20/07/2023
داچي اوس روميان ار زانه دي نو د کور لپاره د روب جوړولو ښه وخت دی چي بيابه په ژمي کي د رومي بانجاڼ د رانيولو څخه خلاص ياست.
تاسي به لمړی دضرورت وړ مقدار روميان دبازار څخه واخلی، چي روغ وي راسته او ټپن نوي.
نو بيابه د رومي بانجاڼو څخه د روب جوړولو دغه اسانه طريقه په کار واچوی:
۱- لمړی بايد ټول روميان په پاکو اوبو ښه و وينځل شي.
۲- ټول وينځل شوي روميان به به پرمنځ دوه ياڅو ځايه کړی.
۳- بيابه يې د کوفتې له ماشين څخه و باسی.
۴- ټول کوفته شوي روميان يو غټ ديګ کي واچوی او اور ورته بل کړی ترڅو وخټيږي او اوبه ښه وچي کړي، کله چي يې اوبه وچي کړې نور روب جوړ دی.
اوس نو که غواړی جوړشوی روب د ډير وخت لپاره وساتی نو لاندي ټکي په پام کي ونيسی:
۱- د روب جوړولو وروسته دروب پوډر کوم چي بازار کي خرڅيږي کولای شی ديګ ته د دوو يا څلورو قاشغو په اندازه ور واچوی او ښه يې ولړی چي دا د خوند اړولو او خرابيدلو څخه مخنيوی کوي.
۲- هغه شيشه يي بوتلونه (مرتباني) چي تاسي روب ور اچوی د جوش اوبو بخار ورکړی او تعقيم يې کړی او يايې هم په جوش اوبو وه وينځی.
۳- بيا ياد شيشه يې بوتلونه تر تعقيم او وينځلو وروسته نسکور کړی چي ښه وچ شي او اوبه تري ونه نيږي.
۴- بياپه يوه پاکه او تعقيم شوې قاشغه يادو بوتلونو ته ګرم روب ور واچوی او ښه يې ډک کړی.
۵- تر سړيدو وروسته د جوړشوي روب مرتباني يخ ځای کي کيږدی که يخچال کي کيښودل شي ښه ده، تر يوکال نه خرابيږي.
۶- نور نو روب تيار شو...
په درنښت