29/09/2026
د ۳۳مي دورې وروستۍ ازمويني په بریالیتوب سره تر سره سوې!
په ذکي ښوونیز مرکز کي د ۳۳مي درې مياشتني دورې وروستۍ ازمويني په منظم او بریالي ډول تر سره سوې.
دا ازمويني زموږ د زده کوونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه د بریالیتوب په صورت کي زده کوونکي له خپل اوسني ټولګي څخه بل ټولګي ته د تګ نوی پړاو پیلوي.
د ۳۳مي دورې بشپړېدل د زده کوونکو د هڅو، د ښوونکو د زیار او د ذکي ښوونیز مرکز د منظم تعلیمي بهیر یوه بله مهمه لاسته راوړنه ده.
#بریا