03/06/2026
د اقتصاد پوهنځي استادانو د علمي لاسته راوړنې په ویاړ!
په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د اقتصاد پوهنځي د قدرمنو استادانو هريوه پوهنيار رحمن ولي سهار او نوماند پوهنيار احسان الله سعد د (From Farm to Society: Reshaping the Future of Food Systems Through Green Technologies, with a Bibliometric and Literature Review for a Future Research Agenda) تر عنوان لاندې علمي څېړنه د Springer Nature په Discover Environment ژورنال کې چې، د نړۍوالو علمي خپرونو له معتبرو مجلو څخه شمېرل کېږي او په Scopus نړیوال ډیټابېس کې انډیکس دی، خپره شوه.
"دغه نوښتګره څېړنه ارزوي، چې شنې ټکنالوژۍ څنګه د نړۍ د خوراکي سیستمونو راتلونکی بدلوي او د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي. څېړونکو د زرګونو علمي اسنادو د تحلیل له لارې موندلې چې: د کرنې ډیجیټلي کول او ځېرکه ټکنالوژي د تولید موثریت لوړوي؛ د ماشین زدهکړې (Machine Learning) کارول د خوراکي ځنځیرونو مدیریت ښه کوي؛ د اوبو د سپما او چاپېریال ساتنې لپاره نوې حللارې رامنځته شوې دي؛ شنې ټکنالوژۍ کولی شي د خوراکي خوندیتوب، اقتصادي ودې او چاپېریالي پایښت ترمنځ توازن رامنځته کړي."
همدارنګه، څېړنه د راتلونکو علمي مطالعاتو لپاره یو مهم علمي چوکاټ او څېړنیزه اجنډا هم وړاندې کوي.
د اقتصاد پوهنځي د استادانو دغه علمي لاسته راوړنه نه یوازې د هغوی د علمي هڅو، مسلکي وړتیاوو او څېړنیز تعهد څرګندونه کوي، بلکې د پوهنتون او هېواد د علمي اعتبار د لوړولو په برخه کې هم ارزښتناک ګام بلل کېږي.
دا ډول نړیوالې خپرونې ښيي چې زموږ علمي کادرونه د نړیوالو څېړنیزو بهیرونو برخه دي او کولای شي د انساني ټولنې د مهمو ننګونو لپاره علمي او عملي حللارې وړاندې کړي.
اقتصاد پوهنځی د دې ارزښتمنې څېړنې لیکوالانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي، د هغوی د علمي هڅو ستاینه کوي او د راتلونکو لا ډېرو نړیوالو بریاوو هیله څرګندوي.
موږ باور لرو چې دا ډول هڅې به د نورو استادانو او محصلینو لپاره هم د علمي څېړنو، نوښت او نړیوالو خپرونو په برخه کې د الهام سرچینه وګرځي.
درنښت
د اقتصاد پوهنځي نشراتي څانګه
The details of discover environment in 2026 like Impact Factor, Indexing, Ranking, acceptance rate, publication fee, publication time