14/12/2023
د HELMS (لوړ زده کړو ښوونیز مدیریتي سیستم )څخه د استفادي او تدریسي ویډیو جوړولو ورکشاپ ترسره شوه !
نن پنج شنبه د د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوجی په مدیریت کی د بریښنایي زده کړو د کمیټې له طرفه د مؤسسې ټولو استادانو او تدریسي مدیرانو ته د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریتي سیستم څخه د استفادي او تدریسی ویډیو جوړولو ورکشاپ ترسره شو .په نوموړی ورکشاپ کي د مؤسسې رهبری ، د پوهنځیو رئیسانو ، استادانو او تدریسي مدیرانو ګډون کړی وو.ورکشاپ کې لومړی د بریښنایي زده کړو د کمیټې د امر نوماند پوهنیار محمد اسمعیل له لورې د بریښنایی زده کړو په اهمیت ، موخو او ضرورتونو مفصل معلومات وړاندي شول او بیا ورپسي په عملي ډول سره استادانو ته د عملي ویډیو جوړولو مختلفې طریقي او سافټویرونه وښودل شول .همدارنګه په دوهمه برخه کي د معلوماتی ټیکنالوژي د مدیر سید اکبر مبارز لخوا هم د یو ویډیو جوړولو سافټویر په اړه او HELMS سیستم کي د استادانو په مربوط برخه کي د کارکولو او هلته د تدریسي موادو د ځای په ځای کولو په اړه مفصل معلومات شریک شول .د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو سوالونو ته جوابونه وویل شول او د دعائیه په ویلو سره ورکشاپ پای ته ورسیدو.
پنجشنبه : ۲۳/۰۹/۱۴۰۲
ځای : د معلوماتي ټیکنالوژي مدیریت IT
د نشراتو او فرهنګي چارو عمومي کمیټه
درنښت