13/05/2026
د ښووني او روزني پوهنځي د محصلانو د پايليکونو د دفاع لړۍ پيل سوه
پرون دوشنبه، ۲۴ / ۱۱ / ۱۴۴۷ل.ل نېټه، د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د ز دهکړيالانو د پايليکونو د دفاع پرانيستغونډه ترسره سوه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. ورپسې د ښووني او روزني پوهنځي رئيس پوهنيار محمدنويد سادات د څېړنو پر ارزښت خبري وکړې او ويې ويل، چي د پايليک دفاع يوازي د تحصيلي سند د ترلاسه کولو شرط نه دئ، بلکي د همدې بهير له لاري د محصلانو څېړنيز مهارتونه پياوړي کېږي او راتلونکو علمي څېړنو ته لاره هوارېږي.
ښاغلي سادات د بېلابېلو ادارو له مسؤلينو څخه وغوښتل، چي له پوهنتون څخه فارغېدونکي ځوانان په خپلو مسلکي برخو کي په دندو وګماري، تر څو وکولای سي د ټولني په علمي، مسلکي او ټولنيز پرمختګ کي فعاله ونډه واخلي.
وروسته د کيميا، بيولوژي، فزيک، پښتو ژبي او ادبياتو، انګلېسي ژبي او ادبياتو او رياضي څانګو محصلانو په ترتيب سره خپل پايليکونه دفاع کړل. يادي څېړني، چي د ټولني د حقيقي ستونزو او اړتياوو په پام کي نيولو سره ترسره سوي وې، د ژوري هيئت له لوري مثبتي و ارزول سوې.
د يادوني وړ ده، چي په دې غونډه کي د پوهنتون او پوهنځي استادانو، محصلانو، د بېلابېلو ادارو مسؤلينو او د فارغو محصلانو استازو ګډون کړی وو.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.