په پراختیا سره به د استادانو او محصلانو لپاره د څيړنو، مسلکي ودي او ظرفيت لوړوني د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي.