اراکوزیا پوهنتون Arakozia University

Call Directions Website Contact the university

اراکوزیا پوهنتون Arakozia University Arakozia University is a Private University In Helmand Province of Afghanistan

د خوښۍ زیری یوه مهمه نړیواله لاسته‌راوړنه!اراکوزیا پوهنتون د نړیوالو طبي زده‌کړو په ډګر کي یو مهم ګام پورته کړپه ډېر ویا...
20/10/2026

د خوښۍ زیری یوه مهمه نړیواله لاسته‌راوړنه!
اراکوزیا پوهنتون د نړیوالو طبي زده‌کړو په ډګر کي یو مهم ګام پورته کړ

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره خبر درکوو چي د اراکوزیا پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د ECFMG Sponsor Note ترلاسه کړی دی؛ دا مهم پرمختګ زموږ د طبي زده‌کړو د نړیوالو فرصتونو د پراختیا په برخه کي ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
د دې لاسته‌راوړني له مخي، د پوهنځي هغه محصلین او فارغان چي د اړوندو شرایطو وړ وي، کولای سي د ECFMG تصدیق لپاره غوښتنلیک وړاندي کړي او د امریکا د طبي جواز ازموینو USMLE ته د ګډون زمینه ورته برابره سي. د دې بهیر له لاري به د هغوی لپاره د امریکا د طبي تخصص او لوړو مسلکي زده‌کړو پر لور د پرمختګ فرصتونه پراخ سي.
دا لاسته‌راوړنه د اراکوزیا پوهنتون د علمي پرمختګ، د معیاري طبي زده‌کړو د پیاوړتیا او د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره د نړیوالو علمي فرصتونو د رامنځته کولو په مسیر کي د پام وړ پرمختګ دی.
اراکوزیا پوهنتون؛ د علمي پرمختګ، مسلکي وړتیا او روښانه راتلونکي پر لور!
د اراکوزیا پوهنتون رهبري، استادانو، محصلینو، فارغانو او ټولو علم‌پالو هېوادوالو ته د دې مهمي لاسته‌راوړني مبارکي وایو.

لینک:
https://search.wdoms.org/home/SchoolDetail/F0008913

د اراکوزیا پوهنتون د محصلینو له استازو سره غونډه دایره سوه۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ لمریز کالد محصلینو د ستونزو د ارزوني، د هغوی د غو...
18/10/2026

د اراکوزیا پوهنتون د محصلینو له استازو سره غونډه دایره سوه
۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ لمریز کال
د محصلینو د ستونزو د ارزوني، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د علمي او تحصیلي چاپېریال د لا ښه والي په موخه، د اراکوزیا پوهنتون د محصلینو له استازو سره غونډه دایره سوه.
غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتو سره د دعوت او ارشاد محترم مدیر ښاغلي سید ولي عارف له لوري پیل سوه په دې غونډه کي د اراکوزیا پوهنتون رئیس، پوهنیار عبدالمنان سلطاني، مرستیالانو او استادانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کي د پوهنتون رئیس، پوهنیار عبدالمنان سلطاني، د محصلینو او زده‌کړو د ارزښت په اړه خبري وکړې او محصلین یې د علمي پرمختګ، مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ټولني د روښانه راتلونکي مهمه برخه وبلل، نوموړي د محصلینو د ستونزو اورېدل او د هغوی د غوښتنو ارزونه د پوهنتون د رهبرۍ له مهمو مسؤلیتونو څخه وبلله.
ورپسې د محصلینو استازو خپلي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل،د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وسو او د ستونزو د حل، د سته امکاناتو د اغېزمني استفادې او د محصلینو تحصیلي وضعیت ښه والي لپاره پر مناسبو او عملي لارو چارو خبرې وسوې.
د غونډې په ترڅ کي د پوهنتون د رهبرۍ او محصلینو ترمنځ پر دوامداره همغږۍ، متقابل تفاهم او ګډو هڅو ټینګار وسو، څو د محصلینو ستونزي په مسؤلانه ډول وارزول سي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره سي.
اراکوزیا پوهنتون د محصلینو د علمي ودي، د هغوی د حقونو او غوښتنو د ارزوني او د معیاري تحصیلي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کي د همغږۍ او ګډ مسؤلیت اصل مهم ګڼي او د علمي پرمختګ او تحصیلي کیفیت د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

د کیفیت لوړاوي د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او تشریح نهه ورځنی ورکشاپ پیل سو۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ لمریز کالاراکوزیا پوهنتون د کیفیت...
17/10/2026

د کیفیت لوړاوي د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او تشریح نهه ورځنی ورکشاپ پیل سو
۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي د بهیر د پیاوړتیا، د اکادمیکو معیارونو د معیاري تطبیق او د اداري او تدریسي چارو د اغېزمنتیا د لوړولو په موخه، د کیفیت لوړاوي د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او تشریح نهه ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
په دې ورکشاپ کي د پوهنتون اداري کارکوونکو او استادانو ګډون کړی، څو د کیفیت لوړاوي له معیارونو، اړوندو شاخصونو، د تطبیق له اصولو او د مستندولو له لارو چارو سره خپل مسلکي او علمي معلومات لا پیاوړي کړي.
د ورکشاپ په لړ کي به د کیفیت لوړاوي د یوولسو ګونو معیارونو اړوند موضوعات په تفصیلي او منظم ډول تر بحث او ارزوني لاندي ونیول سي، څو ګډونوال وکولای سي د خپلو اړوندو مسؤلیتونو په ترسره کولو کي د دغو معیارونو له اصولو سره سم عملي ګامونه پورته کړي.
د یاد ورکشاپ اساسي موخه د کیفیت لوړاوي په بهیر کي د پوهنتون د کارکوونکو او استادانو د ظرفیتونو لوړول، د اکادمیکو او اداري فعالیتونو همغږي، د شواهدو او اسنادو د معیاري تنظیم پیاوړتیا او د کیفیت د تضمین د فرهنګ پراختیا ده.
اراکوزیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي د معیارونو تطبیق د معیاري لوړو زده‌کړو، علمي پرمختګ او بنسټیزو اصلاحاتو مهمه برخه ګڼي او ژمن دی چي د علمي او اداري ظرفیتونو د پیاوړتیا له لاري د زده‌کړو کیفیت لا لوړ او د خپلو علمي خدمتونو اغېزمنتیا نوره هم پراخه کړي.
یاد ورکشاپ د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ جوړ او کیفیت لوړاوي آمریت له لوري وړاندي کیږي، چي نهه ورځي په دوام وکړي.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

د اراکوزیا پوهنتون استادانو او محصلینو ته د ماخذ لیکني په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندي سو۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ لمریز کال اراکو...
15/10/2026

د اراکوزیا پوهنتون استادانو او محصلینو ته د ماخذ لیکني په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندي سو
۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د علمي ظرفیتونو لوړولو، څېړنیزو لیکنو معیاري کولو او د علمي امانتدارۍ پیاوړتیا په موخه، د پوهنتون استادانو او محصلینو ته د ماخذ لیکني په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندي سو.
د سمینار په پیل کي د اراکوزیا پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار محمد ولي ولي، د ماخذ لیکني د علمي ارزښت په اړه خبري وکړي او ویې ویل چي د علمي اثارو او څېړنیزو لیکنو د اعتبار، کره‌والي او معیاري‌والي لپاره د ماخذونو سمه لیکنه بنسټیز اهمیت لري، نوموړي د استادانو او محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د دا ډول علمي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
په سمینار کي د ماخذ لیکني اصول، د علمي سرچینو د کره‌والي ارزښت، د ماخذونو د سم ثبتولو طریقې او په څېړنیزو لیکنو کي د علمي امانتدارۍ د اصولو رعایت تر بحث لاندي ونیول سول.
د یاد سمینار موخه دا وه چي استادان او محصلین د علمي لیکنو له معیاري اصولو سره لا ډېر بلد سي، خپلي څېړني پر باوري سرچینو ولاړي کړي او د علمي سرقت مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.
اراکوزیا پوهنتون د علمي معیارونو د لوړولو، د څېړنیز فرهنګ د پیاوړتیا او د علمي امانتدارۍ د اصولو د بنسټیز کولو په برخه کي د خپلو علمي او روزنیزو پروګرامونو دوام خپله مهمه دنده بولي؛ څو د معیاري، مستندو او علمي څېړنو له لاري د پوهي تولید، علمي نوښت او د لوړو زده‌کړو کیفیت لا پیاوړی سي.
یاد سمینار د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ جوړ،د علمي او څېړنیز مرکز له لوري وړاندي سو.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

د اراکوزیا پوهنتون خدماتي او فني کارمندانو ته مسلکي روزنیز سمینار وړاندي سو۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ لمریز کالاراکوزیا پوهنتون د خپلو...
13/10/2026

