21/05/2024
د "مونوګراف لیکنې میتود" روزنیز ورکشاپ دایرول
نن دوشنبه د ۱۱/۱۱ / ۱۴۴۵ هـ ق کال چې د ۳۱/ ۲ / ۱۴۰۳ ل نېټې سره سمون خوري د «مونوګراف لیکنې میتود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ چې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستیال، د اړیکو او عامه پوهاوي آمر، د محصلانو چارو آمر، د محصلانو چارو د خدماتو انسجام آمر، د څېړنې او علمي مجلې د معاونیت کارکوونکي او د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ښوونې او روزنې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو محصلانو ګډون درلود، د یاد پوهنتون د مرکزي ودانۍ په تالار کې وړاندې شو.
لومړی غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي مولوي سمیع الله بلخي له خوا د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره په رسمي ډول پیل شوه.
بیا، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال د علومو ډاکټر ښاغلي پوهاند محمد طاهر طاهر د مونوګراف معیاري لیکلو د اړتیا او اهمیت په اړوند خبرې وکړې او د هغه په څېړنیزوالي او کاریال باندې یې ټینګار وکړ. همداراز، ښاغلی ډاکتر طاهر په خپلو خبرو کی وویل: د مونوګرافونو په لیکلو کی چی څیړنیز میتودونه او معیارونه نه وی رعایت شوی، د هغو علمی ارزښت به تر پوښتنی لاندی راځی.
وروسته د غونډې د اجنډا مطابق د بلخ پوهنتون ښوونې او روزني پوهنځي محترم استاد پوهنمل ډاکټر شفیع الله سالک د ورکشاپ موضوع (د مونوګراف لیکنې میتود) وړاندې کړ. د ورکشاپ د کار په پای کی، یو شمیر ګډونوالو محصلینو د موضوع په اړوند پوښتنی وکړی چی د
پریزینتشن د وړاندی کونکی له خوا ځواب شوی.
په پای کې ورکشاپ د تصدیق پانو په وېشلو او په خیریه دعا پای ته ورسید.
تدویر ورکشاپ آموزشی "روش مونوگراف نویسی"
الیوم دوشنبه مورخ ۱۱/ ۱۱/ ۱۴۴۵ ه.ق مطابق ۳۱/ ۲/ ۱۴۰۳ ه.ش ورکشاپ آموزشی یک روزه تحت عنوان "روش مونوگراف نویسی" با اشتراک معاون تحقیقات و مجله علمی پوهنتون بلخ، آمر ارتباط و آگاهی عامه، آمر امور محصلان، آمر انسجام خدمات امور محصلان، کارمندان معاونیت تحقیقات و مجله علمی و محصلین صنوف چهارم پوهنحی های شرعیات، حقوق و علوم سیاسی، تعلیم و تربیه و زبان و ادبیات در تالار تعمیر مرکزی این پوهنتون برگزار گردید.
ابتدا جلسه با تلاوت آیاتی چندی از کلام الله مجید توسط مولوی سمیع الله بلخی آمر ارتباط و آگاهی عامه رسماً آغاز شد.
سپس، محترم پوهاند دکتور علوم محمدطاهرطاهر معاون تحقیقات و مجله علمی پوهنتون بلخ پیرامون ضرورت و اهمیت نوشتن مونوگراف معیاری صحبت نموده و بر تحقیقی و کاربردی بودن آن تأکید کردند. همچنین محترم دکتور طاهر در سخنان خود گفتند، در نوشتن مونوگراف های که روش ها و معیارهای تحقیق رعایت نشده باشد، ارزش علمی آن مورد سوال قرار خواهد گرفت.
بعداً مطابق اجندای ورکشاپ ، محترم پوهنمل دکتور شفیع الله سالک استاد پوهنځی تعلیم و تربیه پوهنتون بلخ موضوع ورکشاپ (روش مونوگراف نویسی) را ارائه کردند.
در اخیر کار ورکشاپ، به سوالات مطروحه عده از محصلان اشتراک کننده، پاسخ داده شد.
در فرجام، کار ورکشاپ با توزیع تصدیق نامه ها و دعاییه خیر خاتمه یافت.