د اراکوزیا پوهنتون خدماتي او فني کارمندانو ته مسلکي روزنیز سمینار وړاندي سو
۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د خپلو خدماتي او فني کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړوني، د اداري نظم پیاوړتیا او د کاري چارو د اغېزمنتیا په موخه، د یادو کارمندانو لپاره د اخلاقي، سلوکي او فني موضوعاتو په اړه روزنیز سمینار وړاندي کړ.
په دې روزنیز سمینار کي د مسلکي اخلاقو رعایت، د اداري اصولو او مقرراتو پلي کول، د کاري مسؤلیتونو پر وخت او په سمه توګه ترسره کول، له استادانو، محصلینو، مراجعینو او همکارانو سره د درناوي او مسلکي چلند، د کاري نظم او وخت مدیریت، د ټیمي کار پیاوړتیا، د فني وسایلو سمه کارونه او ساتنه، د کاري چاپېریال پاکوالي او خوندیتوب او د ستونزو د حل اغېزمنو لارو چارو په اړه معلومات وړاندي سول.
د سمینار په ترڅ کي پر دې ټینګار وسو چي د یوه علمي بنسټ بریالیتوب یوازي د علمي او اداري فعالیتونو په ترسره کولو پورې محدود نه دی، بلکي د خدماتي او فني کارمندانو مسلکي چلند، کاري ژمنتیا، د مسؤلیت احساس او د دندو پر وخت ترسره کول هم د پوهنتون د چارو په منظم پرمختګ او د معیاري خدماتو په وړاندي کولو کي اساسي رول لري.
همدارنګه، د کارمندانو د ظرفیت لوړوني، د کاري ستونزو د مخنیوي، د متقابل درناوي د فرهنګ د پیاوړتیا او د داسي کاري چاپېریال د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وسو چي د همکارۍ، نظم، مسؤلیت‌پذیرۍ او مسلکي معیارونو پر بنسټ ولاړ وي.
اراکوزیا پوهنتون د خپلو علمي، اداري، خدماتي او فني کارمندانو د مسلکي ودي او وړتیاوو لوړولو ته ژمن دی او د ورته روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د کاري کیفیت د ښه والي، اداري پرمختګ او د پوهنتون د ټاکل سویو موخو د ترلاسه کولو لپاره مهم ګام ګڼي.
یاد سمینار د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ جوړ، د تهیه او تداراکاتو مدیریت له لوري وړاندي سو.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

اراکوزیا پوهنتون کي د رواني روغتیا نړیوالي ورځي په اړه سیمینار وړاندي سو۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ لمریز کالاراکوزیا پوهنتون د رواني ر...
11/10/2026

اراکوزیا پوهنتون کي د رواني روغتیا نړیوالي ورځي په اړه سیمینار وړاندي سو
۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د رواني روغتیا د اهمیت، د رواني ستونزو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د کچي د لوړولو په موخه، د رواني روغتیا نړیوالي ورځي اړوند سیمینار وړاندې کړ.
په دې سیمینار کي د رواني روغتیا پر ارزښت، د رواني فشارونو پر اغېزو، د رواني ستونزو د لومړنیو نښو پر پېژندنه او د ذهني هوسایني د ساتني پر لارو چارو علمي بحثونه وسول.
د سمینار وړاندي کوونکي ټینګار وکړ چي رواني روغتیا د انسان د عمومي روغتیا نه بېلېدونکې برخه ده او د فرد پر فکري تمرکز، احساساتي ثبات، ټولنیزو اړیکو او ورځني فعالیتونو مستقیم اغېز لري همدارنګه، د رواني ستونزو پر مهال پر وخت مشوره اخیستل، د کورنۍ ملاتړ، سالم ژوندانه ته پاملرنه او له متخصصینو څخه د مسلکي مرستي غوښتنه د رواني هوسایني په ساتنه کي مهم رول لري.
د سیمینار موخه دا وه چي د پوهنتون محصلانو او ګډونوالو ترمنځ د رواني روغتیا په اړه علمي پوهاوی پیاوړی، د رواني ستونزو په اړه ناسم تصورات اصلاح او د رواني روغتیا د ارزښت په اړه د مسؤلانه چلند فرهنګ ته وده ورکړل سي.
اراکوزیا پوهنتون د علمي او پوهاوییزو پروګرامونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې د ټولني د روغتیايي پوهاوي په لوړولو، د علمي تفکر په پیاوړتیا او د سالمي ټولني په جوړولو کي اغېزمن رول ولوبوي.
یاد سمینار د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري په همکارۍ د طب پوهنځي له لوري وړاندي سو.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

اراکوزیا پوهنتون د فارمسي پوهنځی اختصاصي کانکور ازموینه واخیسته۱۴۰۵/۷/۱۷ هـ لمریز کالاراکوزیا پوهنتون د لوړو زده‌کړو  به...
09/10/2026

اراکوزیا پوهنتون د فارمسي پوهنځی اختصاصي کانکور ازموینه واخیسته
۱۴۰۵/۷/۱۷ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د لوړو زده‌کړو بهیر د معیاري کولو، وړتیاوو پر بنسټ محصلانو د جذب او علمي ظرفیتونو پیاوړتیا په موخه، فارمسي پوهنځی اختصاصي کانکور ازموینه په منظم او شفاف ډول واخیستل
د ازمویني د پرانیستي مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سول، چي د ښاغلي حافظ عزیزالله حنفي له لوري ترسره سو.
ورپسې، د اراکوزیا پوهنتون رئیس، پوهنیار عبدالمنان سلطاني، د هلمند پوهنتون څخه راغلي محترم پلاوي او د کانکور ازمویني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د علمي وړتیا، مسلکي تعهد او د لوړو زده‌کړو په برخه کي د دوامداري هڅي پر ارزښت خبري وکړې،نوموړي ګډونوال وهڅول چي د ازمویني بهیر په پوره دقت، صداقت او مسؤلیت‌پذیرۍ ترسره کړي او د خپل علمي راتلونکي لپاره له شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
وروسته، د اراکوزیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، شاه محمود مطمین، د ازمویني د تخنیکي بهیر، اجرایي تنظیم او د ازمویني د اصولو په اړه معلومات وړاندي کړل او د نظم شفاف بهیر پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د ازمویني صندوق د اراکوزیا پوهنتون د رهبرۍ غړو، د هلمند پوهنتون راغلي محترم پلاوي او د کانکور ازمویني د یوه ګډونوال له لوري په رسمي ډول پرانیستل سو. له دې وروسته، د پوهنتون استادانو د ازمویني پوښتن‌پاڼې پر ګډونوالو ووېشلې او د ازمویني بهیر پیل سو.
د ازمویني له پیل څخه تر پای پوري د پوهنتون استادانو او مسؤلینو د بهیر منظم نظارت ترسره کړ، څو ازموینه د ټاکلو اصولو، علمي معیارونو او اجرایي نظم په رڼا کي ترسره سي.
د فارمسي پوهنځي اختصاصي کانکور ازمویني ترسره کېدل د اراکوزیا پوهنتون د علمي پراختیا، د مسلکي کادرونو د روزني ،درمل جوړوني او روغتیايي خدمتونو په برخه کي وړ او مسلکي ځوان نسل د روزلو په لور یو مهم ګام بلل کېږي. دغه بهیر د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړولو او د علمي وړتیاوو پر بنسټ د محصلانو د جذب د اصل د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
درنښت
اراکوزیا پوهنتون
نشراتو مدیریت

خبرتیا!اراکوزیا پوهنتون د فارمسي پوهنځی ټولو درنو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي چي اختصاصي کانکور ازموینه سبا د جمعې په ورځ...
08/10/2026

خبرتیا!

اراکوزیا پوهنتون د فارمسي پوهنځی ټولو درنو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي چي اختصاصي کانکور ازموینه سبا د جمعې په ورځ د میزان میاشتي پر ۱۷مه نېټه اخیستل کېږي.
له ټولو ګډونوالو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چي سبا ورځ سهار ۷:۳۰ بجې د اراکوزیا پوهنتون ته پر وخت حاضر سي ازمویني ته دحاضریدو پر وخت دځان سره اصلي تذکره او ID Card راوړئ.
یادونه:
هغه کسانو چي د فارمسي پوهنځی د اختصاصي کانکور لپاره یې نوم ليکنه نه وي کړې یا یې ID Card نه وي ترلاسه کړی کولای سي د نوم ‌لیکني او نورو معلوماتو لپاره د محصلانو چارو معاونیت ته مراجعه وکړئ.
0708900042
0793900042
اراکوزیا پوهنتون

اختصاصي کانکور راتلونکې د جمعې ورځ نو وخت مه ضایع کوئ.نوم لیکنه وکړئ ! اوس خپل کور ته نږدې د فارمسي په برخه کي د لیسانس ...
07/10/2026

اختصاصي کانکور راتلونکې د جمعې ورځ
نو وخت مه ضایع کوئ.
نوم لیکنه وکړئ !
اوس خپل کور ته نږدې د فارمسي په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړئ!
اراکوزیا پوهنتون د ځوانانو لپاره دا زمینه برابره کړې، چي د فارمسي په برخه کي خپلي لوړي زده‌کړي په خپل ولایت کي ترسره او د مسلکي راتلونکي لپاره ګامونه واخلي.
د هغه ځوانانو لپاره یو بل زرین چانس چي د روغتیایي علومو انسیټیوټ د فارمسي څانګه یې ویلي وي د اختصاصي کانکور له لاري په دریم ۳ سمسټر کي کښېنول کیږي.
پته: تورټانګ، لښکرګاه، هلمند، افغانستان
واتساپ او د اړیکې شمېرې: 0708900042 / 0793900042
د نوم‌لیکني وخت: هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې
د ازمویني نېټه د روان ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتي ۱۷ مه
اراکوزیا پوهنتون – ستاسو د پرمختګ او کامیابۍ لار

Address

Lashkar Gah
2600

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اراکوزیا پوهنتون Arakozia University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to اراکوزیا پوهنتون Arakozia University:

Shortcuts

Share